اګست 25, 2019

جنګي جنایتونه (مارچ)

جنګي جنایتونه (مارچ)

سید سعید

د ۲۰۱۸ز، کال د مارچ دمیاشتي په ۲مه نیټه  دغزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ په شیر اباد سیمه کې  اربکیان دابراهیم اکا په نوم یو دوکاندار کور ته ورغلي،دنوموړي په ګډون یې یوه میرمن اودوه ماشومان  شهیدان  او پنځه تنه ژوبل کړي دي. خلګو داربکیانو ددې کړنې په غبرګون کې دغزني په مرکز کې احتجاج پیل کړ او دخپلو قاتلانو دنیولو او محاکمه کولو غوښتنه یې کوله،خو حکومت نه یوازي داچې دمظاره کونکو غوښتنې ونه منلې، بلکي پر لاریون کونکو یې ډزي وکړې چې له امله یې مظاهره کونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

مارچ په ۴مه د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د زنه خېلو په زیړي کلي کې دکمپاین عسکرو پر یو کور دچاپې په مهال یوه  میرمن او ماشومه  او دوه ملکي وګړي  شهیدان کړي. خلګو دکمپیان عسکرو ددې عمل په عکس العمل کې دکابل – خوست لاره تړلې وه او دقاتلینو دمحاکمې غوښتنه یې کوله.

دمارچ په ۴مه  د فاریاب  ولایت  د جمعه  بازار  ولسوالۍ  د  قره شیخي  په سیمه کې  دداخلي عسکرو دهاوان په  ډزو کې یو ماشوم شهید او دوه کوچنیان ژوبل شوي دي.

د مارچ په ۵مه داخلي عسکرو د غزني ولایت مرکز  مربوط حیدراباد سیمه کې پر هغو لاریون کونکو پیرونه کړي چې په قره باغ ولسوالۍ کې یې  د اربکیانو له لوري دولسي وګړو دوژنې پر ضد داحتجاج خېمه درولې وه.خبر کې ویل شوي په دغه برید کې څلور تنه لاریون کونکي شهیدان او درې کسه ټپیان شوي دي.

دمارچ په ۵مه د خوست ولایت مرکز اړوند روغه سیمه کې د کمپاین عسکرو په یوه دیني مدرسه  چاپه وهلې، د مدرسې ګڼ شمېر استادان  او زده کونکي یې وهلي او لس تنه زده کونکي یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړ ي دي.

د مارچ په ۵مه  د کاپیساولایت د نجراب ولسوالۍ په  برکت خیلو سیمه کې دداخلي عسکرو په ډزو کې یوه میرمن شهیده او دوه تنه ټپیان شوي دي.

دمارچ په ۵مه   دکندهار  ولایت  د میوند ولسوالۍ  د بند تیمور  په سیمه کې یرغلګرو  او داخلي عسکرو دچاپې په مهال شپږ تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او دیرش نفره یې اسیران کړي دي.

دمارچ په ۶مه د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالۍکې بهرنیو او کورنیو عسکرو ۳ روغتيايي مرکزونه ویجاړ کړي او ۱۰۰ دوکانونه یې چور کړي دي.په سیمه کې قومي مشرانو رسنیو ته ویلي چې ګډو ځواکونو د یو دولتي کلینک په ګډون د سپاهي او ډاکټر زکیم کلینکونه  هم وران کړي او د همدې روغتونودرې تنه  ډاکټران يې بندیان کړ ي دي.

دمارچ په ۶  د فاریاب  ولایت  دپشتونکوټ ولسوالۍ   د شرشر  ا و  یقلو  په سیمو کې  دداخلي عسکرو په ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او دوه نفره ټپیان شوي دي.

دمارچ په ۶مه  د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په  باریکاب سیمه کې  اشغالګرو او کورنیو عسکرو دچاپې په مهال یو ملکي وګړی  شهید کړی او دوه تنه یې بندیان کړي دي.

