نوومبر 18, 2019

اتل ملا قند آغاجان تقبله الله

اتل ملا قند آغاجان تقبله الله

ع – معتصم

د لوګر ولايت د مرکز د نظامي کمېسيون مسوول پياوړى مجاهد ملا قندآغاجان تقبله الله د 1438 هـ ق کال د ذالحجې د مياشتې په اتمه نېټه د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د صليبي ښکېلاکګرو او د هغوى د لاسپوڅو غلامانو لخوا له يوه دنيا ارمانونو سره خپل وروستي ارمان (شهادت) ورسيد او له موږ سره يې د ستړي مجاهد ژوند بې شماره يادګارونه پرېښودل .

انالله وانااليه راجعون

شهيد ملا قند (آغاجان) ” تقبله الله” د حاجي ملاغلام نبي زوى او د مرحوم حاجي غلام محمد لمسى د لوګر ولايت د مركز اړوند د پادخواب شانه د کلي اوسېدونكى وو.

شهيد آغاجان تقبله الله په 1352 هـ ش کال کې دحاجي ملاغلام نبي په مجاهده او دينداره کورنۍ کې دې فاني دنيا ته سترګې وغوړولې، آغاجان لا ماشوم وو چې په ګران هېواد روسي ښکېلاکګرو ناروا او وحشي يرغل وکړ او د مسلمانانو دا سپیڅلی حریم یې له خپلو ناولو قدمونو لاندې کړ، د دوی کورنۍ هم د هېواد  د نوروکورنيو په شان د الهي حکم پر بناء له خپل کلي او وطن څخه هجرت وکړ او د پاکستان د صوبه سرحد د کهي کنډو د مهاجرينو په پنډغالي کې يې د نورو مهاجرينو سره يو ځاى د هجرت زندګي شروع کړل .

آغاجان په همدې پنډغالي کې په نعمانيه مدرسه کې شامل او تر څلورم ټولګي پورې يې خپل ابتدايي کتابونه ولوستل او بیا يې د شهيد ملا محمد طاهر په مدرسه کې تر 11  ټولګي پورې د ګڼو علماکرامو څخه کتابونه ولوستل .

د 11 ټولګي تر بشپړېدو وروسته په هېواد کې روسي ښکېلاکګر مات او هره خوا د آزادۍ خوږې نغمې وغږېدلې او له همدې سره د آغاجان کورنۍ هم د نورو کورنيوپه شان خپل ټاټوبي ته راستانه شول.

البته متأسفانه په هېواد کې د مسلمان ولس د هیلو په خلاف د بعضو مفسدو عناصرو په واسطه او نحوست سره نه اسلامي نظام حاکم او نه هیوادوالو د امن ډاډمنه فضا وليدله،  هر ځاى ملوک الطوايفي وه، هره خوا د مفسدینو زورواکي او د غلو د چور او چپاول بد امني وه.

د همدې ناخوالو د ورکولو او د اسلامي نظام د تنفيذ لپاره د دې عصر د مجدد او د اسلامي امت د لوی رهبر، اميرالمؤمنين ملامحمدعمر (مجاهد) ” رحمه الله” په مشرۍ د طالبانو د اسلامي تحريک خارق العادت ظهور وشو. لوګر ولايت ته له رسېدو سره سم شهيد آغاجان د همدې کاروان له سپېڅلو ځوانانوسره ملګرتيا غوره کړه او د کابل تر فتحې پورې په چهاراسياب کې ورسره ملګرى وو.

د اسلامي امارت د حاکميت په دور کې شهيد آغاجان د ننګرهار ولايت په هوايي ډګر کې د قاچاقو د مخنيوي د څانګې آمر و او خپله دنده يې په پوره صداقت او ايماندارۍ سره مخته وړله، د همدې سپېڅلې دندې تر څنګ به هر وخت له خپلو ملګرو سره د هېواد شمال ته د اسلامي نظام د منکرينو د ځپلو په پار هم له خپلو ملګرو سره ملګرى وو.

په ګران هېواد د امريكايي کرغیړن اشغال په لومړيو کې د شمال د لنډغر (دوستم) د مليشولخوا اسير او تر يوکال پورې  هلته زنداني وو.

له زندان نه د خلاصېدو سره سم خپل کلي ته ستون او په لنډه موده کې یې د  صليبي اشغالګرو په ضد د مقدس جهاد پيل وکړ.

شهيد ملاقند او د ده په مشرۍ ګڼو مجاهدو ملګرو په صليبي ښکېلاکګرو او د هغوى په لاسپوڅو غلامانو د لوګر ځمکه سره تبۍ وګرځوله او د غرب لنډغرو ته يې له عبرت څخه ډک درسونه ورکړل، د هغوى د کبر او غرور څلي يې پخپلو تندریزو توندو او هيبتي ګذارونوسره ونړول .

يرغلګر او د هغوی اجير دولت د زياتو او درندو تلفاتو په ليدلو سره د دې سترې هستۍ او د غيرت د دنګ منار د نړولو په لټه کې شول او هر وخت به يې پخپلو محلي راډيوګانو او  نورو تبليغاتي وسيلو څخه په کار اخيستنې سره د ملا قندآغاجان تقبله الله د شهادت او يا اسير کولو اعلانات کول.

ملا قند د امريکا او ناټو خلاف په روان مقدس جهاد کې د يو حقيقي مجاهد او سالار په صفت د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې په پوره اخلاص، صداقت، ايماندارۍ او مېړانه سره خپل مسووليت تر سره کړ.

د سيمې مجاهدين او عوام خلک د ده په اخلاص، سپېڅلو اخلاقو او وياړمن تاريخ او اتلولیو باندې  وياړي او مني چې په ريښتيا سره د جنګ د ډګر یو زمرى او يو رښتينى، مخلص او د عاطفې لرونکی سرلښکر او مجاهد وو. په داسې حال کې چې د ژوند تقريباً 45 پسرلي يې تر شا پريښي وو، د لوګر ولایت د مرکز د نظامي کمېسون د مسؤلیت په اوږو وړلو سره د ۱۴۳۸ ه ش کال د ذوالحجې د مياشتې په اتمه نېټه د خروار په ولسوالۍ کې د لوګر د مرکز د دوشنبې د کلي له اوسیدونکي، مخلص او سرښندونکي ملګري محمد داود (مرتضی) د مولوی خان زمان له زوی سره د شهادت لوړ او زرین مقام ته ورسېد، انالله واناالیه راجعون.

په همدې نېټه په خپل کلي کې د خپل کاکا شهيد قومندان  صوفي جيلاني او د خپل ورور شهيد رحمت الله او د خپل وراره تنکي ځوان اتل شهيد طالب العلم سميع الله (عمري)” تقبلهم الله” تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

نحسبه کذالک والله حسيبه

Related posts