جولای 23, 2019

قهرمان عمر

قهرمان عمر

ملا راز محمد ساقیار: 

لیکي به تاریخ ـ دغیرتونو قهرمان عمر
بیا دنیا ته نه راځي ها تللی قدردان عمر
و د غیرت دنګ منار او غر دهمتونو و
هسک د استقلال کي ځلیده د لمر په شان عمر
دلته د پردیو آرمانونه خاورې شوي دي
دلته دي روزلي نوم وتلي اتلان عمر
تا د صلیبي لښکر د جبر ستنې ړنګې کړې
اوس دي یادوي امت ثالث مرد میدان عمر
تښتي غلیم تښتي د وتو لاره ترې ورکه ده
وایي څه راوشول،څه راوکړلو افغان عمر

Related posts