د رژیم بشري جنایت، د خپلو خلکو په ژبه …!! 

د رژیم بشري جنایت، د خپلو خلکو په ژبه …!! 

موسی فرهاد 

د بګرام زندان چې ویل کیدل افغاني شوی او تر ډېره یې زندانیان خوشي شوي وو ؛ د ګډسري رژیم واکمنانو بیرته له سره آباد کړ، له بندیانو یې ډک کړ او د خارجي بادارانو ترڅنګ یې یې په خپل واک کې وساته.

هغه ورځي د ولسي جرګي د بګرام محبس لپاره ټاکل شوي پلاوي مشر پخپله مرکه کې وویل چې په بګرام کې اوس مهال 6500 بندیان داسي بې برخلیکه پراته دي چې د چارواکو له خوا د څارویو په څیر چلند ورسره کیږي.

 د ده په خبره د دې شپږنیم زره بندیانو په جمله کې داسې کسان هم شته چې تر یوه کال زیاته موده په کوټه قلفویو ، تورو خونو کې پراته دي مګر تر اوسه یې چا تري د بندیتوب په اړه پوښتنه هم نه ده کړې.

 د پلاوي مشر په واضح ډول اعتراف کوي چې په بګرام زندان کې له بندیانو سره کیدونکي چلند د انسانیت او اسلامیت له ټولو مقراراتو ښکاره خلاف ورزي او یو ستر بشري جنایت دی.

 د پلاوي مشر الله ګل وايي: له هغه راهیسي چې د بګرام محبس چارې افغان دولت ته سپارل شوې بیا تر اوسه پورې هلته ټول میشت بندیان د خپل خپلوانو له ملاقاتونو څخه محروم دي.

د ناروغانو د درملنې هیڅ بندو بست نشته ، چې تراوسه پوري یې دریو تنو د نه درملنې له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

  بندیان په داسې اطاقونو کې ساتل کیږي چې ظرفیت یې د 4 تنو وي، خو دوئ ورکې 30 تنه اچولي وي. خو یو شمېر یې بیا په داسې تنهایي خونو کې ساتل کیږي چې خوب، خوراک، لمونځ اودس او قضايي حاجت یې ټول په هم هغو 2 په 3 متره مساحت اطاق کې وي.   په مجموع کې همدا ټول بندیان د آسارت له لومړۍ ورځې تر ننه پوري د لمر له وړانګو محروم دي.

د یاد پلاوي مشر الله ګل وایی چې د بګرام زندان د محبوسینو لپاره د درس او تعلیم هیڅ امکانات نه لیدل کیدل ، حتی چې بندیانو په خپلو اطاقونو کې په جماعت د لمانځه اداء کولو او د قرآن کریم په جهر لوستلو اجازه هم نه لرله.

نوموړی وایي چې موږ دا بندیان له نژدې ولیدل ، په دوی کې ډېری داسي کسان وو چې یوجوړ جامې یې له تیرو دووکلونو راهیسې په تن وې او ځینو نورو بیا د زندان له کمپلو څخه د سَترِ عورت په خاطر ځانته جامې جوړې کړې وي.

د کابل حکومت د ولسي جرګې دا غړی وایي ، زه حکومت ته وړاندیز کوم چې یا خو دې د بشري حقونو او انساني کرامت درناوی وشي، له بندیانو سره دې انساني چلند وشي، او که دا نه کیږي د هغوی لپاره دا غوره ده چې ټول په یو ځايي ډول کوم سیند ته وغورځول شي چې ټول په یوه کرت د دغه وحشي محبس له کړاونو خلاص شي.

همدا رنګه د تېر کال په نومبر کې د څرخې پله د زندان لپاره د مشرانو جرګې ګومارل شوى پلاوى پخپل راپور کې ویلي وو چې د دې زندان د بنديانو له ډلې څخه د 800 بنديانو د حبس موده بشپړه شوې ده، 440 نور د اعدام په سزا محکوم شوي دي او 144 نور په ناعلاجه ناروغۍ اخته دي.  هیئت ویلي چې د نوموړو ناروغو بنديانو کورنۍ وايي چي دوی ډېري هڅي کړې تر څو په شخصي ډول خپلو بنديانو ته د درملني چاره برابره کړي خو وایی چارواکو نه موږ ته اجازه راکوله او نه یې پخپله علاج کاوه .

    پلاوى ویلي و، له حکومته غواړي چې د ټولو بنديانو په تړاو دې له قانون سره سم چلند وکړي.  دوی وایي چې په زرګونو بندیان بې برخلیکه پراته دي . چې نه خوشي کیږي ، نه یې دوسییه څیړله کیږي او نه د بند پوره شویو محبوسینو د خلاصون حکم صادریږي.

  دا راز د هیواد په مختلفو زندانونو کې بندیان همداسي بې سرنوشته پراته دي ، نه ېې پر دوسییو غور شوی او نه یې د ژوند شرایط برابر دي ، نه هغه حقوق ورکول شوي چې د کابل ادارې په قانون کې د نړیوال بشري قانون سره په مطابقت کې ګڼل کیږي .

  د کابل ادارې پر دا ډول غیر انساني رویې باندي نړیوال بشري سازمانونه ، او د یرغلګرو ځواکونو حکومتونه هم خاموش دي . په داسی حال کې چې د بشر د حقوقو د ساتني په اړه  دعوې یې همیشه د میډیا پر مخ ګرځي راګرځي . خو په عمل کې یې اوس ثابته کړي چې د عامه خلکو پر وژنه یې څومره صرفه کړي او له اسیرانو سره یې چال چلند څومره غیر انساني دی .

Related posts