دسمبر 07, 2019

بدخشان: یمګان کې د دعوت او ارشاد غونډه وشوه

بدخشان: یمګان کې د دعوت او ارشاد غونډه وشوه

د اسلامي امارت د دعوت ارشاد، جلب او جذب کمیسیون د غونډو په لړ کې تېره ورځ د یاد ولایت، یمګان ولسوالي کې هم د دعوت او ارشاد د مسؤلینو لخوا غونډه جوړه شوه. دغه غونډه کې د یمګان، کشم، تګاب او ارګو ولسواليو د بیلا بیلو ادارو د مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر مجاهدینو هم شرکت درلود. د خبر له مخې یاده غونډه په سیمه کې د مجاهدینو لپاره د تربیوي پروګرامونو د ترتیب او په دې اړه د مشورو او پریکړو په موخه جوړه شوې وه، چې په پوره بریا او د کامل ډاډ په فضا کې پای ته ورسېدله.

2019/2/18

Related posts