اکتوبر 24, 2019

شهید ابن شهید ، رسول خان مصطفي

شهید ابن شهید ، رسول خان مصطفي

لیکنه: نصیب ځدراڼ

په نړۍ کې افغانستان هغه هیواد دی، چې تاریخ یې تل د میړانې او غیرت امتحان اخیستی، د افغانستان په خاوره کې هر وخت داسې بچیان پیدا شوي چې د غیرت په امتحان کې یې افغانستان کامیاب کړی، په اوسني عصر کې نړۍ پر مخ روانه ده او سپوږمۍ ته ورسیده، هر هیواد د پرمختګ یو ځانګړی تاریخ لري، خو د افغانستان بیا دا تاریخ دی چې د خپل وخت هغه زورواکي او کبرجن چې نړیوال سترګې نشي ور پورته کولی افغانانو رانسکور کړی او چاړه یې په ستونې ور ایښې او امپراطوري یې ور دړې وړې کړي ده.

د یرغل نه ورسته د پکتیکا وضیعت

امریکا او نیمایي نړۍ (ناټو) چې په افغانستان برید وکړ، نو هرې سیمې لپاره یې د خپلو ځواکونو د مرستې لپاره داخلي ځواکونه هم په مختلفو نومونو جوړ کړل. لکه ملي اردو،ملي پولیس سپیشل فورس،سکورټیان، قطعه صفر یک، اربکیان، شینوارو پولیس، سنګوریان او د کمپاین عسکر.
امریکایي یرغلګرو د افغانستان درېو ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست لپاره د “کمپاین” یو ځانګړی ځواک جوړ کړ دا ځواک تر نورو ډیر مجهز او منظم دی، لوړ معاش، دریشې، اسلحه او نور مهمات مستقیماً د امریکایانو او سې اى اې له طرفه ورکول کیږي او د دوی په عملیاتو کې د کابل اداره هیڅ مداخلت نشي کولاى، نه د کمپاین ځواک دوی له خپلو عملیاتو خبروي، پکتیکا کې د کمپاین عسکرو د عزیز الله کاروان تر قوماندي لاندي نه هیریدونکي بوږنونکي ظلمونه تر سره کړل، په هره سیمه کې یې جاسوسان ګمارلي وو، د طالبانو د فعالیت سره سم به یې بمبار ورباندي پیل کړ، بیا به یې پیاده عسکرو چاپه ورباندي ووهله، هغه خلک چې د مجاهدینو خواخوږې وو په خپلو کورونو کې يې شهیدان کړل، د سرحوضې یو مجاهد یې د شهادت نه وروسته د ټانګونو مخې ته پریباسلى و، ټوله قوه ورباندي تیره شوې وه او آخر کې یې د غوښو یو څه برخه کورنۍ ته په لاس ورغلې وه، ژوندي مجاهدین یې په موټرو پسې کشول او په شهادت یې رسول، د خپلو کورنیو تر مخ یې په شهادت رسول، امریکایانو دومره جاسوسان کرایه کړي وو چې مجاهدینو ته فعالیت هیڅ آسانه نه وو،خو دغو ټولو مظالمو او مشکلاتو د مجاهدینو حوصلې ماتې نه کړي نن اتلس کاله پس عزیز الله کاروان هم وژل شوی او د پکتیکا شپږ ولسوالۍ د مجاهدینو په لاس کې دي او د غلامانو او انګریزانو ټغر ترې ټول شوی دی.

دا هر څه د بې سارو قربانیو پرته ممکن نه وو، د دې خاورې د نورو زرګونو اتلو اسماعیلي بچیانو تر څنګ د شهید رسول خان کورنۍ هم د هغه خلکو څخه ده چا چې له یوه کور څخه څلور تنه (درې ورورڼه او پلار یو د تره زوى عبدالطیف) شهیدان ورکړل او د ناټو او داخلي خائنانو ارمانونه یې تر ارمان محدود کړل او عملاً یې ناکام کړل.

