اګست 25, 2019

ښاري بریدونه او څو خبرې

ښاري بریدونه او څو خبرې

د اونۍ تبصره :
د الله تعالی په فضل او نصرت سره د تېر اوولس کلن جهاد په برکت اوس د افغانستان له کلیو او اطرافي سیمو د بهرني اشغال ټغر ټول شوی دی. د اشغالګرو او ګوډاګیانو واک او سلطه یوازې تر ښاري سیمو محدوده ده، اشغالګر په ښارونو کې دننه هم په داسې سخت او محصور حالت کې وخت تیروي چې حتی د کابل له هوایي ډګر بیا د امریکا تر سفارت پورې هم په څرخکو کې تګ راتګ کوي.
په ښارونو کې د اشغالګرو راټولیدو د مجاهدینو لپاره د ښاري بریدونو اهمیت او ضرورت نور هم زیات کړی دی. لکه څنګه چې تیره شپه ( د جنورۍ په ۱۴ مه) د کابل ښار ختیځ کې د ګرین ویلیج په نوم د بهرنیو اشغالګرو میشت ځای د یوه اته ټنیز موټر بم په توسط په نښه او وروسته د فدایي مجاهدینو لخوا ورباندې وسلوال برید وشو، مجاهدین د اشغالګرو په وروستیو پاته مراکزو او اډو دغسې نور ځپونکي بریدونه هم په پلان کې لري. تر څو زموږ د هیواد، ملت او ارزښتونو غاصبین دې ته مجبور شي چې زموږ د هیواد له اشغاله لاس واخلي او د ملت جهادي ارادې ته تسلیم شي.
خو په دې ښاري بریدونو کې د پام وړ ټکی دا دی چې مجاهدین له نهایي زیات احتیاط او دقت څخه کار اخلي، تر څو په داسې بریدونو کې د عامه ملکي تلفاتو کچه صفر ته راښکته کړي. د اسلامي امارت مجاهدین کومه داسې ډله نه ده چې د بې ګناه وګړو ژوند او مال ته توجه نه لري. بلکې د ولسي وګړو د سر او مال ساتنه د مجاهدینو ستر اولویت دی. د مجاهدینو همدا احتیاط د دې سبب شوی چې حتی د پروني برید په شان په سترو موټربمي بریدونو کې بیا هم ټول تلفات بهرنیو اشغالګرو ته اوړي او عامه ملکي وګړو ته ډیر کم هغه هم د انفجار او بارودو له امله نه بلکې د ښیښو د ماتیدو له امله سرسري زخمونه اوړي.
اما رسنۍ چې ډیری یې زموږ د دښمنانو له خوا تمویلیږي د دښمن د تلفاتو په اړه مطلق سکوت اختیاروي او ټول کوښښ یې دا وي چې څرنګه په برید کې د ولسي وګړو تلفات برجسته کړي او د دښمن په زیان پرده وغوړوي.
اسلامي امارت سره له دې چې خپل ټول زیار باسي تر څو په ښاري بریدونو کې ولسي وګړو ته زیان وانه وړي، خو د دې لپاره چې د ولسي وګړو د معمولي او سطحي ژوبلیدو مخه هم نیول شوي وي، د تېر په شان یو ځل بیا له درنو ښاریانو غوښتنه کوي چې د اشغالګرو اډو ته نږدې له ګشت و ګذار او اوسیدلو څخه دې ډډه وکړي. اشغالګر زموږ د دین او هیواد دښمنان دي، د دوی په خلاف جهاد پر موږ فرض عین دی، موږ لکه څنګه چې د الله تعالی په مرسته د هیواد په اطرافي سیمو کې د دوی اډې او مراکز وځپل او ښارونو ته په راټولیدو مو مجبور کړل، اوس یې په ښارونو کې دننه هم نه پریږدو تر څو زموږ له ګران اسلامي هیواد څخه بشپړ وتلو ته مجبور شي.
د اسلامي امارت د مجاهدینو په وړاندې لکه څومره چې د اشغالګرو له منځه وړل یو مطلوب هدف دی، همدومره د خپلو هیوادوالو او بې ګناه وګړو د ژوند او مال ساتنه خپل دیني او انساني مکلفیت بولي. د مجاهدینو محتاطانه عملیات د دې سبب شوي چې د افغانستان اوولس کلنه جګړه د تاریخ په اوږدو کې هغه جګړه ثابته شي چې د ملکي تلفاتو شمیر یې بیخي کم دی. خو موږ په جګړه حتی ډیر کم تلفات هم نه شو زغملی، موږ ته د یوه مسلمان او افغان وینه د ټول انسانیت په شان ارزښت لري. هیله ده چې هیوادوال او نړۍ د رسنیو په بې بنیاده تبلیغاتو ونه غولیږي،د اسلامي امارت مجاهدین کله هم ناسنجول شوي او بې باکانه بریدونه او چاودنې نه کوي، بلکې د غاصبو اشغالګرو مراکز په ډیر دقت له منځه وړي.

Related posts