اګست 25, 2019

د مذاکراتو پروسه او د ولس هیلې

د مذاکراتو پروسه او د ولس هیلې

د اونۍ تبصره :
له څه مودې چې د امریکا د متحده آیالاتو چارواکي د یو لړ حقائقو په درک سره د اسلامي امارت له سیاسي استازو سره مخامخ خبرو ته آماده شوي او په دې لړ کې د امریکایي اشغال د خاتمې په موضوع د طرفینو تر منځ مهم او مفید مذاکرات پيل شوي دي، ورسره د افغانستان د مظلوم اولس امیدونه هم تاند شوي او یو ځل بیا یې د خپلواک،اسلامي، سوله ییز افغانستان هیلې را ویښې شوې دي.
دا چې د مذاکراتو له پروسې سره د امریکایي ځواکونو د وتلو خبره کیږي، بل اړخ ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په شان لوړپوړي امریکایي چارواکې د پوځي انخلاء په پروسه کې د جدیت خبر ورکوي، افغان اولس یې ځکه د راتلونکې سوله ییز او نیکمرغه ژوند زیری بولي چې دلته اصلا د روانې جګړې علت د بهرنیو ځواکونو حضور او پوځي عملیات وو. افغان اولس او د افغانستان له قضیې ټول باخبره صاحب نظران پوهیږي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د جګړې لاملونه هم له منځه ځي او افغان اولس به له څلویښت کلنو نارامیو وروسته سوله ییز ژوند ولري. ان شاءالله
د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه یې چې د مسلح جهاد په ډګر کې په پوره میړانه، اخلاص او فداکارۍ د خپل ولس د دیني او ملي اقدارو دفاع او ساتنه کړې او په تیرو اوولسو کلونو کې یې د ولس د دیني ــ افغاني هویت او ارزښتونو د خوندیتوب لپاره له هیڅ راز قربانۍ درېغ نه دی کړی اوس چې د روان جهاد د ثمر راټولولو وخت دی نو یې د سیاست او ډیپلوماسۍ په ډګر کې هم د اشغال د خاتمې، نظام سازۍ، سولې او د ولس د دیني او دنیوي نیکمرغۍ په خاطر پاخه او د قدر وړ ګامونه اخیستي او لا هم دغه پروسه په پوره فراست، احتیاط او اصولو ته په ژمنتیا مخته وړي.
د دې لپاره چې دا ځل زموږ د مظلوم او خدای پال ولس هیلې نامراده نه شې په ټولو اړخونو لازمه ده چې له رامنځته شوي فرصت سره مسؤلانه چلند وکړي. څرنګه چې په دې برخه کې ډیر مسؤلیت امریکایي لوري ته راجع کیږي نو امریکایي مقامات هم باید داسې فکر ونه کړي چې دوی له یوې ډلې یا سیاسي حرکت سره په مواجهه کې دي بلکې د روانو مذاکراتو له پروسې سره د یوه بشپړ ملت او هیواد د ژوند او استقرار مسئله تړلې ده، د روانې جګړې له امله هره ورځ ګڼ شمیر خلک ژوند له لاسه ورکوي او ځاني مالي زیانونه ورته اوړي. دغه تلفات یوازې افغان اړخ ته هم نه اوړي بلکې د امریکا حکومت او خلک هم د افغانستان د مسئلې له امله له کلونو راهیسې له اضطراب سره مخ او ځاني مالي تلفات ورکوي.
نو بناء دا یو اخلاقي مکلفیت دی چې د تفاهم او مذاکراتو روانه پروسه منتج لوري ته پر مخ یووړل شي، په ضمني او تاکتیکي مسائلو د ټینګار او خنډ ایجادولو په ځای باید د ستونزې حل د مهم هدف په حیث په پام کې ونیول شي، تر څو د میلیونونو عامو وګړو هغې هیلې نامراده نه شي چې د دې پروسې نتائجو ته یې لري او یوازینۍ آرزو یې په خپل هیواد کې له خپل ارزښتونو سره د برابر ژوند تیرول دي.
موږ دعاء کوو او امیدوار یو چې دا ځل به الله تعالی زموږ د مظلوم اولس د هیلو بیړۍ تر منزله رسوي او د سرلوړي باعزته ژوند آرمان به یې ترسره کیږي.
و ما ذالک علی الله بعزیز

Related posts