اکتوبر 20, 2019

دعوت او ارشاد: په جولای کې۳۸۲ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یو ځای شوي

دعوت او ارشاد: په جولای کې۳۸۲ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یو ځای شوي

د روان (۲۰۱۷م ) کال د جولای په میاشت کې د اسلامي امارت د دعوت ارشاد جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې ۳۸۲ تنه چې د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کې په کار بوخت وو، د حقایقو په درک کولو د دغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شول.

دوی مختلف النوعه لویې او وړې وسلې، مخابرې، وسایط او یو زیات شمېر مهمات مجاهدینو ته وسپارل.

د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شوو هیوادوالو وعده وکړه چي نور به د خپل دین او وطن له خارجي او داخلي دښمنانو سره هیڅ راز تعلق نه ساتي، له خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي، تر څو لوی خدای جل جلاله ژر تر ژره زموږ له ویاړلې خاورې څخه د کفر، فسق، اشغال، فحشاء او ګمراهیو کرغیړن ټغر ټول کړي او د مسلمانانو د خوښې یوه سوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي، چي ټول افغانان پرې راټول شي.

د اسلامي امارت د دعوت ارشاد جلب او جذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه، انعامونه او جایزې یې ورکړې او د دوی دغه نیک اقدام یې ډیر وستایه، چي د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل او د افغانستان اسلامي امارت له مجاهدینو سره یې خپل پیوستون اعلان کړ.

تفصلي یې په لاندي لینکونو کي لوستلی شئ.

د شمال ختيځ ولاياتو راپور له دغه ځايه کتلی شئ.

د جنوب لويديځ ولاياتو راپور دلته وګورئ.

Related posts