سپتمبر 20, 2019

د سولې پروسې په اړه د سیاسي دفتر له فعالیت سره د مخالفت په هکله اعلامیه

د سولې پروسې په اړه د سیاسي دفتر له فعالیت سره د مخالفت په هکله اعلامیه

ټولې نړۍ ته معلومه ده چې له تیرو شپاړسو کلونو راهیسې زموږ په ګران هیواد کې د امریکې او د هغې د انډیوالانو د یرغل په وړاندې اسلامي امارت مشروع جهادي هلې ځلې کوي، خو یرغلګرو هیوادونو به اسلامي امارت ته ګوته نیوله چې د مسئلې سوله ایز حل لپاره پروګرام او اراده نلري بلکې یوازې یې په جګړه تمرکز کړی دی، له همدې امله موږ مجبور یو جګړې ته دوام ورکړو.

دا د اسلامي امارت په خلاف یو بې اساسه تور و.

د افغانستان د مسئلې سوله ایز حل د اسلامي امارت تګلاره وه او ده. نو د خپلې تګلارې د روښانه کولو لپاره یې په ۲۰۱۱میلادي کال کې د اړوند لوریو سره له توافق وروسته د قطر هیواد پلازمینې ته خپل تجربه کار او باوري سیاسي نمائندګان واستول، ترڅو دغه ځای د اسلامي امارت له خوا د سولې د پروسې د هڅو لپاره د تماس ځای حیثیت ولري.

د اسلامي امارت مشرتابه خپلو دیپلوماتانو ته دنده وسپارله چې یوازې د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل لپاره به هڅې کوي.

که د نورو هیوادونو پلاوو سره ګوري، نو اجنډا به یې سوله او په دې هکله د اسلامي امارت د موقف واضح کول وي.

سیاسي دفتر د امارت یو واکمن ارګان دی. له هغه پرته د امارت بل هیڅ ارګان او شخص په دې برخه کې اوس یا راتلونکي کې پټ او یا ښکاره فعالیت نه کوي او نه اجازه ورکړل شوې ده.

سیاسي دفتر خپل کار ترسره کړی، خو مقابل لوري په کراتو د سولې د پروسې مخه نیولې او اوس د دفتر تړلو ګنګوسې خپروي. دا پخپله د دوی د سولې ضد دریځ ښکارندوی ده.

د مثال په توګه په ۲۰۱۱ کال کې ټاکل شوې وه، په دوهم بون کانفرانس کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر هئیت ګډون وکړي او د مسئلې سوله ایز او واقعي حل ولټوي، خو د کابل ادارې یې د مخنیوي هڅه وکړه او امریکایانو تائید کړه. په همدې کال کې کله چې د اسلامي امارت سیاسي نمائندګان قطر ته ورسیدل، د کابل ادارې ورسره مخالفت وښود او د احتجاج په توګه یې له قطر څخه خپل سفیر کابل ته وغوښت.

په ۲۰۱۲ کال کې د فرانسې په شانټیلې کې د سولې اړوند کنفرانس څخه وروسته ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۳ کال په پیل کې په ترکمنستان کې یو بل کنفرانس جوړ شي او سولې ته لاره هواره شي، خو کابل یې مخالفت وکړ.

په ۲۰۱۳ کال کې له اړوند امریکايي لوري سره د یو لړ ملاقاتونو وروسته په دوحه کې د مذاکراتو لپاره رسماً دفتر پرانستل شو. خو مخکې له دې چې مذاکرات پیل شي، د کابل ادارې سملاسي د نوم او بیرغ تر پلمې لاندې مخالفت وکړ چې وروسته امریکا هم تائید کړ.

د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې کله چې په دوحه کې د پګواش دوهم کانفرانس لپاره له کابل څخه میلمانه راتلل، د کابل په هوايي میدان کې یې د سفر د مخنیوي هڅه وشوه.

همدا شان سږ کال د اګست په میاشت کې د پګواش د مؤسسې له خوا په قزاقستان کې یو کنفرانس جوړ شوی و او ټاکل شوې وه د سیاسي دفتر هئیت هم پکښې ګډون وکړي، خو د کابل ادارې ورسره مخالفت وښود او امریکې یې تائید وکړ.

له دې معلومیږي چې د افغانستان د مسئلې سوله ایز حل د امریکایي یرغلګرو او د هغوی د داخلي او خارجي انډیوالانو په تګلاره کې شتون نه لري. د افغانستان اشغال ته دوام ورکول، د افغانانو شهیدانول، د افغانستان ورانول او افغانستان د خپلو استعماري اهدافو لپاره د یوې نظامي پوستې په توګه استعمالول یې اصلي هدف دی.

د افغانستان د مسئلې واقعي سوله ایز حل اوس هم د اسلامي امارت تګلاره ده، خو باید ووایو که د سولې دغه دروازه د دوی له خوا بندیږي، په افغانستان کې د جګړې او د هغې د عواقبو هر ډول مسئولیت به یرغلګرو او د هغوی انډیوالانو ته متوجه وي.

د اسلامي امارت سیاسي دفتر

۱۴۳۹/۱/۹هـ ق

۱۳۹۶/۷/۷هـ ش ــ 2017/9/29م

Related posts