جون 02, 2020

په افغانستان کې د امریکا او د هغې د انډیوالانو لاسته راوړنې!!!

په افغانستان کې د امریکا او د هغې د انډیوالانو لاسته راوړنې!!!

یرغلګر او د هغوی داخلي ملاتړ کوونکي تل په افغانستان کې د دیموکراسۍ او لاسته راوړنو خبرې کوي او هغه د هیوادوالو مخ ته راوړي. خو دا پوښتنه پیدا کیږي چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې کوم څه شوي چې د اشغال سره سره، دوی پرې ویاړي. آیا د دولتي ځمکو غصب، د معادنو لوټمار او په دولتي موټرونو کې قاچاق لاسته راوړنې دي؟ آیا د خیالي ښوونځيو، کلینکونو، عسکرو او ملیشيو شتون واقعیت نه دی؟ آیا په اردو کې جنرالي په پیسو نه پلورل کیږي؟ د پارلمان مرستیال یې د پارلمان په مشر او هغه په ده د فساد تور لګوي. آیا بد اخلاقي او د پردي فرهنګ خپراوی او د مقدساتو توهین نه تر سره کیږي؟ دا هغه څه دي چې پخپله د کابل ادارې چارواکي هم ورځنې انکار نشي کولی. په هیواد کې څلور میلیونه کسان په هیروئینو روږدي دي او شمیر یې ورځ په ورځ زیاتیږي.
څوک د بیګاه ډوډۍ نلري خو ځینې په دوبۍ او اروپا کې عیش او عشرت کوي.
آیا ددې ادارې دیپلوماتان او چارواکي د ملي ګټو په ځای تنظیمي او د پردیو ګټو ته وفادار نه دي او د هغوی منشور پرمخ نه وړي؟ دا ټول هیواد کوم لوري ته بیايي؟ هر افغان باید فکر وکړي.

له بلې خوا د هیواد زندانونه په یوه او بل نوم د افغانانو څخه ډک دي، شکنجې او په زور اعتراف یو معمول ګرځیدلی حتی هغه بندیان چې د بند موده یې پوره شوې، نه خوشې کیږي. په کالونو کالونو په بند کې پراته وي خو د دیموکراسۍ او بشر د حقوقو ټیکداران داسې انګیري چې هیڅ نشته.
د شرم خبره لا دا چې ولسمشر او اجرائیه رئیس یې د امریکا د یوه وزیر په تلیفون په سیالۍ سره د بګرام اډې ته ځان رسوي. د هیواد په هوائي او ځمکني حریم خارجیان کنټرول لري او بې ویزې تګ راتګ کوي.
کوم افغان به وي چې دیته لاسته راوړنه ووايي او د لا دوام غوښتنه یې وکړي. واقعیت دا دی چې د یرغل په نتیجه کې زموږ هیواد له نظامي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پلوه له یوه ناورین سره مخ دی. هغه څه چې یرغلګر او داخلي ملاتړ کوونکي یې د ترقي او لاسته راوړنو په نوم یادوي هغه په حقیقت کې زموږ د هیواد او ولس تباهي او انحطاط دی. اسلامي امارت د روان وضعیت څخه د هیواد او ولس د را ایستلو لپاره هر اړخیزې هلې ځلې کوي خو دا د ټول افغان ولس مسئولیت دی چې دغه لوی او ویاړمن کار ته مټې ورکړي او خپل تاریخي رول ادا کړي ځکه تاوان هم د ټولو دی او مخنیوی یې هم د ټولو کار دی.

Related posts