د شهید رسول خان مصطفی ژوند

زوکړه:
رسول خان مصطفی
د ګل بات خان زوی د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اوسیدونکی و. په ۱۹۷۶م کال کې یې د شمالي وزیرستان همزوڼي سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وي،
په ماشومتوب کې یی د کلي د امام څخه قران کریم په ناظره سره ولوستلو او تر اتم صنف پورې یې مکتب ولوست، چې لږ ځوان شو د پلار سره یې په دوکان او تجارت کې مرسته کوله.

د جهاد پیل

کله چې صلیبی یرغلګرو په ګران هیواد باندې یرغل وکړ.
نو شهید رسول خان که څه هم له عمره کشر و خو خپلې جهادې ولولې، لوړ استعداد اولوړ فکر هغه مهال داسلامی امارت د سپين کاروان ملګری کړ، چې د امریکایانو په ضد د مقامت نوې څپې په خوريدو وې، شهید رسول خان یو تکړه، زیرک، صابر، راز ساتونکی، د زغم او قوي ارادې خاوند مجاهد و.

مهمي کارنامې:

شهید رسول خان د پکتیکا په مختلفو سیمو لکه برمل، مانګړیټی، لواړه، میر څاپر ، ګیان، ماڼې کنډو، ارګون چانخوا ،ورژنه ، ښوی کمر او د خوست ولایت په سپېره، ډبګي، ژورې او ګربزو ولسوالۍ ببرک تاڼه کې او د پکتیا ولایت په سټو کنډو سېمو کې یې په زياتو کمینونو او تعارضي بریدونو کې برخه واخسته.
د پکتیکا ولایت په پیرکوتي مڼي کنډو سیمه ۲۰۰۸م کال کې هغه تاریخي کمین چې د عزیز الله کاروان د عسکرو رینجري پکې په بشپړ ډول تخریب او وسوځیدلې او بیا تر ډېره وخته د سړک په غاړه پرتې وې، شهید رسول خان او ملګرى یې شهید ابوبکر سره په دغه کمین کې شریک ول.

دوهمه کارنامه: دمیرڅاپر “سره
سر” په نوم سیمه کې د امریکایانو یوه پوسته جوړه کړې وه، په دې پوسته باندې برید کې رسول خان د شهید محمد کلام سره د یوه قوماندان په حیث برخه واخیسته، پوسته فتحه شوه او په لومړي ځل یې د امریکایانو څخه په زیات شمېر غنیمتونه تر لاسه کړل.

د برمل مرغه کمپاین باندې په ۲۰۰۷ م کال کې د شهید مولوي سنګین فاتح تر قوماندې لاندي تعرض وکړ، د سخت جنګ نه وروسته د دښمن په شديد بمبار کې ځیني ملګري شهیدان هم شول او په دې بمبار کې رسول خان زخمي شو، خو د چې کله روغ شو بیا یې ټوپک را واخیست او وسلواله مبارزه یې پیل کړه. رسول خان د اسلامي امارت له طرفه د ارګون لپاره د ولسوال معاون ټاکل شوی و، خو ده د دې ترڅنګ د پکتیکا په مرکز او مربوطو ولسوالیو کې هم جهادي خدمتونه تر سره کول.

د دوښمن په صفونو کې نفوذ:

رسول خان خوش طبعه او ځېرک انسان و. په قوم کې به یې تل د اتفاق او اتحاد لپاره هڅه کوله، کله چې د عزیز الله کاروان له طرفه د امریکایانو په امر د اربکیانو پروسه پیل شوه، ډیر ملکیان یې ور جلب کړل، خو رسول خان په ډیر تدبیر سره دا پلان شنډ کړو او هغه ځوانان چې د اربکیانو د سیمه ایز قوماندان ظریف سره یو ځای شوي وو هغه یې بېرته ترې را جلا کړل.

