فبروري 19, 2020

شهید منصور ولي شهید کړای شو؟!

شهید منصور ولي شهید کړای شو؟!

د شهید منصور د شهادت د دویم تلین په مناسبت

احمد مختار

ښايي پورتنی سرلیک درنو لوستونکو ته هیښوونکی وي خو که لیکنه تر پایه ولولې بیا به د لیکل شوي سرلیک په اړه استفهام ورته بي ځایه نه وي.
شهید ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د طالبانو د تأسیسي مشر ملا محمد عمر(مجاهد) د ژوند په مهال په جهادي فعالیتونو کې یو مؤثر او مبتکر شخصیت و.
دا هم د جهادي مقاومت د مطرحو او بانفوذه علماوو په مشوره د شهید منصور رحمه الله یو ابتکار و چې د امیر المؤمنین د وفات تاریخ یې د ډیرو جهادي مصالحو د تحقق په خاطر تر یوه وخت پوري مخفي او د امریکایانو او نورو اشغالګرو په خلاف یې جهادي مقاومت په پریالي ډول جاري وساته.
د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) رحمه الله د وفات تر اعلان وروسته چې د دښمن په ډیرو خطرناکو دسیسو د امارت په لیکو کې د ګډوډي رامنځته کولو هڅې پیل شوې شهید منصور د هغو د له منځه وړلو لپاره یو لړ جدي ابتکارات په کار واچول او و يي کړای شول چې په ډیر کم وخت کې د دښمن دا خطر ناکه حربه بي اثره او شنډه کړي.
شهید منصور وکړای شول د امارت د تأسیسي اعضاوو په ځان راټولو سره جهادي مقاومت په هغه مسیر رهبري کړي کوم چې د ده سلف او جهادي پیشوا ملامحمد عمر (مجاهد ) ورته ترسیم کړی و.
دا چې ثبات او استقامت د جهاد او مبارزې د لارې یو بنسټیز اصل دی نو شهید منصور دغه اصل ته په توجه او اهتمام سره د مقاومت راتلونکي جهادي او سیاسي ستراتیژي بي له هیڅ کم او کاسته د خپل پخواني مشر په جوړې شوي ستراتیژۍ باندې عیار کړه.
د شهید منصور د بریالیتوب بل رمز د نوموړي له لوري د مقاومت افاقي کول و ، افاقي په دې معنی چې د هغه د بریالیتوب لپاره یې په سیاسي او دیپلوماتیک لحاظ ډیر مؤثر ګامونه واخیستل.
شهید منصور د خپل جهادي بصیرت په مټ دا درک کړې وه چې امریکایان د خپل اشغال او نامشروع واکمنۍ لپاره د افغانستان او سیمې په کچه داسې تخریبي پلانونه لري چې هغه د دوی په خلاف د منطقوي او حتی نړیوال حساسیت لامل ګرځیدلي او له دغه حساسیت څخه د امریکايي اشغال په خلاف استفاده کول یو جهادي مصلحت او د افغانانو لپاره یو ښه فرصت دی.
سره له دې چې شهید منصور د طالبانو د مشر تابه په حیث تر سخت امنیتي رقابت او څارنې لاندې و خو بیا هم نوموړی وکړای شول چې شخصا مختلفو هیوادونو ته سفرونه وکړي او د افغانستان د ګاونډ مهم هیوادونه په افغانستان کې د امریکايي یرغلګرو په خلاف د مقاومت پر مشروعیت ، او شمولیت قانع کړي.
ملا اختر محمد منصور د مقاومت د مشرتابه او د یوه فوق العاده نوښتګراو بیباکه دیپلومات په حیث یو زیات شمیر هغه منطقوي هیوادونه چې مستقیما د امریکايي ایتلاف برخه او پر افغانستان د هغوی د اشغال ملاتړي وو پر دې قانع کړل چې په افغانستان کې له امریکايي موجودیت نه د هغوی حمایت شخصا د هغوی او په مجموع کې د ټول منطقوي ثبات لپاره خطرناک دی.
هماغه و چې د شهید منصور د دغو خلاقانه دیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې هغه اجماع چې امریکایانو د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د پریکړې په پلمه د افغانستان په اشغال کې جوړه کړې وه له منځه یو وړه او د ده د خاصو هڅو په پایله کې د امنیت د شوری دائمی او د ویټو حق لرونکی اعضاء له طالبانو سره د تماس جوړلو او تفاهم په لټه کې شول.
د شهید منصور دې نوښتګرانه اقدام امریکایان ، ناټو او د هغوی پوځي ایتلافیان د پوځي مقابلې ترڅنګ په یولړ دیپلوماتیکه مقابله کې هم راګیر کړل.
ځکه د دغو هڅو په نتیجه کې د طالبانو استازي وتوانیدل په مختلفو هیوادونو کې په یوشمیر نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي او هلته د خپلې قضیې په اړه عیني واقعیتونه نړیوالو ته څرګند او تشریح کړي.
حتی ځیني هیوادونه حاضر شول طالبانو ته په خپلو هیوادونو کې سیاسي نماینده ګي وي ورکړي.
د افغانستان د اشغال په اړه د شهید منصور لخوا د نړیوالې اجماع له منځه وړل هغه خطر ناک اقدام و چې د نوموړي د شهادت او سربایللو په بیه ورته تمام شو.
امریکایان او ناټو وپوهیدل چې که نورهم شهید منصور د طالبانو په قیادت کې پاتي کیږي ښايي د خپل مقاومت د مشروعیت او په پوځي او سیاسي لحاظ د هغه په پرمختګ کې داسې ابتکارات په کار واچوي چې بیا به د هغوی له منځه وړل او شنډول مونږ له یوې نړیوالې افتضاح سره مخ کوي.
هماغه و چې د شهید منصور د له منځه وړلو لپاره مستقیما امریکایان لاس په کار شول.
سره له دې چې د شهید منصور رحمه الله د قیادت موده ډیره محدوده ، خو تر سره کړي پوځي او سیاسي اقدامات یې دومره زیات او موثر وو چې دښمن ته نور د یوې لحظې لپاره هم په طالب قیادت کې د دغسي محرک، فعال، مسلط او مبتکر شخص شتون د زغملو وړ نه و .
شهید منصور هم د خپلو سیاسي او پوځي تحرکاتو خطورت درک کاو مګر د هغه جهادې سرښندنه ، توکل، اخلاص او د الله په نصرت اعتماد هغه څه و چې نوموړی یې له دغو ټولو یقیني خطرونو بي پرواکړی و.
شهید منصور د خپل هیواد له د آزادي او په هغه کې د اسلامي حاکمیت له ټینګښت سره بي سارې مینه لرله ، همدا وجه وه چې هغه په دې لاره کي داسې جدي ګامونه واخیستل چې هیواد یې تر ډیره له بهرني اشغال څخه د آزادۍ درشل ته ور نیږدي خو خپل ستړی صورت یې په دې لاره کي په اور وسوځاوه ….
روح دي خوشاله ، او ترشا پاته نیمګړی آرمان دي د هیواد په بشپړي خپلواکي سره الله ور پوره کړي.
در مسلخ عشق جُزنکو را نکُشد … روباه صفتان زشت خورا نکُشد
ګر عاشق صادقي زکُشتن مګریز … مُردارشد هرآنکو را نکُشد ….

Related posts