فبروري 24, 2020

دنجات الهي لورینه د هغه په شخصیت کې

دنجات الهي لورینه د هغه  په شخصیت کې

صلاح الدین ” صارم”

په دنیاکې ډېر لوی لوی خلک تېرشوي اوهریوه یې په خپل وخت کې دغه لویوالي ته ځانګړي اسباب او علتونه خپل کړي، مونږ چې په یویشتمه پېړۍ کې اوسیږو او ددې پېړۍ ننګونو ته ګورو، فکر کوو چې بل هیڅ وخت به دغه ډول حالات اوشرایط نه وي رامنځته شوي اونه به دملتونو په سطحه دومره لويې غمیزې او تراژېدۍ چالېدلې وي او دا به ترډېره حده په ځای هم وي، ولې چې نړۍ اوس هغه نړۍ نه ده چې دخلکو په ذهن کې یې موهوم لویوالي شتون درلوداوله حقیقته یې ترډېره ځایه نه خبرېدل، اوس چې دیوکلي حیثیت لري نو دنړۍ په سطحه پېښو کې زمونږ دهیواد قضیه یوه داسې پېښه  وه او ده چې چې دنړۍ په هرکونج کې ترکلونو کلونو دورځې خبر اوسرخط وي  همدا هغه څه دي چې پورته حقیقت رښتیا کوي .

افغانستان – شاید چې د نولسمې پېړۍ تر وروستیو به هم ډېرو خلکو نه پېژاند اونه خو به ددې ضرورت لېدل کېده چې  دتعلیمي نصاب په جغرافیه کې دې ددې هیواد نوم راوړل شي º خو اوس یې چې دنړۍ په سطحه دنوم له ذکر سره کوم حیثیت دی، په همدومره حیثیت او ارزښت ددې هیواد پېښې دنړۍ دبل هرهیواد په پرتله مهمې او ارزښتناکې دي اوپه دې هیواد کې  ددغه نړیوالو ننګونو په وړاندې دولاړو شخصیتونو شخصیت او رهبري ته تردې په څوبرابره لوی مقام او خورا ارزښت ورکوي ، په تېره بیا چې دافغانستان له وضعیت سره دنړۍ وضعیت څه چې، دنړۍ نقشه هم تغیر شوه.

همدا چې زمونږ دهیواد دڅلورو لسیزو انقلابونو اوجریاناتو دنړۍ وضعیت بدل کړ، ښيي چې ددې هیواد له اراضي نیولې بیا تر ولس، شرایطو، آب وهو او موقعیت پورې هرڅه ډېر مهم دي اوهریو یې ددې وړ دی چې تر ځانګړې څېړنې لاندې ونیول شيº نو له هغه څېرو اوشخصیتونو به یې څه وایې چې په دغه خاوره کې یې ددغه ولس او ملت رهبري کړې او پرځان یې راټول کړي ؟!!!

مونږ ته زمونږ په هیواد کې ټول مشران، رهبران، حاکمان او قائدین ښه معلوم دي، که یو وخت په یو چا غولېدلي یو اونه مو دی پېژندلی، خوبیا وخت پخپله راته پېژندلی، که یوه زمانه یې مونږ په ملاتړ کې منډې اونارې وهلې دي، وروستي عقل بیا داسې ترې بې زاره کړي یوچې دنوم له ذکر سره یې کرکه اونفرت ترډېره زمونږ له ذهنه نه لري کیږي، دغه غبرګون اوعکس العمل دهغو کړنو مولود دی چې زمونږ په هیواد کې دبېلابېلو فکرونو اونظریو خاوندانو پرموږ دتسلط اوحاکمیت پروخت له مونږ سره ترسره کړي .

د ” ښه نه ورک کیږي اوبد نه پاته کیږي” پرمقتضا به په خپل څلورلسیز انقلاب کې یوه مقایسه اوپرتلنه وکړو، چا وژغورلو اوچا دوخت نادودوته ور ټېل وهلو:

په هیواد کې دسیاسي ټېکاودله منځه تلو اودعمومي وضعیت دبدلون، یادهیواد دناخوالو دپيل نېټه د ۱۳۵۷ هش کال دثور کودتا ښودل کیږي، له هماغې ورځې ترننه چې نږدې څلوېښت کاله کیږي مونږ ډېرې ناخوالې ولیدلې او دادی نن هم لا جګړه روانه ده، په دې ټوله څلوېښت کلنه اوږده موده کې که دښو دښه اودبدو دبد تمیز ونه کړای شو ښايي دانتقاد ګوته راته ونیول شي او عقلاً هم ترسوال لاندې راشو .

