جون 05, 2020

آیا فساد کې ډوبه د کابل اداره به اصلاح شي؟

آیا فساد کې ډوبه د کابل اداره به اصلاح شي؟

د کابل اداره چې د پردیو په مټ په افغان مظلوم ولس تپل شوې نه یوازې د فساد په لومړۍ کرښه کې قرار لري بلکې د یرغلګرو د ظالمانه معیارونو سره هم سمون نلري. همدا علت دی چې هغوی د خپلو ولسونو د غوسې د سړولو په وجه تل او په هره غونډه کې د نوموړې ادارې نه د جدي اصلاحاتو غوښتنه کوي. دا یوه اونۍ وړاندي (۹ نومبر ۲۰۱۷) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو د فساد د مخنیوي غوښتنه په شد او مد تکرار کړه.
ټول پوهیږو چې قضایي او پوځي مؤسسې د هر نظام د ملا تیر جوړوي، د ولسونو او حکومتونو بقا او پایښت تامینوي بلکې د ملتونو د وقار او درنښت استازولي کوي. که د دولت په نورو اداراتو کې ګډوډي او نیمګړتیا راځې نو د ولس سترګي قضایي ارګان ته اوړي او که هیواد د امنیتي ستونزو یا بهرني خطر سره مخ کیږي نو بیا پوځ د ولس د توجه په مرکز بدلیږي او د نجات ضامن بلل کیږي.
د قضا فساد خو لا مخکي اوج ته رسیدلی، خپل او پردي ټول خبر دي چې د محاکمو فیصلې کالونه کالونه وخت اخلي او د مظلومو افغانانو دوسیې د رشوت او زورواکۍ د بد نام اصل په بنا فیصله کیږي، حتی ډیری خلک مجبوریږي چې د ښارونو نه بهر د اسلامي امارت قضایي مرکزونو ته خپلې حقوقي او جنایي دعوې انتقال کړي ترڅو په اساني سره خپل شرعي حقوق تر لاسه کړي.
البته د پوځي مؤسسې دننه د فساد او ټګۍ برګۍ تورونه به د محض تورونو تر حده مخته راتلل. د رشوت او غلا، د پوځیانو پاتشونو سره د ناوړه چلند او د خیالي پوځیانو خبرونه به کله نا کله خپریدل بیا به د هغوی لخوا رد شول او یا به تبلیغات وبلل شول.
خو دادی د دي اصل په بنا {وشهد شاهد من اهلها} : د تېري سي شنبي ورځي (۲۳ عقرب ۱۳۹۶هـ = ۱۴ نومبر ۲۰۱۷ز) د تش په نامه ملي پوځ ویاند واضحه کړه چې دغه پوځي مؤسسه هم تر ستوني په فساد کې ډوبه ده. د دوی د اعتراف سره سم د روان کال په تقریبا اوو میاشتو کې (۱۷۰۰) دوسیې څیړل شوې دي او نژدي (۱۰۰۰) یې پوځي محکمي ته لیږل شوې دي او ځینو ته خو یي لا د کالونو کالونو بند او حتی د مرګ سزا هم اعلان شوې ده.
د افسوس ځای دی چې دغه هر اړخیزه فاسده او غیر مشروع اداره – چې هیڅ ولسي ملاتړ نلري- زموږ په مظلوم ولس تپل شوې ده. نه د افغان ملت د خدمت وړتیا لري او نه هم اراده بلکې یرغلګر یې د خپلو اهدافو لپاره کاروي.
یرغلګرو ته په کار ده چې د افغان ولس تاریخ مطالعه کړي، دغه د زور او زر پالیسي بدله کړي او د عقل، منطق او انصاف د معیار مطابق خپل قوتونه زموږ د خاوري وباسي. د افغانانو عام وژنه بس کړي، ځکه یرغل، د خلکو ځورول او د نورو ولسونو د ټاټوبو اشغال د یویشتمي پیړۍ د علمي، ثقافتي او د متمدنې نړی له ارزښتونو سره هیڅ سمون نلري.

Related posts