اګست 22, 2019

د سیلابونو طبعي بحران او زموږ مسؤلیت

د سیلابونو طبعي بحران او زموږ مسؤلیت

د اونۍ تبصره:
سږ کال د سیمې د نورو هیوادونو په شان زموږ هیواد افغانستان هم د سختو ژمنیو او پسرلنیو اورښتونو شاهد و. که په ژمې واورې ډیرې واوریدې د پسرلي په رابریدو سره د بارانونو اورښت پيل شو چې لا هم په وقفه یي شکل جریان لري.
د واورو او باران ډیر اورښت که له یوې خوا د څو کلنې وچکالۍ اثرات له منځه یووړل او هیواد ته یې د آبادۍ او ښیرازۍ زیري راوړل. بل اړخ ته مسلسلو بارانونو د هیواد په ځینو سیمو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه هم واړول.
په تیره یوه میاشت کې په هرات، سرپل، کندهار،بادغیس، فاریاب او ګڼو نورو ولایاتو کې د مسلسلو بارانونو له امله سخت سیلابونه راوتلي، په ځینو سیمو کې یې مکمل کلي لاندې کړي. د خلکو کورونو، دوکانونو، مالدارۍ او په ټوله کې کرهڼیز سیستم ته یې درانه تلفات اړولي او د سلګونو په حساب خلک یې وژلي هم دي.
په داسې حال کې چې د سیلاب ځپلو سیمو په لسګونو زره کورنۍ سرپناه، خوراک څښاک، روغتیایي اسانتیاوو او مرستو ته ضرورت لري. د څو اونیو په تیریدو سره لا هم له دغو آفت ځپلو سره په ملي یا بین المللي کچه د مرستې یا خواخوږۍ لپاره کوم مؤثر غږ نه دی راپورته شوی او نه یې اړتیاوو ته رسیدګي شوې ده.
د نړۍ په نورو برخو کې که کله چې یو طبعي آفت راځي، نو نړیوالې مرستندویې ادارې، د بشري حقوقو سازمانونه او خیریه بنسټونه د بشرپالنې شعار پورته کوي. په رسنیو کې د خلک پام را جلبوي، د مرستو راټولولو کمپاینونه پیلیږي، یو ځانګړی فنډ ترتیبیږي او بیا حکومتونه، ټولنې او اشخاص د خپل توان په اندازه ورسره مرسته کوي تر څو له طبعي آفت ځپلیو سره کومک وشي.
خو د تأسف ځای دا دی چې زموږ له مظلوم او غریب اولس سره په دې برخه کې هم غیرعادلانه چلند کیږي. په داسې حال کې چې له یوې میاشتې راهیسې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په طبعي آفاتو کې خلک متضرر کیږي او لا هم دا لړۍ جریان لري خو د مرستې لپاره یې نه په ملي او نه په بین المللي کچه کوم مؤثر اقدام شوی دی.
په هیواد کې د مرستندویه ادارو تر نوم لاندې د NGO ګانو شمیر تر زرګونو رسیږي. هره مؤسسه د بشري کومک دعوه لري خو د اړتیا په ورځ ټول مؤسسات غائب دي. داسې معلومیږي لکه دې مؤسساتو ته چې بشري مرسته یوازې د لوکسو دفترونو درلودل، په قیمتي موټرو کې ګرځیدل، د لوړو ډالري معاشاتو نغدول او یوازې د تبلیغاتو تر کچې خپل نوم لوړول او کاغذي احصائیې خپرول ښکاریږي. د تأسف وړ دا ده چې اکثره دغه تش په نوم خیریه ټولنې چې خیریه فعالیت نلري علاوه لا زموږ د بحران ځپلي اولس په نوم راغلې مرستې او خیریه کومکونه هم حیف او میل کوي او اولس ترېنه محرومیږي.
د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې له سیلاب ځپلو او نورو طبعي آفاتو له متضررینو سره مرسته خپل مکلفیت بولي او په خپلو تر واک لاندې سیمو کې یې خپل مجاهدین په بشري مرستو مکلف کړي دي. دغه راز په ټولو هیو ادولو او نړیوالو غږ کوي، چې په دې اضطراري حالت کې د سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي. هغوی ته د سرپناه، خوراک څښاک او اولیه کومکونو په تهیه کولو کې خپل وس ونه سپموي. خیریه مؤسسات او د بشري مرستو سازمانونه هم باید د غفلت له خوبه را بیدار شي او له خپل امکاناتو په استفاده باید د طبعي آفت ځپلو سره د مرستې موضوع په یوه نړیواله بشري داعیه بدله کړي او له دې لارې ترې لاسه شوې مرستې په سم ډول ولګوي.

Related posts