دسمبر 09, 2019

د کابل ادارې لخوا د لوې جرګې په تړاوو د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د کابل ادارې لخوا د لوې جرګې په تړاوو د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

څرنګه چې د کابل ګوډاګۍ اداره د خپلې فاسدې او نا مشروع بقا هلې ځلې کوي، په همدې منظور يې اعلان کړی چې په اصطلاح مشورتي لویه جرګه به جوړوي او په هغې کې به د افغانستان د راتلونکي په اړه تصمیم نیسي.
د کابل اداره او ورسره د لویو جرګو تر عنوان لاندې بیلابیلې دسیسې په تیرو اتلسو کلونو کې د دې لپاره وي او دي چې د اشغال د بقا، په پراخ ادارې او اخلاقي فساد لړلې کاواکې ادارې د تداوم او د اشغال د موخو او تتیمو د تحقق لپاره تر ې استفاده وشي.
افغان مجاهد ولس پوهیږي چي د تیر اتلس کلن اشغال تر سیوري لاندې زموږ خورا ډير تاریخي، دودونه، مفاخر او عنوانونه په لوی لاس د هیواد، اسلام او د افغانستان د عليا ګټو پرخلاف په جعلي ډول تر کار لاندې نیول شوي او د افغان مسلمان ملت د تیرایستلو هڅه ورسره شوې ده.
داځل چې د کابل کاواکه اداره د لوې مشورتي جرګې تر عنوان لاندې کومه جعلي ناسته کول غواړي داجرګه او پریکړې به يې هغې په اصطلاح د لویو جرګو پریکړوته ورته وي چې د کمونستي رژیم د زوال په کلونو کې ترسره کېدې اویا هم په ۲۰۱۳ م کال کې د امریکايي اشغال د تداوم او د امنیتي تړون لاندې د افغانستان د خرڅلاو سند په کې تايید شو.
دا ډول دسیسې او پروسې په هيڅ صورت اصیلو او په دین مینو هیوادوالو ته د منلو وړ نه دي او نه يې هم په پریکړو باور لري.
اسلامي امارت د خپل اولس په استازیتوب دغه ډول جعلي جرګه او په کې ګډون کول ردوي او له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې په دې حساس تاریخي پړاو کې د دښمنانو د دسیسو ښکار نشي او په دا ډول نمايشي جرګو کې ګډون ونه کړي.
اسلامي امارت باور لري چي داشغال په سیوري کي له داسې هڅو د اشغالګرو او د هغوی د داخلي خدمه وو د شومو موخو د تحقق لپاره کار اخیستل کیږي چې د منلو او باور وړ نه دي.

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویاند
۵/۸/۱۴۴۰هـ ق
۲۱/۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/4/10م

Related posts