اګست 25, 2019

د سولې دښمن معلوم شو

د سولې دښمن معلوم شو

د اونۍ تبصره :
سوله او د استقرار او اطمینان ژوند زموږ د مؤمن اولس څلویښت کلن ارمان دی، په تیرو څلورو لسیزو کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له کلونو پرته افغان اولس کله هم د سوله ییز ژوند نعمت نه دی څکلی. یو ځل شوروي اشغال، ورپسې د داخلي جګړه مارانو شر او فساد او بیا امریکایي اشغال هغه څه و چې زموږ له اولسه یې د امن ستر نعمت اخیستی و. په وروستیو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې د جنګ عامل بهرني امریکایي ځواکونه ول، دا چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د مخلصانه جهاد او ورپسې مؤثرې ډییلوماسۍ په مټ اوس اشغالګر دې ته آماده شوي چې زموږ له هیواد څخه ووځي، زموږ د جګړه ځپلي اولس لپاره لوی زیری دی نو ځکه یې د بل هر وخت په نسبت پرأمنه ژوند ته هیلې ډيرې شوي دي.
خو په داسې حال کې چې د جګړې اصلي عامل بهرني اشغالګر د تلو په حال کې دې، د کابل د ګوډاګۍ ادارې چارواکو په خاص ډول اشرف غني د جنګ شعارونه پیل کړي او پرته له دې چې خپله مدعا او دلیل سره پیوند کړي، پوچو شعارونو، غالمغال، پیغورونو او بدګویۍ ته لاس اچولی.
د روانې فبروري میاشتې په پنځمه او شپږمه په ماسکو کې د اسلامي امارت د استازو او ګڼ شمیر داخلي سیاستوالو، د ګوندونو استازو او شخصیتونو تر منځ تفاهمي غونډه داېره شوې وه، چې افغان اولس یې نه یوازې په پراخه کچه هرکلی وکړ بلکې د دغسې تفاهمي لیدنو د دوام هیلې هم څرګندې شوې. خو د درست هیواد په کچه یوازینی کس چې زموږ د ځوریدلي اولس د سولې ارمان ته یې په سپکه وکتل، د سولې په فضاء کې یې د جنګ ګواښونه وکړل او د خپلې کم ظرفۍ مظاهره یې وکړه، د کابل د ادارې مشر اشرف غني و. نوموړي د دې په ځای چې په څلویښت کلن جنګ کې د ځپل شوي اولس هیلو او ارزوګانو ته درناوی وکړي د راتلونکي جوړجاړي ټوله پروسه یې وغندله او یوازې یې د خپلې واکمنۍ په دوام ټینګار وکړ.
موږ نه پوهیږو نوموړی په کومه واکمنۍ دومره ټینګ دی چې حتی د ټول افغانستان استقرار ترې قربانوي؟ هغه واکمني چې مشروعیت یې د یوه پردي هیواد د وزیر خارجه له لاسلیکه اخیستی. هغه واکمني چې تر واک لاندې اولس ته یې له ظلم، غصب، فساد، حق تلفي او قسما قسم بدمرغیو پرته بل ارمغان نه دی درلودلی او که هغه بې معنی او تش په نوم اقتدار چې د رژیم د لومړني شخص فرمان یې د ادنی مامورینو لخوا رد کیږي او په میاشتو میاشتو یو والي له دندې نه شي ګوښه کولای.
اسلامي امارت باور لري، لکه څنګه چې زموږ د مؤمن اولس د ارادې په وړاندې د جګړې بهرني عوامل محو او په له منځه تلو دي همداسې به په داخلي کچه هم د اسلامي سوله ییز افغانستان داعیه د جګړې او فساد په اوربلوونکو غالبه کیږي او د مؤمن اولس د نیکمرغه راتلونکې په وړاندې ټول خنډونه به له منځه ځي. نو بناء د اشرف غني په شان د جګړه پالو غالمغال باید مهم ونه ګڼل شي، په دې شرائطو کې د دوی دغه وړ اقدام یوازې د سولې په وړاندې د دوی دښمني څرګندوي او دا خبره د اولس او تاریخ په وړاندې روښانوي چې د سولې اصلي دښمن څوک دی؟

Related posts