پخپله دژور سوچ او تاریخي مطالعې په نتیجه کې درهبري په مقام کې داشخاصو په پرتله دټولو له منځه عالي قدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر ” مجاهد” ته په ټول احترام، دهغه عظمت، حقانیت، اخلاص او رښتینولۍ ته قائل یم اوله نورو ټولوتېرېږم، دهیواد مینه، له ولس سره خواخوږي، وفا او اخلاص یواځې په ده کې وینم، دتېرې څلوېښت کلنې غمیزې ترټولو خواخوږی او مخلص رهبریې بولم .

دمرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله دشخصیت په اړه یوڅوهغه ځانګړنې ذکر کوم چې فکرکوم د ده په شخصیت کې تر نورو ډېرو مهمې دي خو  زمونږ ډېرو ور پام نه دی :

دولس دنجات انګېزه:

دنویمو کلونو له ظلم ، جهل ، تاریکیو،بربریت  او وحشته هر څوک کړېدل او هر هیوادوال  دې حالت ته په کتو ځورېده، خو دولس دنجات داسې انګېزه او فکر به له چاسره نه و چې عملي اقدام وکړي او په دې لار کې  د سر په بیه سوچ او سودا وکړي ، دغه دنجات سوچ او عملي اقدام د هیواد له منځه یو تن مجاهد شخصیت چې له روسانو او کمونستانو سره دجهاد او له هغه په را وروسته دوره کې له فساد او خیانته پاک شخصیت و همدا ( ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله) و، چې له شته ظلمونو وحشتونو د افغان مسلمان ولس دنجات او دتېر پاک جهاد د ثمرې د اعادې په نیت یې  د    (۱۴۱۵هـ ق) کال د محرم دمیاشتې په (۱۵) او  (۱۹۹۴) میلادي کال کې یې عملي قدم پورته کړ او دخپلو یو شمېر همداسې دردمنو ملګرو په ملتیایې  دکندهار ولایت د میوند ولسوالۍ له ” سنګ سار”  څخه  وسله واله مبارزه پيل کړه .

د نظام صلاحیت:

په یوه داسې هیواد کې چې  دتاریخ ډېره برخه یې له جنګ جګړو ډکه وي او خلک یې سرشوخه او سرشاره  خلک وي º په یوه نظام راټولول څه اسان کار نه دی، په تېره بیا چې د نویمو کلونو په څېر ناخوالو سره  پکې لاس و ګرېوان وي، هیواد دې په ملوک الطوایفي بدل شوی وي،فساد پکې اوج ته رسیدلی وي، په سیمه سیمه کې دې واکدار یو جلا پاچا او واکمن وي، په داسې هیواد او داسې شرایطو کې لومړی د نظام رامنځته کولو اوبیا د نظام پرمخ  بیولو صلاحیت په هر چا کې نه شي پیدا کېدلی .

امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په افغان ولس دالله تعالی له لوري دنجات او رحمت همداسې لورینه او شخصیت و چې په هماغه ناوړه شرایطو کې یې هیواد شموله نظام رامنځته کړ، او په ډېر ښه شان یې  دغه نظام رهبري هم کړ اونه یواځې دا چې د نویمو کلونو تنظیمي جنګونه، فساد، بې دیني، ملوک الطوایفي او بېلابېلې ناخوالې یې ختمې کړې، بلکې دهیواد ارضي تمامیت یې خوندي او دهیواد د شتمنیو د چور او تالان مخه یې ونیوله .

دمرحوم امیرالمؤمنین د دغې لورینې او رحمت احساس هغه چاته ښه کېدلی شي چې د هغه وخت ظلمونه او ناخوالې یې په خپلو سترګو لیدلې وي .

قوي فراست:

فراست هغه قوه ده چې الله تعالی یې دخپلو اولیاوو(دوستانو) په زړونو  کې اچوي او په برکت یې دخلکو حال ځان ته معلومولی شي، پيغمبرe فرمايي : اتَّقُوا فِرَاسَةَ الْمُؤْمِنِ فَإِنَّهُ يَنْظُرُ بِنُورِ اللَّهِ… [رواه الترمذی] دمسلمان له فراسته ځان ساتئ ځکه هغه د الله تعالی دنور په مرسته لیده کاته کوي .

دنظام دچارو په ترسره کولو او د دومره لوی هیواد او ستر ولس په قیادت کې له مرحوم امیرالمؤمنین رح سره د الله تعالی له ځانګړو مرستو څخه یوه هم هغه فراست و چې نوموړی پرې دالله تعالی له لوري ځانګړی شوی و، له هر مسلمان سره څه ناڅه فراست وي، خو مرحوم امیرالمؤمنین له خورا قوي فراست څخه برخمن و.

