فبروري 19, 2020

بغلان، د نهرین ولسوالۍ د پوهنې مسوولینو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

بغلان، د نهرین ولسوالۍ د پوهنې مسوولینو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مسوولین د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اړوند ښوونځیو ته د ښوونیزو  چارو د څارنې په موخه ورغلي وو او د دې برسېره د ښوونځیو له مسوولینو او استاذانو سره يې هم مشورتي ناسته وکړه.

دغو مسوولینو د یادې سیمې له  ښوونځيو لیدنه وکړه، د هغو اداري او تدریسي چاري یې له نږدې څخه ولیدلې او نیمګړتیاوې یې ورته په ګوته کړې.

یادو ادارو کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې له لوري ورکړل شوې درسي تګلاره په ښه توګه تطبیق شوې وه.

غونډې ته د وینا پر مهال د تعلیم او تربیې مسؤلینو د ښوونځیو د نظارت او د زده کونکو د عصري او دیني زده کړو د پرمختیا او پیاوړتیا په اړه مهمې او مفصلې خبرې وکړې او ګډونوال یې نوي نسل ته د سالم دیني فکر ورکولو،  سیکولريزم، دیمکراسۍ او نورو کفري دسیسو ته متوجه کړل.

د ښوونځيو مديرانو او سر ښوونکو استاذانو د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې له مسؤلینوڅخه مننه وکړه، له تعلیم او تربیې سره د اسلامي امارت په مینه او مرسته یې ډاډ څرګند کړ او خوښي یې وښوده چې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې مسؤلین یې وخت په وخت پوښتنه کوي، د حالاتو نه یې خبر اخلي او د ستونزو د پیدا کېدو سره سم یې ستونزې ور حل کوي.

غوڼده چې د قرآنکريم په تلاوت سره پیل شوې وه د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسیده.

29 شعبان ۱۴۴۰ هـ ق

4/5/2019 م

Related posts