فبروري 19, 2020

د وطن ساتونکو کارنامې!!

د وطن ساتونکو کارنامې!!

د ورځي خبره:

تېره ورځ ګڼو داخلي رسنیوخورا یو بوږنونکی او لړزونکی خبر خپور کړ،په  خبر کې ویل شوي چې کندز کې دنظم عامه پولیسو یوه باعفته افغانه خور  دټوپک په زور له خپل خاوند او زوی څخه تښتولې او پر عزت یې تیری ورکړی دی. انا لله وانا الیه راجعون!

د کابل رژیم د ټوپکیانو له لوري  پر ناموسونو تیري، غصب، غلا، لوټ،اخلاقي فساد، ادارې فساد او داشغالګرو دګټو دساتنې لپاره خپل هیوادوال شهیدول،کورونه نړول، مسجدونه او مدرسې ویجاوړل او دمقدساتو سپکاوي دورځې خبره ده.

د کابل  دډیموکراټیک رژیم جنایتونه او وحشت د ټوپکسالارۍ ددوران ترانارشۍ څو چنده زیات دي،بله داچې هماغه مهال چې څه مظالم ترسره کیدل د یو نظام له لوري نه، بلکې دتنظیمي ټوپکیانو  او قوماندانانوخودسرانه جنایات و،خو اوس د یو نظام له لوري دولس عامه شتمنۍ لوټیږي، عزت یې ترپښو لاندې کیږي او دیرغلګرو داهدافو دترسر ه کیدو لپاره  دافغان ولس قتل عام روان دی او ډیره بده لا داچې دخپل ولس پر ضد همدې جنایتونو او وحشتونو ته توجیه ګانې هم لټول کیږي او دولس قاتلان او دپردیو اجیران په ملي اتلان نومول کیږي!!

 یرغلګرو دخپلو ګټو لپاره روزلي ټوپکیان دملي اردو،ملي پولیسو، اربکیانو، ملي امنیت، عامه نظم او نورو جالبو نومونو نومولي،دکابل رژیم ټوپکیان چې په هر یونیفورم کې دي اکثریت یې دټولنې منفور،بداخلاقه، دمور وپلار ازار وهلي او معتادین دي،دوی ته وطن ساتنه دیوه توت ارزښت هم نه لري، دافغان ولس ازلي یرغلګرو دښمنانو روزلي، دهغوی دګټوساتنې لپاره هر جرم او ناروا ته لاس اچوي. دوی ته که دملي اردو نوم ورکول شوی، خو په عمل کې دملت دښمنان دي، دخاورې خرڅونکي، دارزښتونو پایمالونکي او دافغانستان پر ټنډه تور داغ دی.

دمظلوم ولس دامید سترګې داسلامي امارت د اتلو مجاهدینو په لور کږې دي،ولس دانتظار شېبې شمېري چې یو ځل بیا دنویمې لسیزې په څېر داسلامي امارت فاتح ځواکونه بدرګه کړي، په غاړو کې یې ګلونه ور واچوي او  د ډیموکراسۍ او ټوپکسالارۍ د حاکم وحشت، استبداد، فساد او قتل عام څخه یې خلاص کړي.

داسلامي امارت اتلو ځواکونو ثابته کړې چې تل یې له خپلې خاورې، نوامیسو، ارزښتونو او منافعو دسر په بیه دفاع کړې او همدې ویاړلې مبارزې ته به تر هغو پوري دوام ورکوي چې مظلوم ولس ته له سیکولر او ټوپکي انارشیزم څخه نجات ورکوي. ان شاءالله العزیز

د ګران اشغال شوي هیواد د خپلواکۍ او اسلامي نظام دقیام په هیله

Related posts