دمارچ په ۶مه د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په  کجور  سیمه کې یرغلګرو  او داخلي عسکرو چاپه وهلې،څلور تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي او لس تنه یې بندیان کړي دي. دسیمه ییزو وګړو په وینا عسکرو په سیمه کې یو کار یز هم منفجر کړی او خلګو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د مارچ په ۱۱مه  د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په شر شرک کلي کې پوليسو يو ښوونکی ( داد محمد)شهید کړی دی.

دمارچ په ۱۳مه  د کندز ولایت مرکز اړوند اورتبلاقو سیمه کې عسکرو د برق یو انجنیر چې دبرق په برابرولو بوخت و، شهید کړی دی.

دمارچ په ۱۵مه د فاریاب ولایت دپښتونکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې کمانډو عسکرو دطالبانو سره تر جګړې وروسته دهاوان پیرونه کړي، دعیني شاهدانو په وینا په دې بریدونو کې اته تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او پنځه نفره تپیان شوي دي.

دمارچ په ۱۶مه  د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د شین ګل چارراهي  په سیمه کې  د یرغلګرو په ډرون حمله کې یوتن  بزګر شهید شوی دی.

دمارچ په ۱۶مه یرغلګرو د ننګرهار  دچپرهار  ولسوالۍ په ماڼو، ګراتک او مندرخېلو کلیو کې نهه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او ګڼ نور ژوبل کړي دي. ددې پیښې په غبرګون کې خلګو دجلال اباد- چپر هار لار دترافیکو پر مخ تړلې وه او دخپلو خلګو دقاتلاتو دمحاکمې غوښتنه یې کوله.

دمارچ په ۱۷مه  د پکتیکاولایت د اورګون  ولسوالۍ په  پیرکوټي سیمه کې  داخلي عسکرو دچاپې په مهال یوه ملکي وګړی شهید او بل تن زخمي کړی او درې نفره یې بندیان کړي دي.

دمارچ په ۱۷مه  دلوګر ولایت د برکي ولسوالۍپه  شاه مزار سیمه کې داخلي  عسکرو د چاپې په مهال  په سیمه کې د راډیوګانو یو تن جوړونکی(مستري) شهید کړی او څلورتنه بزګران یې له ځان سره د بندیانو په توګه  وړي دي.

دمارچ په ۱۷مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې  اشغالګرو اوداخلي عسکرو  پر یوه  مدرسه چاپه وهلې،دمدرسې یوتن  استاد او پنځه تنه حافظان یې شهیدان کړي او دمدرسې یوه برخه یې ویجاړه کړې ده. په دې چاپه کې عسکرو دخلګو له کورونو قیمتي توکي هم وړي دي.

دمارچ په ۱۸مه د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ  د جه خوجي  په سیمه کې دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوه ماشومان شهیدان او یوه میرمن ژوبله شوې ده.

دمارچ په ۲۰مه د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ  د بابوس په سیمه کې یرغلګرو اووه تنه کروندګر چې په پټي کې د پالیز په کار بوخت وو ،شهیدان کړي دي.

دمارچ په ۲۱مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په  مملې سیمه کې اشغالګرو د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې،د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، کورونه یې تلاشي کړي، دخلګوشتمنۍ یې  لوټ کړې او دوه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او لس تنه یې بندیان کړي دي.

دمارچ په ۲۲مه  دمیدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د تنګي درې دوآب او ګلي خیلو سیمو کې داخلي عسکرو  دچاپې په مهال  خلګ وهلي، دکورونو دروازې ماتې کړي او دښوونځي دوه تنه استادان (معلم احسان الدین او معلم سیدرحمان)  یې له ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.

دمارچ په ۲۲مه د فراه  ولایت   د پشتکوه  ولسوالۍ  د کاریزک  په سیمه کې یرغلګرو او کورنیو عسکرو دچاپې په مهال درې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او پنځه نفره یې بندیان کړي دي.

د مارچ په ۲۲مه د فراه  ولایت   د پشتکوه  ولسوالۍ  د کاریزک  په سیمه کې خارجي او داخلي عسکرو دچاپې په مهال درې تنه ولسي وګړي شهیدا ن کړي او پنځه تنه یې بندیان کړي دي.