شهادت:

په ۹/۲/۲۰۱۳م نیټه د ارګون ولسوالۍ ورژنه سیمه کې رسول خان د شهید مولوی سنګین فاتح تر قوماندې لاندي د خپلو نورو ملګرو سره د اربکیانو درې پوستې فتحه کړې چې په دې عملياتو کې زخمي هم شو، د بېرته راستنېدو په وخت کې امریکایي الوتکو بمبار ورباندي وکړ او په شهادت یې ورساوه. دښمن ډېر په بېړه د بمبار ځای ته رسیدلی و، ترڅو چې د رسول خان جسد تر لاسه کړي، خو د زیات سوځیدلو له امله یې نه و پیژندلی، د رسول خان په شهادت د سیمې اربکیان ډیر خوشحاله وو، خوشحالیدل به څنګه نه، ځکه نوموړي په مخالفینو کې د “عزارئیل” په نوم مشهور و. هو! رسول خان نن د امریکایانو په لاس په شهادت رسیدلی و.

رسول خان د خپلې کورنۍ یواځینی ګل نه و، چې د آزادۍ او اسلامي نظام په ارمان وریژیدو بلکې دوه وروڼه او بالاخره پلار یې د دې سپیڅلي هدف لپاره په شهادت ورسیدل،چې تفصیل یې په مختصر ډول لاندي لیکل شوی.

۱) میراحمد حزب الله

د هجرت په دیار شمالي وزیرستان همزونۍ سیمه کې پیدا شوي میر احمد (حزب الله) د قرآن حافظ و او تر اتم ټولګي پورې یې مکتب ویلی و، دیني کتابونه یې هم لوستل او په شپږمه درجه کې و، چې د رسول خان د شهادت نه وروسته د رسول خان مسؤلیت ور پاتې شو، د رسول خان په شهادت د سیمې اربکیان ډیر خوشحاله و، میر احمد مې یو ځل ولید، ما ته (لیکوال) ته یې ویل چې مخابرو کې به د عزیز الله کاروان ملګري قوماندان ظریف پیغورونه راکول چې رسول خان مو څنګه ټوټې ټوټې درته در ولیږلو. ویل یې زما په شمول به یې نور ملګري خفه کړل، زه هم نابلد وم او درسونه مې هم ویل، په درسونو نه پوهیدم، کله مې چې د لوی اختر رخصتۍ شوې او ملګري مې راسره کړل او د ظریف په پوسته مو تعرض وکړ، یو څه مقاومت یې وکړ کلي طرف ته لار خلاصه وه، په هغه لاره په منډه بریالی شول، پوستې ته ور ننوتلو، دریشۍ یې ویستلې وي او په ملکي جامو کې تښتیدلي وو، ډیر په بیړه کې رینجر موټر هم ترې پاتي و، سامان مو راټول کړ او رینجر مو ترې ډکه کړه، سهار وختي د پیرکوتي جومات ته را ورسیدو، دریشۍ مو د جومات سره نږدي را ځوړندې کړلې، کلیوال چې راغلل حیران شول دا څه کیسه ده؟! ټولو ته مو و ویل چې ظریف او ملګرو نه یې پتلونونه پاتي شول او پوسته یې را پریښوده. د دي پیښې نه وروسته د اربکیانو مورال کمزوری شو او د رسول خان د شهادت غم هم یو څه کم شو.له دي پیښې وروسته د عزیز الله کاروان په ظریف باور کم شو او له خپلې وظیفې څخه یې لري کړو.

د رسول خان په شهادت کې د چانخوا د پوستو قوماندان او د استخباراتو مشر ګل بابري لاس وو،میر احمد حزب الله او ملګري یې په دي لټه کې وو چې د رسول خان او د نورو شهیدانو غچ د ګل بابري څخه واخلي.بالاخره د ۲۰۱۴ کال د نهمې میاشتې په اوله نیټه د میر احمد پلان شوي استشهادي برید په پایله کې ګل بابری د ارګون په بازار کې و وژل شو.او د سیمې مجاهدین یې د شریرو اعمالو څخه په امن کې شول.
د میر احمد حزب الله تر قوماندي لاندي د پکتیکا د ځانګړو ځواکونو قوماندان عزیز الله کاروان باندي د ارګون بازار سروبي په عمومي سړګ د موټر بم برید وشو،کاروان یې ژور ټپي کړو او د علاج لپاره باګرام ته یوړل شو،او د ارګونو د جنایي امیر او څو تنه نور عسکر په دي برید کې و وژل شول.

