فبروري 20, 2020

2018 كال کې د طالبانو پوځي او سياسي لاسته راوړنې!

2018 كال کې د طالبانو پوځي او سياسي لاسته راوړنې!

موسی مهاجر

۲۰۱۸ کال د افغان جهادي بهیر په ترڅ کې له څو اړخونو یو خورا مهم کال و، له یوه پلوه دا کال د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځي ستراتېژۍ یا په بله اصطلاح د امریکايي زور ازمايۍ د تطبيق کال و، خو په مقابل کې يې دا د طالبانو د سترو او بې ساریو بریاوو کال هم وو، نه يوازې پوځي بریاوې بلکې اسلامي امارت په دې کال کې په سياسي ډګر کې هم ډېرې بې مخينې لاسته راوړنې لرلې.
پر طالبانو د پوځي، ټولنيز، ډيپلوماتیک، اقتصادي او مذهبي فشار واردول د ټرمپ د ستراتېژۍ برخې وې چې باید په ۲۰۱۸ کال کې عملې شوې وای، خو څنګه چې اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو اټکل کاوو، دا ستراتېژي هر څه نه وه.
په پوځي برخه کې د ټرمپ د ستراتېژۍ ماته:
په ۲۰۱۸ کال کې اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو تر بل هر وخت خپل هوايي او ځمکني بریدونه ډېر کړل، ددې بریدونو تمرکز پر مجاهدینو، د هغوی پر مشرانو او هر هغه چا وو چې د طالب په واک سیمه کې اوسېدل او یا يې له طالبانو سره خواخوږي درلوده، په دې اړه د امریکا پوځ وویل چې له جنوري څخه بیا د دسمبر تر پيله يې افغانستان کې څه کم ۶ زره بمونه او توغندي له بېلابېلو الوتکو څخه کارولي چې نړۍ کې د تر ټولو پرمختللې او قيمتي الوتکې ايف ۳۵ عملیات هم پکې شامل دي، دا بریدونه په تېرو ۱۷ کلونو کې بې ساري وو چې موخه ترې پر طالبانو فشار او د افغانستان شل سلنې خاورې ته د طالبانو د واک محدودول وو.
خو طالبانو د اشغالګرو له فشار څخه بې پروا خپلو بریدونو او پرمختګونو ته دوام ورکړ او ويې کولای شوای چې په ۲۰۱۸ کال کې د هیواد ۳۱ ولسواليوې او د ولسوالیوو انتقالي مرکزونه ونیسي چې ځینې ولسوالۍ پکې په مکرر ډول هم ونيول شوې او د هیواد په ګوټ – ګوټ کې پراخې سیمې تر ولکې لاندې راولي، طالبانو تر کندز را وروسته په لومړي ځل د دوو ولایتونو مرکزونه سقوط کړل، د می پر ۱۵ يې د فراه ولایت پر ښار برید وکړ او په څو شېبو کې يې امنیه قومنداني، د امنیت ریاست او نور مهم تاسيسات ونيول او د دې تر څنګ يې د دښمن سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، خو وروسته مجاهدینو د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه ښار پرېښود او د ښار په څنډو کې ځای پر ځای شول.
د اګسټ پر ۱۰ مجاهدینو وکولای شوای چې د غزني ښار د څو ورځو لپاره ونيسي، د کره راپورونو پر بنسټ، دې جګړو کې تر ۷۰۰ پورې اجیر عسکر ووژل شول او تر ۱۰۰۰ ډېر ژوبل شول.
په دې ډول طالبانو وکولای شوای چې په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې واکمنۍ ساحه نور هم پراخه کړي او امريکایان په دې پوه کړي چې د طالبانو د محدودیت خوبونه بې معنا دي، بي بي سي د تېر جنوري میاشت کې یو راپور خپور کړ چې طالبان د افغانستان په ۷۰ سلنه خاوره کې فعال دي، نو که د ۲۰۱۸ کال پرمختګونو ته حساب وشي، نو فعالیت یې تر ۷۰ سلنې زیات شوی او د بشپړې واکمنۍ ساحې يې ۷۰ فيصده ته رسېدلي دي.
د ټولنيز فشار په برخه کې ددې ستراتېژۍ شکست:
امریکایانو په ۲۰۱۸ کال کې زيار وايست چې پر طالبانو ولسي او ټولنيز فشار راوړي، په دې برخه کې يې د سولې د پرلتونو په نوم یوه پروژه عملي کړه، خو څنګه چې د دې پروژې لوبغاړي ډالري معاش خواره وو ، هم یې د اسلامي امارت فرهنګي ادارې د دې پرلتیانو هغه کرغېړنه او اشغال پاله څېره خپل و لس ته ور ښکاره او په ډېره چټکۍ سره یې د دوی په اړه عامه پوهاوی رامنځ ته کړ، نوځکه يې نه ولسي ملاتړ ترلاسه کړ او نه يې اغېز و.
