اګست 22, 2019

د قطر درارواني غونډي په اړه داسلامی امارت وضاحت

د قطر درارواني غونډي په اړه داسلامی امارت وضاحت

داچي دقطر هیواد په مرکز دوحه کي د رواني میلادي میاشتي په نیمایې کي یو بین الافغاني کانفرانس جوړیدونکی دی اسلامی امارت یې په اړه لاندي وضاحت له هیواد والو سره شریکوي:
۱ ــ یاده ناسته یو داسي کانفرانس دی چي ګډونوال به یوازي خپل نظریات او پالیسي پکي بیانوي او خپل دریځ به ترنورو رسوي یاد کانفرانس هیڅ کله د مذاکراتو کومه غونډه او مجلس نه دی.
۲ ــ په یاد کانفرانس کي به دکابل اداري په نمایندګي څوک ګډون نه کوي که دماسکو دمخکیني کانفرانس په ډول دکابل ادارې کوم اړوند څوک دګډون کونکو په لست کی نیول شوی وي هغه به یوازي په شخصي ډول شرکت کوي او شخصي نظر به وایې.
۳ ـــ څرنګه چی یاد کانفرانس په افغانستان کي دسولي دراتګ او دمختلفو لوریو یو دبل نظر اوریدلو په موخه جوړیږي نو که یې کوم ګډونوال دچا ناخوښه او یا هم مستحق نه وي هغه له خپل جهت څخه معرفي شوی او په هغوی پوري اړه لري داسلامي امارت انتخاب نه دی.
دافغانستان اسلامی امارت
۲/۸/۱۴۴۰هـ ق
۱۸/۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/4/7م

Related posts