دبېلګې په ډول به یې یوڅو ذکر کړو(چې له ثقه اوکره ملګروڅخه اورېدل شوې) د امارت دحاکمیت په وخت کې اسلامي امارت هڅه کوله چې په ملګرو ملتونوکې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي په دې هڅو کې وو چې  یو  وخت دسعودي استخباراتو ملا عبدالجلیل اخند ته ویلي وو چې که  ددغې څوکۍ لپاره حامد کرزی انتخاب کړئ قوی سړی ده شاید دغه څوکۍ درته وګټي، کله چې داخبره له مرحوم ملاصیب سره شریکه شوه په ډېر لنډ ډول یې ورته وویل : ” هغه خو د دوی خپل سړی ده مونږ ته به څه وکړي، سبابه یې له ځانه داسې اعلان راپسې کړی وي چې بیا به نه جبیره کیږي”  دغه راز په نظامي برخه کې یې په کابل کې د دفاع وزارت مسؤلینو ته ویلي وو چې زما شخصي رایه داده چې دکابل له لوري دشمال فتحه پرېږدئ، دشمال لویدیځ ولایتونوفراه او بادغیس له خوا پرې راشئ، خو دنظامي مسؤلینو ټینګار داو چې نه دکابل له خوا دې وشي اکمالات اسانه دي او …وخت بیا همداسې ثابته کړه .

دمرحوم دفراست په اړه مفتي محمدتقي عثماني صاحب هم یادونه کړې کله چې دعلماوو په یوه هیئت کې کندهار ته تللی و او هلته یې ورسره لیدلي ونوموړی وايي مرحوم ملاصیب د خورا قوي فراست څښتن و .

 آن تردې چې دامریکایانو په وړاندې د بیا متحد کېدلو دقوي صف دراتلو او بالاخره په افغانستان کې دامریکایانو ماته او دهغوی له لوري د مذاکراتو غوښتنې ، اوتور لست دله منځه تلو وړاندوینه یې هم کړې وه .

ملا:

مرحوم امیرالمؤمن ملا محمد عمر مجاهد رح که هرڅومره وستایل شي او دهغه هرڅومره خصوصیتونه یاد شيº تر ټولو مهم صفت او مزاج چې هغه پرې یادیږي هغه د ” ملاتوب” هغه صفت دی چې په ټولو صفتونو او خصوصیتونو یې فوقیت پیداکوي، په افغاني ټولنه کې ملا هغه څوک د ی چې ولس په هر وخت او هر رنګه حالاتو کې دهغه مني او بس، بل که دهرې طبقې سړی وي په ټولنه او اجتماع کې به مجبوراً په ملا پسې وي او له ملاسره مخالفت یې له ولس په مخالفت تمامیږي، نو هیڅکله نه شي کېدای چې افغاني ټولنه او ملا سره جلا کړل شي  علامه اقبال لاهوری رح دغه امتزاج په ښه ډول درک کړی  او د شیطانانو په یوه خیالي  سلا مشوره کې دهغوی په ژبه وايي :

افغانیوں کی غیرت دینی کا ہے علاج
ملا کو اس کے کوہ و دامن سے نکال دو

  دافغانانو د دیني غیرت علاج دادی چې له سمې او غرڅخه یې ملا ووېستل شي

یو خو له لویه سره  زمونږ په هیواد کې دتاریخ په اوږدو کې د ملایانو په قربانیو او خواریو خاورې اړول شوې او دهغوی ډېر و سترو سترو کارونو ته په کمه سترګه کتل شوي دي،  بل  زمونږ یوشمېر لوسته طبقه په دې فکر دي چې ملا  دزعامت اهل نه دی اونه مني چې دهیواد په استقلال او خپلواکۍ کې هر وخت ستره ونډه او رهبري د ملا ده

خودنویمو کلونو دناخوالو خاتمې ته دهرې طبقې لوست خلک او روڼ اندي بې وسه شول، یواځې همدا ملا و چې د خپلو همفکره او دردمنو ملګرو په ملتیا او قربانیو یې  دغو ناخوالوته دپای ټکی کېښود اوله منځه تلونکی او ټوټه شوی هیواد یې بېرته واحد افغانستان کړ  .

په رښتیا چې زمونږ ځوریدلي او در دېدلي مظلوم ولس ته د ده شخصیت دنجات الهي لورینه وه، چې زمونږ ولس پرې له بې مثله ناخوالو، کړاوونو او نادودو نجات وموند او هیواد مو له تجزیې او له منځه تلو پرې وژغورل شو.

فرحمه الله وجعل الجنة مثواه

Related posts