جون 05, 2020

د کابل ادارې فتنه ګرې لوبې

د کابل ادارې فتنه ګرې لوبې

لوستونکو ته معلومه ده چې تیره اونۍ په کندهار کې د کابل ادارې ځینو پخوانیو چارواکو غونډه کړې وه، چې یو شمیر اوسنیو وکیلانو هم پکې ګډون درلود. دوی د کابل ادارې په منځ کې موجود پراخ اداري او اخلاقي فساد را لوڅ او ویې ویل چې اداري فساد اوس د افرادو له سطح څخه لوړ شوی او لوړ پوړي چارواکي یې د یوې شبکې په توګه پر مخ بیایي. همداراز ګډونوالو وویل چې دا اوس د لمر په شان ښکاره ده چې په افغانستان کې د داعش په نامه فتنه د کابل ادارې د چارواکو له خوا جوړه شوې، مالي پالنه یې کوي او ټاکلي اهداف ورکوي. موږ هم عملا په میدان کې وینو چې یرغلګر او لاسپوڅي یې د داعش منظم ملاتړ کوي. وروستۍ بیلګه یې د ننګرهار د خوږیاڼو د ولسوالۍ ده. کله چې تیره اونۍ د داعش فتنه ګرو په ننګرهار کې د خوګیاڼو ولسوالۍ په ځینو سیمو باندې بریدونه پيل کړل، امریکایي یرغلګرو او د کابل ادارې ځواکونو ورته کتل، خو عملیات یې نه کول، کله چې د اسلامي امارت مجاهدینو د هغوی په خلاف په عملیاتو لاس پورې کړ او په لنډ وخت کې یې د خوږیاڼو ادوړ او سور ډاګ سیمې ورڅخه تصفیه کړې، په داسې حال کې چې د داعش اختطافګر په تیښته وو، د کابل ادارې عسکرو، پولیسو، اربکیانو او د امریکا هوايي ځواک سیمې ته ځانونه ورسول او په مجاهدینو یې د سپکو او درنو وسلو، توغندیو او هاوانونو بریدونه پیل کړل، تر دې چې مجاهدین اړ شول چې د داعشیانو له تعقیب څخه راوګرځي او د خپلو سیمو ساتنې ته متوجه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې یرغلګر او د کابل ادارې ځواکونه داعشیان له بشپړ شکست څخه ژغوري، بلکې په تیرو څو کلونو کې په وار وار داسې پیښې شوې دي. د افغانستان مسلمان ولس دا هر څه په سترګو ویني؛ نو له همدې امله موږ په نړیوالو غږ کوو چې زموږ په هیواد کې د داعش په نامه فتنه د یرغلګرو او کابل ادارې له خوا راپورته شوې او پرمخ بیول کیږي. اسلامي امارت چې د افغانستان د ټول ولس مشترک کور او ځواک دی، د دې توان لري چې په لنډ وخت کې په افغانستان کې دغه فتنه ختمه او له منځه یوسي، خو امریکایي یرغلګر او د هغوی لاسپوڅي ځواکونه یې مخه نیسي.
همداراز موږ په ملګرو ملتونو هم غږ کوو چې په افغانستان کې په یرغلګرو هیوادونو فشار راوړي، چې د ترهه ګرۍ سره د جګړې تر نوم لاندې د داعش د پروژې نه لاس واخلي او خپله هم زموږ له ویاړمن هیواد نه پښې سپکې کړي.
د هیواد خپلواکي او په هیواد کې د افغانستان د ولس له ارمانونو سره سم اسلامي نظام جوړول، زموږ د ولس مشروع حق دی. یرغلګر هیوادونه باید نور زموږ د مشروعو حقوقو له غصبولو څخه لاس په سر او دا ډول استخباراتي لوبې پریږدي. زموږ باور دی چې په پای کې به د الله تعالی په نصرت سره د افغانستان مجاهد ولس دښمنان له حتمي ماتې سره مخامخ کیږي. ان شاء الله.

Related posts