اګست 24, 2019

د ټاکنو هنګامه د څه لپاره؟

د ټاکنو هنګامه د څه لپاره؟

د اونۍ تبصره:
په داسې حال کې چې لا د تېرو په اصطلاح پارلماني ټاکنو پایلې نه دې اعلان شوې، د کابل رژیم سرخېل د انتخاباتي کمیسیونونو په ټاکلو او اعلان سره د یوې بلې بالمثله رسوایۍ او خندنۍ پروسې په مقدماتو لاس پورې کړې دی.
نن سبا چې افغانستان د خپل تاریخ له خورا مهم او حساس حالت څخه تیریږي. په قطر هیواد کې د هیواد له اشغالوونکو امریکایي چارواکو سره د اسلامي امارت د سیاسي استازو مذاکرات روان دي، په هیواد دننه عام افغان اولس او هغه سیاسي جریانات او اشخاص چې د روان کړکیچ عوامل پیژني او د حل لپاره یې واقعي ژمنتیا لري، دوی ټول د مذاکراتو پروسه تر ټولو مهمه او ټاکوونکې موضوع بولي چې د هیواد د راتلونکې سولې او د اولس د نیکمرغۍ هیلې ورپورې تړلي دي. خو په همدې حالت کې د کابل رژیم نا اهله چارواکي خپل ټول وخت او انرژي د ټاکنو د بې معنی پروسې، مشورتي جرګې او دې ته ورته بې معنی مسائلو په مطرح کولو صرفوي او هڅه کوي د مذاکراتو له روانې پروسې عامه توجه واړوي.
په دې لړ کې د انتخاباتو مسئله یو ځل بیا په داسې حال کې ګرمه شوې، چې د تیرو ټاکنو د دواړو کمیسیونونو اعضاء ممنوع الخروج او په فساد او تقلب متهم اعلان شوي دي. د کابل رژیم مشران چې څو میاشتې وړاندې یې د پارلمان نمایشي ټاکنې بریالۍ او شفافې ګڼلې اوس یې د هماغو ټاکنو ترسره کوونکي په تقلباتو کې ښکیل او فاسد ګڼلي دي. همدلته اساسي پوښتنه دا ده چې دا څرنګه امکان لري چې د ټاکنو کمیسیونونه دې فاسد او متقلب وي خو ټاکنې دې شفافې ترسره شوي وي؟؟ په هر حال
د را واردې شوې دموکراسۍ په تیرو اوولسو کلونو کې بیا بیا ثابته شوې ده، چې د اشغال تر سیوري لاندې هغه انتخابات چې د تمویل، څارلو او اجراء ټول واک یې د بهرنیو څارونکو په لاس کې وي او بهرني سفارتونو په کې ټاکوونکی رول لري په هیڅ صورت د اولس اراده نه شي تمثیلولای، بلکې فقط او فقط د پیسو او امکاناتو ضیاع او د اولس له بارونو سره لوبې کول دي.
اسلامي امارت په دې باور لري، چې زموږ د هیواد اساسي ستونزه او د جګړو او ناخوالو ستر عامل بهرنی اشغال دی. د دې لپاره چې هیواد له روانو ناخوالو راووځي او مؤمن اولس مو د اسلامي عدالت ترسیوري لاندې د عزت او سرلوړی ژوندی پیل کړي، باید له هر څه وړاندې د اشغال ستونزه حل شي. افغان اولس او ټول هغه اشخاص او ډلې چې د خپل مؤمن اولس استقرار او نیکمرغۍ ته تعهد لري باید خپل توجه د اشغال د خاتمې په موضوع را ټوله کړي.
دا چې انتخابات، ټاکنیز کميسیونونه ټاکل، مشورتې جرګې او دې ته ورته موضوعات د روانو ناخوالو په پای ته رسولو کې کوم رول نه لري، نو ځکه باید مهم ونه بلل شي. دا وړ بې محتوا موضوعات یوازې هغه خلک راپورته کوي چې یا خو د افغانستان د ستونزو په واقعي حل باور نه لري او یا هم په دې مسیر کې د څه کولو یا ویلو اختیار او استعداد ورسره نشته، نو مجبور دي چې په فرعي او غیر مؤثرو مسائلو ځان مصروف وساتي.

Related posts