دسمبر 09, 2019

د افغانستان د اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو د ادارې اطلاعیه

د افغانستان د اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو د ادارې اطلاعیه

په ټول هېواد کې د ۱۳۹۸ تحصیلی کال د لوړو او نیمه لوړو زده کړو د ادارو د پرانستې په مناسبت:
د افغانستان د اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو د ادارې اطلاعیه
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله الذي أعز العلم في الأعصار و أعلى حزبه في الأمصار ، والصلاة والسلام على المبعوث معلما ومتمما لمكارم الأخلاق ، وعلى آله وأصحابه الذين فازوا منه بحظ جسيم إلى يوم الدین .وبعد !
قال الله تعالى : ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ
د ۱۳۹۸ تحصیلی کال د رارسېدلو په مناسبت، د افغانستان د اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو اداره، په پوره درناوي سره محترمو استادانو او ګرانو محصلینو ته، په داسې حال کی خپله دغه اطلاعیه وړاندې کوي، چې د دوي په سپیڅلي او پاک حریم د اشغال تر چتر لاندې ستونزو او غمونو، سيوری غوړولی دی.
مؤمنو استادانو او ګرانو محصلینو وروڼو !
نن ورځ ټول عدالت خوښوونکي، نړیوال د دې خبرې شاهد دي، چې ګران هېواد مو د تېرو څه باندې اتلسو کلونو په اوږدو کې د یوې کوچنۍ ډلګۍ دین او وطن پلورونکو او خاینانو د شرمېدلې معاملې او سازش په ترڅ کې د امریکایانو او د هغوي د اشرباڼو په ناوړه منګلو کې ایسار پاتې دی.
په خاصه توګه یرغلګر او د هغوی افغاني لاس پوڅي په علمي قشر باندې ځانګری تمرکز لري، د هغوی د عقیدې، فکر او عمل د فاسدولو لپاره بېلا بېلې لارې په کار اچوي؛ نو په دی حساسو شرائطو کې د اسلام مقدس دین له علماو، پوهانو او روڼ آندو او همدارنګه د اسلامي اصیل فکر له خاوندو ځوانانو او د دې بابرکته لارې له لارویانو څخه، غوښتنه کوي، ترڅو د علم او پوهې لاس ته راوړل، څیړنه او تحقیق، د قلم د عفت ساتنه، او د عالم درناوی د ځان لپاره غوره عبادت او جهاد في سبیل الله وګڼي او د خپلو مسئولیتونو او دندو له اولویتونو ځینې یې وشمیري .
په دې اړه باید د مسلمانو استادانو، هڅه او هاند دځوانو محصلینو د عقیدوي او علمي بنسټ په ټینګښت او د هغوی د اسلامي ښوونې او روزنې د پرمختګ په چارو راټول وي. دوي باید دا په یاد ولري چې پردی او بېګانه فرهنګ یې د ځوان نسل فکر او مغز خرابوي، له دې امله دوي دنده لري، ترڅو د لازمو او اړینو پلانونو د طرحه کولو، د حقایقو د روښانولو او پر باطل د حق د برلاسي په موخه خپل ستر رسالت لا نور غښتلی او پیاوړی کړي.
د عالي تحصیلاتو اداره د خپلې اسلامي وجیبې له مخې هڅه کوي، تر څو د اشغالګرو او د دوی د مزدورانو د یادو شومو اهدافو مخه ونیسي او پر ځای یې ځوان او لوستی کهول په اسلامي عقیده، نبوي اخلاقو او سوچه اسلامي فکر سمبال کړي.
دا یو منل شوی حقیقت دی، چې د افغانستان په څېر یو جګړه ځپلی هېواد، هیڅکله هم د علم او پوهې له عامولو پرته د بریا بله لار نه لري، له همدې امله د تعلیم او تربیې د سطحې له لوړولو پرته د یوې سوچه پرمختللې اسلامي ټولنې رامېنځ ته کول ناشوني دي.

ښاغلو استادانو او ګرانو محصلینو!
د افغانستان د مجاهد او شهید پالونکي ملت سترګې، تاسو او همدارنګه ټول روڼ آندو او باخبر قشر ته په دې هیله اوړي چې د خپل پخواني اتل او منور علمي قشر د اتلو بچیانو په څېر خپل تاریخي مسئولیت تر سره کړئ، هغوی چې د خپل ګران هېواد د دفاع او ساتنې په موخه، د انګلیسي یرغلګرو او تېري کوونکو مخه نیولې، بیا د شوروي د سرو لښکرو تر اشغال پورې دخپل بې ساري استعداد او رسا قلم پر مټ د مقاومت د سمبول په توګه د خورا زیاتو سرښندونو او قربانیو متحمل شوي وو. له دې امله ملت مو هیله مند دی؛ ترڅو د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی د داخلي بدنامو نوکرانو پر وړاندې د خپلو مجاهدینو وروڼو او جهادي مشرانو ملا وتړئ او په دې لاره کې د ټولنې له ټولو اقشارو سره د خپلو استعدادونو او پوهې په وسیله د عامه پوهاوي په موخه، علمي او فرهنګي مبارزه وکړئ.
خونړی دښمن مو لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده، د خپل طبیعت او فطرت له مخې، له هېڅ راز ورانیو، ویجاړیو، غلا، د طبیعی شتمنیو له لوټ او تالان او د مظلومو او بې ګناه هېوادوالو له وژلو او پر هغوی د فقر او بیکارۍ له مسلط کولو او داسې نورو ډول ډول شومو دسیسو او توطيو له اِعمالولو هېڅ راز ډډه نه کوي، له دې امله باید اجازه ورنه کړل شي، ترڅو زمونږ د ملت په سپېڅلي وجود کې خپل دغه راز ناوړه نفوذ جاري وساتي.
د افغانستان د اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو اداره یو ځل بیا – مکرراً- تاسو ښاغلو ته په پوره درناوي سره بلنه درکوي، چې د خپل اسلامي، تاریخي او افغاني مسئولیت په درلودلو سره د خپل مسلمان او مظلوم ملت د تنکیو بچیانو د سالمې روزنې په لاره کې خپل رغنده رول ولوبوئ.
د عالي تحصیلاتو اداره په پای کې د متعال خدای له دربار څخه درته د ژوند په هر ډګر کې پر له پسې بریاوې غواړي.
د افغانستان اسلامي امارت
د تعلیم او تربيي او عالي تحصیلاتو کمیسیون
د عالي تحصیلاتو اداره
۲۷/۷/۱۴۴۰هـ ق
۱۴/۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/4/3م

Related posts