همداراز اشغالګر په دې تمه و چې د پارلماني انتخاباتو د پروسې له لارې پر طالبانو فشار راوړي، خو د دوی د هيلې برعکس دا پروسه له سخت فضيحت او ناکامۍ سره مخ شوه، د جعلي انتخاباتو ساحه يوازې تر ښارونو محدوده شوه، هلته هم بې شمېره مرکزونه تړلي پاته شول، دې پروسه کې د خلکو ګډون په نشت حساب و، څه چې وشول هغه هم جعلي او له درغلیو ډک وو چې جنجالونه یې تراوسه روان دي او د کابل د اجيري ادارې لپاره دا پروسه د شرمندګۍ او پر اجيرانو د لازیاتې بې اعتمادۍ لامل وګرځېدله، طالبان په دې وتوانېدل چې انتخابات پر ځان د فشار پر ځای له ناکامۍ او فروپاشۍ سره مخ کړي.
اشغالګرو او د امریکايي ګټو ساتونکو اجیرانو په خورا وحشت سره هغه کورونه او کلي په نښه کړل چې د طالبانو د کنترول په ساحو کې وو او له طالبانو سره د خواخوږۍ یا طالبانو ته د ځای و رکولو شک پرې کېدو، په دې ډول د ملکي تلفاتو کچه په هېښونکې ډول لوړه شوه، له دې څخه د دښمن موخه داده چې تر څو خلکو کې له طالبانو وېره زیاته او په خلکو کې له طالبانوسره همکاري له منځه یووړل شي خو هر ډول وحشت، د کورونو نړولو، بمبارولو او شهادتونو د خلکو پر همکارۍ او اشغال ضد روحیه هيڅ ډول اغېز نه دی کړی، بلکې دا وحشتونه له مجاهدینو سره د لا زیاتې همکارۍ او له دښمن څخه د لا ډېرې کرکې او نفرت سبب شوي دي.
پر طالبانو د اقتصادي فشار نا اغېزمنتیا:
اشغالګرو په ۲۰۱۸ کال کې زیار وايست چې پر طالبانو اقتصادي فشار راوړي، یا په بله معنا د طالبانو د عوایدو سرچینې له منځه یوسي، په دې اړوند د دوی ډېر تمرکز د دوی په اصطلاح د مخدره موادو پر کارخانو وو چې دغه کارخانې په هوايي بریدونو کې په نښه کېدلې او هم هغه بازارونه ورانېدل چې د دوی په باور د نشه يي موادو او په ځانګړې توګه د تاریاکو کاروبار پکې کېدو، د ۲۰۱۸ کال په اګسټ مياشت کې امریکا ادعا وکړه چې د هيروینوشاوخوا ۲۰۰ فابریکې يې له منځه وړي، ځکه د ښمن داسې انګېرله چې د طالبانو ۶۰ سلنه عوائد له نشه يي توکو ورځي، خو د دښمن دا انګېرنه ناسمه وه، همدالامل شو چې دې چارې د طالبانو پر اقتصاد اغېز ونه کړ، ځکه اسلامي امارت د عوائدو ډېر پېچلی او منظم سيسټم لري چې په نښه کېدل يې ډېر ګران او یا داسې نه دی چې په نشه دي شي، د اسلامي امارت عواید چې تر مخکې څو چنده ډېر شوي، د یوې برخې په توګه پر مالیو، دولس پر بسپنو او غنيمتونو اتکا لري.
د امریکا د مذهبي فشارونو سره د اسلامي امارت مقابله:
په ۲۰۱۸ کال کې پر طالبانو د مذهبي فشار په توګه امریکا کوښښ وکړ د افغان جهاد مشروعیت له منځه يوسي، د همدې کال په جون کې د علماوو په نوم یوه غونډه کابل کې وشوه، می کې بله غونډه په اندونيزیا کې وشوه او په جولای کې د درباري علماوو یوه بله غونډه د سعودي په جده کې وشوه، خو طالبانو پر خپل وخت د دې غونډو په اړه غبرګونونه وښودل، په اعلاميو او بیانونو کې يې د دې غونډو په اړه خپل ولس او مسلمانانو ته پوهاوی ورکړ، ټولو ته یې دا ثابته کړه چې داغونډې او جعلي فتواوي د امریکا په مستقیم آډر باندې ترسره کیږي چې په دې سره د دې غونډو او فتواوو حيثیت له منځه ولاړ او د جهاد مشروعیت ته یې هیڅ ډول زیان پېښ نه کړ، په تازه کې د امریکا دفاع وزارت کانګریس ته په یوه راپور کې دا جوته کړې ده چې د طالبانو پر ضد فتواوې د ټرمپ د ستراتېژۍ برخه وه او د امریکا په غوښتنه ترسره شوې وې.
