فبروري 24, 2020

د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې شانداره غونډه ترسره شوه/انځوريز

د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې شانداره غونډه ترسره شوه/انځوريز

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د ټولو مکاتبو له مدیرانو ، سر معلمینو او معلمینو سره د تعلیم او تربیې رئیس او سیمه ييزو مشرانو د منګلو په عالي لیسه کې غونډه ترسره کړه.

د تعلیم او تربيې اوعالي تحصيلاتو کميسیون په ياده لېسه کې یو اصلاحي سيمينار هم ترسره  کړ.

په دې سيمينار کې د ښوونځیو هغه کړنلاره چې د تعليم او تربيې کميسیون ټاکلې، په ښه توګه ورته بیان کړای شوه.

د تعلیم او تربیې اړوند فرامین ټول په ښه تفصیلي ډول ورته روښانه شول او نیمګړتیاوې یې ورته په ګوته کړای شوې.

د ښوونځیو مدیرانو ، سرښوونکو او معلمينو د تعلیم او تربیې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، د دوی خدمتونه یې وستایل او ملاتړ یې ورسره اعلان کړ.

ژمنه یې وکړه چې د اسلامي امارت د معارف لخوا چې کوم اصول او مقررات ورته ټاکل شوي، هغه به په بشپړه توګه تطبیقوي.

د یادونې وړ ده چه غونډه د قرآنکريم په تلاوت سره پیل او د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسېده.

30 شعبان 1440 هـ ق

5/5/2019  م

 

 

Related posts