دمارچ په ۲۵مه رسنیو خبر ورکړ چې:د هلمند ولایت په ځینو ولسوالیو او ان مرکز لښکر ګاه کې اربکیانو، پولیسو او داردو عسکرو په ښوونځیو کې سنګرونه جوړ کړي،دهلمند دپوهني ریس داود شاه صفاري مني چې عسکرو په یو شمېر ښوونځیو کې مورچلونه جوړ کړي او زده کونکي له زده کړو بې برخي شوي،نوموړی زیاتوي چې:  ځایې عسکرودنادعلی په مرکزي لیسه کې هم  قرارګاه جوړه کړې، د صفاري په وینا عسکرو په یاده شوې لیسه کې د زده کونکو له چوکیو او حتی کتابونو هم  د سون دموادو په توګه استفاده کړې ده.

د مارچ په ۲۵مه د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ په  محلي خان سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو دخلګو پر کورونو د چاپې په ترڅ کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړي او پنځه ویشت تنه ولسي هیوادوال یې بندیان کړ ي دي.

دمارچ په ۲۵مه  د میدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ په  چیجان کلي باندي  اشغالګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې،خلګ یې وهلي، دکورونو دروازې یې په بمونو الوزولې،پر یو مسجد یې بمبار کړی، پنځه تنه لمونځ کونکي یې پکي تپیان کړي، د یو کس د مرګ او ژوند حال  معلوم نه دی او پنځه تنه یې بندیان کړي دي.

دمارچ په ۲۶مه  د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په  توتو سیمه کې داخلي کمانډو عسکرو دوه تنه کلیوال شهیدان او یوبل ژوبل کړی دی.

دمارچ په ۲۶مه   د هلمند ولایت  دشوراب  هوایي اډې ته څیرمه داخلي عسکرو دملکي خلکوپه  یو فلډر موټر ډزي کړي،په موټر کې ناست دوه نارینه شهیدان شوي او یوه ښځه او ماشوم ژوبل شوي دي.

دمارچ په ۲۷مه دمیدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ د تنګي درې په امیرشاره سیمه کې  اشغالګرو او داخلي عسکرو  د ملکي خلکو پرکورونو چاپه وهلې،څلور تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي او پنځه تنه یې بندیان کړي دي.

دمارچ په ۲۷مه  د کندز ولایت مرکز اړوند زرخرید سیمه کې اربکیانو وروسته له هغه دوه تنه بزګران په خپل پټي کې شهیدان کړل چې قوماندان یې( ظاهر) دطالبانو په برید کې ووژل شو.

دمارچ په ۲۹مه   دکندهار  ولایت د میوند ولسوالۍ په  سره بغل سیمه کې  یرغلګر  او داخلي عسکر دعملیاتو په مهال دوه ویشت تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ګڼ نور زخمیان کړي دي. یرغلګرو او داخلي عسکرو په یادوو شوو عملیاتو کې یوه دواخانه ویجاړه کړې، دخلګو موټر او نور شیان سوځولي او ملکي خلګو  ته یې پراخ مالي زیان هم رسولی دی.

دمارچ په ۲۹مه دبدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په  آب راغک او فرغامیرو سیمو کې داخلي  عسکرو دهستوګني پر سیمو هاوانونه پیر کړي،په دې بریدنو کې دښځو او ماشومانو په شمول اته تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او شل تنه ولسي هیوادوال چې میرمنې او کوچنیان هم پکي شامل دي ټپیان شوي دي. همدارنګه په یادو شوو توغندیزو بریدونو کې دیرش کورونه زیانمن شوي او ډير زیات مواشي هم له منځه تللي دي.

د مارچ په ۳۰مه  د ننګرهار ولایت دبټي کوټ ولسوالۍ په  چهاردهي سیمه کې  اشغالګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال یو ملکي وګړی شهید کړی او دوه تنه یې بندیان کړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]

Related posts