د ډيپلوماتيک فشار نا اغېزمنتوب:
په ۲۰۱۸ کال کې امریکا پر طالبانو د ډيپلوماتیک فشار هڅې هم وکړې، په دې برخه کې امریکا په هغو هیوادونو زور واچاوو چې د دوی په باور پر طالبانو نفوذ لري تر څو طالبان ورسره داسې یوې سولې ته اماده کړي چې د امریکا ګټې پکې خوندي وي، دا چې طالبان له سیاسي اړیکو پرته د هیچا تر نفوذ لاندې نه دي، نوځکه امریکا دې هدف ته په رسېدو کې پاته راغله، په دې برخه کې امریکا کوښښ وکړ چې د سیمې هیوادونه په افغانستان کې پر خپل اوږدمهاله حضور قانع کړي چې دا د طالبانو د اشغال ضد داعیې یوه متضاده هڅه وه، خو څنګه چې افغانستان کې د امریکا حضور د افغانستان په ګډون دسيمې د هیوادونو په ګټه نه دی، نوځکه امریکا دې هڅه کې هم ناکامه شوه او هیڅ سیمه ييز هیواد ورسره قانع نه شو.
په دې برخه کې د طالبانو له ډيپلوماتیکي او تبلیغاتي هڅو هم سترګې نه شي پټېدلی، اسلامي امارت وکولای شوای چې د یوه قوي ځواک په توګه ځان سیمه کې مطرح کړي، د سیمې هیوادونو ته خپله داعیه روښانه کړي، خپله تګلاره او نورو ته د عدم ضرر پالیسي ورسوي او راتلونکې کې له افغانستانه د سیمه ييزو هیوادونو وېره له منځه یوسي او هم افغانستان کې د امریکايي شتون د زیانونو او ورسره د تړلیو ستونزو او منفي اغېزو په اړه سیمه ييز پوهاوی رامنځ ته کړي.
سياسي لاسته راوړنې:
د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې امریکا په لومړي ځل دې ته اماده شوه چې له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سولې د خبرو لپاره همدا ستره ستونزه وه چې دا نه څرګندېده چې څوک له چاسره خبرې وکړي، په دې ډول طالبان وتوانېدل چې په لومړي ځل امریکا هغه څه ته مجبوره کړي چې طالبانو غوښتل، ځکه طالبانو لا له وړاندې دا غوښتنه کوله چې باید د افغانستان ستونزه او اشغال له امریکایانو سره په مخامخ خبرو کې حل کړي، ځکه د جګړې لوری همدا امریکا ده.
تر دې وروسته امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ډيپلوماتانو ته امر وکړ چې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي، همداراز د امریکا د بهرنیو چازو وزارت له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره خپل استازی زلمی خلیل زاد وټاکو چې له امریکايي ډيپلوماتانو سره په خبرو سربېره د اسلامي امارت استازو درې ځله له هغه راهیسې له خلیل زاد سره خبرې او ناستې کړې دي، په دې ناستو کې طالب استازو له قوي موقفه له امریکایي لوري سره خپلې غوښتنې مطرح کړي او د فرعي مسايلو پر ځای یې ټول تمرکز د اشغال په پای ته رسېدو او نورو اصلي موضوعاتو کړی دی.
په نومبر میاشت کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړو په مسکو کې د سولې په اړه جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ، طالبانو له دې ناستې سیاسي ګټه واخيستله او په لومړي ځل يې د یوه رسمي نړيوال کانفرانس له لارې خپل دریځ نړيوالو ته روښانه کړ.
په دې برسېره د طالبانو سیاسي اړيکو په ۲۰۱۸ کال کې زیات تبارز وکړ او د طالب استازو ګڼ سفرونه د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ترسره شول چې په دې ډول يې سیمه کې نور هم ځان تثبیت کړ، سیاسي ملاتړ يې ترلاسه کړی او د مابعد الاشغال لپاره یې دسیمې د هیوادونو د همکارۍ د جلب هڅې چټکې کړې دي.

Related posts