جون 05, 2020

د امریکایي یرغل په وړاندې د افغان ولس جګړه مقدس جهاد دی

د امریکایي یرغل په وړاندې د افغان ولس جګړه مقدس جهاد دی

د افغانستان په پاکه خاوره د یرغل او بربنډ تېري د اوولسم کال له پیل سره سم پر افغان ولس د ظلم او وحشت یوه نوې څپه پیل شوې او په اصطلاح د بشري حقوقو د ساتنې دعوه لرونکي امریکا له لوري زموږ په ګران هېواد کې د بشر ضد جنایتونه دوام لري، ړندې بمبارۍ، شپني عملیات، د ښځو، ماشومان او ملکي خلکو وژل او ځورول د یرغلګرو ورځنۍ دنده تشکیلوي.
د جګړي په میدان کې د اسلامي امارت د مجاهدینو سر ښندنو او زړورو کارنامو امریکایې جنرالان اړ کړل چې د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره نوې بړستنې وګنډي، ترڅو خپل نړیوال غرور ترې لاندې وساتي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان (جنرال جان نېکولسن) د تېرې دوشنبې په ورځ (۲۰ نومبر ۲۰۱۷ز) = (۲۹ عقرب ۱۳۹۶) په یو خبري کنفرانس کې وویل: هڅه یې دا ده چې د وسله والو طالبانو د نشه یې توکو د قاچاق مخه ونیسي. د کابل لاسپوځي اداره بیا په یوه خبرپاڼه کې د نوموړي جنرال په خبرو د تائید مهر لګوي او یو ګام وړاندې اخلي، وایې: “اوسنۍ جګړه د نشه یې توکو جګړه ده”.
دلته څو خبرې د غور وړ دي:
۱- دا باید وکتل شي چې: کله د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په اومه نیټه امریکا زموږ په ګران هېواد ناروا یرغل پیل کړ د نشه یې توکو کرکیله او د معتادینو فيصدي د اوس په نسبت څومره وه؟ دا یو څرګند حقیقت دی، هیڅوک هم انکار نشي کولای چې: اسلامي امارت د خپل حکومت په دوره کې د نشه یې توکو کرکیله د صفر نقطې ته را کښته کړې وه.
۲- په افغانستان کې د نشه یې توکو د کښت، تولید او کاروبار تر شا د چا لاسونه دي؟ دا ستونزه ولې ورځ تر بلې غټیږي؟ حتی د نویو شمیرو له مخې معتادین د افغانستان د نفوسو لس فيصده تشکیلوي، د دې ټولو ناخوالو مسؤلیت د چا په غاړه دی؟ که یرغلګر جمع د کابل اداره دا ستونزه نشي کنترولولای؛ نو بیا دوی ولې لافې وهي چې افغان ولس زموږ حمایتي دی او که عمدا دا مشکل لویول غواړي؛ نو څه اهداف لري؟
۳- په افغانستان کې د نشه یې توکو د کښت، تولید او کاروبار اقتصادي ګټه چا ته رسیږي؟ زمین دار او بزګر غریبان خو خپل مصارف نشي پوره کولای، په خلاصه توګه افغانانو ته یې ډېر لږ اقتصادي نفع رسیږي، بلکې اصلي ګټه یې هغه چا ته رسیږي چې د افغانستان څخه بهر یې لیږدوي، افغان ولس بلکې نړیوال پوهیږي چې نشه یې توکي په اروپایي او امریکایي بازارونو کې د سرو زرو په بیه خرڅیږي او د هغو بازارونو کنترول د افغانانو په لاس کې نه دی.
د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی چې مخدرات د افغاني ټولنې لپاره یوه لویه ستونزه ده، هر څومره چې ژر کیدای شي، باید هواره شي، له همدې وجې د مخکې په ډول په اینده کې هم تصمیم لري چې په معقوله طریقه او تدریجي ډول دا ستونزه حل کړي، البته د هېواد اشغال او د پردیو قواوو وجود د ټولو ناخوالو مور ده او د یرغل او یرغلګرو په مقابله کې زموږ جګړه مقدس جهاد دی، په هیڅ وجه د نشه یې توکو جګړه نه ده.

Related posts