اګست 24, 2019

تور لست د سوله ییز حل په وړاندې ستر خنډ

تور لست د سوله ییز حل په وړاندې ستر خنډ

د اونۍ تبصره :
ډیر کلونه وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د افغانستان د اسلامي امارت لوړرتبه مشران په داسې حال کې تور لست ته داخل کړای شول چې هغه مهال د نړۍ د ګڼو هیوادونو په څیر د ملګرو ملتونو سازمان هم د اسلامي امارت په اړه کره پوهاوی او تعارف نه درلود. اسلامي امارت د امنیت شوری د ځینو غړو هیوادونو د یو اړخیزې او ناموجهې دښمنۍ هدف و. زموږ په وړاندې غلط تبلیغات او ناسم نظر په پراخه کچه خپور شوی و. چې په پایله کې یې د نورو محاسبوي اشتباهاتو په شان د تور لست قضیه هم رامنځته شوه او د اسلامي امارت ګڼ شمیر لوړرتبه مشران، ډیپلوماتان او پوځي قومندانان د امنیت شورا تور لست ته داخل کړای شول.
اسلامي امارت له هماغه پیله دغه اقدام ناعادلانه باله او د امنیت شورا ګډونوالو ته یې د خپلې دې اشتباه د سمولو سپارښتنه کوله. ځکه دغه لست د قضیې په حل کې هیڅ ګټه نه کوله، بلکې د یو ناموجه او غیر عادلانه اقدام په څیر یې یوازې د ملل متحد اعتبار ته زیان رساوه.
په اوس وخت کې چې د افغانستان د قضیې د سوله ییز حل په مقصد په پراخه کچه ډیپلوماتیک تحرک پیل شوی دی. د اسلامي امارت او امریکا د متحده ایالاتو استازو بیا بیا لیدنې کړې دي. دغه راز د قضیې سیمه ییزو او بین الافغاني بعدونو ته په پام سره د اسلامي امارت استازي بیلابیلو هیوادونو ته د سفرونو اړتیا لري، تر څو د بیلابیلو هیوادونو له استازو سره وویني، خپل موقف ورته روښانه کړي او د افغانستان د قضیې د حل په مقصد په غونډو کې ګډون وکړي. نو د دې وخت را رسیدلی چې د تور لست په نوم دغه ناموجه سند لغو شي.
که د ملګرو ملتونو سازمان، د امنیت شوری غړي او په خاص ډول د امریکا متحده ایالات د افغانستان د قضیې په سوله ییز حل باور لري، نو د مذاکراتو او تفاهم د پروسې د بقاء او بریا لپاره د تور لست ختمول یو حتمي ضرورت دی.
موږ ولیدل چې د ابوظبۍ په غونډه کې د اسلامي امارت د مذاکراتي پلاوي څو تنه اعضاوو د همدې تور لست له امله په مجلس کې په خپل وخت ګډون ونه کړای شو. همدا راز د پاکستان اسلام اباد ته د اسلامي امارت د مذاکراتي هیئت سفر هم له همدې امله وځنډید، چې دغه وړ ځنډ او خنډ ضرور د مذاکراتو په پیل شوې پروسه منفي اغیزه لري او د سوله ییز حل امکانات ګواښي.
اسلامي امارت لکه څنګه یې چې همیشه د سوله ییز حل په اړه په خپله نشر کړې رسمي نظر کې د تور لست د لغو کولو او د اسلامي امارت استازو ته د آزادانه سفر د حق ورکولو غوښتنه کړې، اوس هم دغه لست د سوله ییز حل په وړاندې یو واقعي خنډ بولي چې لغو کول یې د سولې او تفاهم د روانې پروسې د بریا لپاره ضروري دی. په دې هیله چې د امنیت شوری غړي هیوادونه په دې برخه کې له بې ځایه تعلل څخه لاس واخلي او د سوله ییز حل په وړاندې دغه خنډ له منځه یوسي.

Related posts