میر احمد د ارګون، سرحوضې او د زیړوک په ولسوالیو کې په کامیابو تعروضي بریدونو کې برخه واخیسته.د زیړوک په کمپاین د تعرض کیسه د شریف په نوم د میر احمد یوه ملګري کوله وایې د کمپاین سره نږدي پاسه د غره په سر یوه پوسته وه، چې تعرض پیل شو هر مجاهد خپل ټاکل شوي هدف ته ورنږدي کیدل، زه چې د کمپاین منځ ته داخل شوم طیارو بمبار هم وکړ، پاس له پوستې نه سختې ډزې روانې وي، مجاهدین محاصره شول، د کمپاین په داخل کې یو ملګری( حکیم شاه) شهید شو،ما پاس پوستې ته وکتل ویریدم چې د پاس پوستې نه ملګرو یا ماته نور نقصان ونه رسیږي چې ومې لیدل میر احمد دهشکې ته ناست دی ،په دښمن ډزې کوي او په پوسته سپین د امارت اسلامي بیرغ رپاند دی،میر احمد تر ټولو سخته پوسته فتحه کړې وه.
،د ۲۰۱۶ کال د نهمې میاشتې په دویم تاریخ د ګومل په ولسوالۍ کې د یو تعارض نه بیرته را روان وو چې امریکایي بې پیلوټه الوتکو بمبار ورباندي وکړ او د خپلو څو نورو همسنګرو سره په شهادت ورسیدو.

ورور یې شهید ولایت خان

د رسول خان کشر ورور ولایت خان چې د مدرسې طالب و او اتم ټولکي پوري یې سبق ویلی و، هغه وخت شهید شو چې کله امریکایانو په ۲۰۰۸م کال کې د رسول خان په کور بمبار وکړ.

د پلار شهادت

ګلبات خان ولد ناظم خان د رسول خان د پیر کوتي کلي جون خیل سیمه کې پیدا شوی و، د روس په خلاف جهاد کې یې د تکړه مجاهد په حیث برخه واخیسته، کله چې امریکایانو زموږ په وطن یرغل وکړ نو د اسلامي امارت د بیرغ لاندي یې د امریکایانو په ضد بیا خپل ټوپک راوخیست او د مولوي نور محمد صیب تر قوماندي لاندي یې د پکیتکا برمل ولسوالۍ کې جهاد پیل کړ، ګل بات خان دوکاندار هم و او د کور خرڅ به یې د دوکان څخه پوره کاوه . د درېو بچیانو وروسته یې خپل څلورم زوی انس ته امر وکړ چې د شهید رسول خان او میر احمد پر ځای جهاد پیل کړي.
د ۲۰۱۹ کال د ۱ میاشتې په ۱۴ تاریخ په خپل کلي جون خیل کې د کمپاین عسکرو یې په کور چاپه وهله،سپین ږیری ګلبات یې له کور څخه راوایستو او په شهادت ورساوه. عسکرو خپل وحشت همدلته بس نکړ بلکې د ده کور يې په بمونو مکمل ویجاړ کړ.
د درېو وروڼو او د پلار د شهادت نه پس اوس د رسول خان کشر ورور “انس” د رسول خان ځای ناستی دی.پخوا به تر څو کلیو دا خبر رسیدو چې د پلانکي ځلمی زوی مړ دی،د هغه تر مخ به چا تر کلونو خوشحالۍ او خندا نشوه کولی،خو د ناټو یرغل د افغانانو حوصلې دومره مضبوطې کړلې چې د درېو زامنو د قربانۍ ورسته یې پلار هم شهید شي خو څلورم بچی یې پر ځای د دي چې حوصله وبایلي او ماته ومني،میدان ته راشي او د خپلو شهیدانو وروڼو د هدف په لوړ خپل سپیڅلي مزل ته دوام ورکړي.

هو ګرانو لوستونکو! د رسول خان او د هغه په څېر زموږ سلګونه او زرګونه داسې ډېري غيرتي کورنۍ او اتلان شته چې د اتلوليو او سرښندنو تاريخ يې بايد په زرينو کرښو د تاريخ او وياړنو په کتابونو کې وليکل شي.

پاى

Related posts