نوومبر 18, 2019

نومیالی جهادي قومندان شهید تورن اميرالله سلطانى (رحمه الله تعالی)

نومیالی جهادي قومندان شهید تورن اميرالله سلطانى (رحمه الله تعالی)

م سعید

تورن اميرالله دملا يارګل زوى د حبيب الله لمسى په کال 1341 لمریز کې د جوزجان ولايت د شبرغان ښار د حسن تابين په کلي کې زيږيدلى، ابتدايي دیني زده کړى يي له خپل پلار څخه کړى ،منځنی  زدکړي یې دسیمي دابن  یمین په لیسه کې ترسره اوپه کال 1359لمریز کې له نوموړي ښونځي څخه په عالى درجه فارغ شو

نوموړي ډير کوښښ کاوه چې  لوړي زده کړي وکړي  او ددې لارې خپلو مسلمان ملت او خلکو ته خدمت وکړي.

خوتورن اميرالله 19کلن ووچې کمونیستانوکوتاوکړه ، هماغه وو چې دهغه په وینه اورګونوکې دجهادجذبه راپورته ، خپل درسونه یې شاته پریښوول او د کمونستى نظام په مقابل کې یې جهاد پيل کړ

په هغه وخت کې علم ګل قومندان چى د ده د تره زوى دى د يوه ګروپ مشر وه له هغه سره يوځاى شو او په چريکى عملياتو پيل يي وکړ

د يوې بلې جبهي مشر چې وزير ضابط نوميده دتورن اميرالله تره وه د دوى ګروپ له هغه  سره يو ځاى شو

څه موده وروسته وزير ضابط چى د ځينو ستونزو په اساس پاکستان ته هجرت کوي  او په لاره کې د دښمن په کمين برابريږى او هلته په شهادت رسيږى

د مجاهدينو او مشرانو په مصلحت اواتفاق تورن اميرالله د امير په توګه ټاکل کيږى

تورن اميرالله چې کله دا مسؤليت اخلى ډيرى ستونزى او مشکلات ګالى ډيرملګرى يي شهيدان کيږى څو څو ځله د کونستى نظام او ګوډاګيانو په کمين او محاصره کې راځي ،چې الله پاک نجات ورکوي

کله چې په افغانستان کې مجاهدين بريالى شول اوکمونستي نظام ړنګ شو تورن اميرالله دخپلو مجاهيدو ملګرو سره جوزحان ته راستون شو او په خپل کور کې يي عادى  ژوندپيل کړ

کله چې قدرت طلبومجاهدينو خپل منځني جګړى د قدرت لپاره پيل کړي ، تورن امیرالله دسیمي دنورو مخلصوقومندانانوپه ملتیازیات کوشش وویست چې په خپل ولایت کې دتنظیمي جنګونومخه ونیسي ،خوبریالی نشو،په پای کې دجنرال دوستم له لوري سیمي پریښودولوته اړاومزار ته کډه شو

کله چې دطالبانواسلامي تحریک دشراوفساددله منځه وړلوپه نیت منځ ته راغی نوتورن امیرالله په ډیرې لیوالتیاورسره یوځای شو

تورن اميرالله د اسلامى امارت په مختلفو جبهاتو کى ونډه اخيستى اوپه بیلابیلو ولاياتو کى يي لکه سمنګان ،سرپل، بلخ ،بغلان ،کندز اوجوزجان کې ګڼي دندي  اجرا کړي دي

کله چې طالبان اول ځل  جوزجان ته ورسیدل تورن اميرالله په جوزجان کې وه او هغه شناخت چې ده د طالبانو د مشرانو او مسولينو سره درلوده پوره اعتمادیې پرې وکړ اودنظامي کرښي دیوې برخي قمندان یې وټاکه

په کال ۱۳۷۷ لمریزکې په دویم وار چې کله  اسلامي امارت جوزجان باندي حمله کوله ، ترهغه وړاندې تورن امیرالله دنورومتنفذواومخوروپه ګډون له ولس سره ګټوري مشوري اوجلسي وکړي اوعام ذهنیت یې دیته اماده کړترڅوله اسلامي امارت سره پوره مرسته وکړي ، هماغه وو چې اسلامي امارت په جوزجان حمله وکړه په کموتلفاتو اوزیانونویې جوزجان فتح کړ اوجنرال دوستم ته یې تاریخي ماتي ورکړه .

کله چې امريکا په افغانستان يرغل وکړ او اسلامى امارت سقوط شو تورن اميرالله هجرت کولوته اړشو له څه مودي تیریدوورسته  داسلامي امارت دمشرانوپه تفاهم بياجوزجان ته ولاړ اوداشغالګروپه ضدیې په جوزجان ، سرپل اومزار ولایتونوکې خپلي جهادي جبهي فعالي اوپه سپیڅلي جهادیې پیل وکړ اوپه سوونه کارنده حملي اوبریدونه یې داسلام اوهیواد په دښمنانوطرح اوعملي کړلي

تورن امیرالله  سلطاني چې  دزیات شجاعت اوجنګي تکتیکونوله امله په تورن صاحب مشهوروو دنیکواخلاقوڅښتن اودشجاعت  اواخلاص  دنګ منار وو اوپه څلورژبوپښتو، درى ازبکى ،او ترکمنى یې رواني خبري کولای شوي  ، په همدغه اساس  تورن صاجب  په عام ولس اوپرګنوکې له ځانګړي محبوبیت څخه برخمن وو

دغه نامتوجهادي اتل به همیشه خپلوملګرته داتوصیه کوله چې  مونږ اوتاسي بائیدریښتیني مجاهدین له ځانه جوړکړو، کړه وړه اوهرڅه موصرف دالله تعالی درضاپه خاطروي ، نه دمادیاتواوشهرت لپاره، کچیري دغه اصل مونږ عملي اولارښودجوړکړو نوپه دنیااواخرت کې به سرفرازه اوسرلوړي یو.

دالله تعالی دلاري دغه مخلص سپاهي اودسوونومجاهدینوقومندان دروان کال ۱۳۸۶  دمیزان دمیاشتي په ۱۳ نیټه دجوزجان ولایت دشبرغان ښار دچارجفت په سیمه کې داربکیانواومزدوررژیم په پوستودیولړعملیاتوترسره کولوپه ترڅ کې دشهادت جام نوش اودشهادت ستره هیله یې پوره شوه .

انالله وانااليه راجعون

Related posts