سپتمبر 19, 2019

آیا د کابل پروسه رښتیا د سولې لپاره ده؟

آیا د کابل پروسه رښتیا د سولې لپاره ده؟

نن په کابل ښار کې د اختلافي حکومت یوې برخې چې غني او اتمر یې مشري کوي، یوه غونډه را بللي وه، چې د کابل پروسه یې عنوان ورکړی و.
په دې غونډه کې د ګاونډیو هیوادونو په استازو علاوه د ځینو لیري ګمنامه هیوادونو نمایندګان او د ځینو  اینجیوګانو استازي هم پکې شریک کړل شوي وو.
د امریکا حکومت، چې د کابل ادارې اصلي بنسټګر دی، په یاده غونډه کې یې هیڅ نمایندګي نه وه، او نه د نورو مطرحو هیوادونو لوړپوو غړیو پکې استازولي درلوده. امریکا څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلی و، چې که د کابل اداره د غونډې تابیا وکړي؛ نو امریکا به یې ملاتړي وي، چې ښایي همدا بیان د کابل ادارې د ځان لپاره کافي ګڼلی وي؛ ځکه چې امریکا او د ناټو مخکښ هیوادونه اوس د کابل ادارې ته د هیڅ په سترګه هم نه ګوري، او نه ورته قابل اعتبار اداره ښکاري. د فساد، ګډوډي، اختلافات، بدبینۍ، په جګړه کې د نه ټینګیدا او د داسې نورو ډېرو دلایلو له کبله یې زړه ترې مات شوی.
چې د کابل اداره هم د امریکایي اشغالګرو د نه پاملرنې له وجې د وارخطايي ښکار ده، ویره لري چې ډالري مرستې به ورباندې کمې او یا بیخي وچې شي. شنونکي یې روان داخلي کشمکش هم د همدې پایله بولي، چې د بادارانو له لوري د نه پاملرنې او پیسو له احتمالي بندښت سره مخ کیدونکي دي.
نن چې یې د کابل پروسې په نوم کومه غونډه رابللې وه، هغه هم د همدې لپاره وه چې څنګه وکولای شي د ډالري مرستو څه نا څه بدیله لاره ومومي او په دې توګه خپل نامشروع مړ ژوانده باچاهي ته دوام ورکړي او په هیواد کې د بدمرغیو او جګړو اور بل وساتلای شي.
که څه هم اشرف غني د غونډې اجنډا له طالبانو سره د سولې خبرې وبلله؛ خو په حقیقت کې یې له خبرو نه د واقعي سولې په اړه هیڅ اراده څرګنده نه شوه.
تنها هغه تکراري او غیر عملي ټکي یې ذکر کړل چې له وخته یې د افغان ولس او نړیوالې ټولنې د دوکه کولو لپاره زمزمه کوي.
غني وویل: طالبانو ته د لڼد مهال لپاره، سولې ته د راتللو موقع ورکوم، که چیرې هغوی په دې موده کې تیار نشي نو زموږ د نړیوالو دوستانو قهر او بندیزونو ته دې تیار شي.
غني که څه هم د سولې ږغ طالبانو ته و؛ خو په عین حال کې یې پاکستان مخاطب کاوه چې پاکستان دې راوړاندې شي او د سولې لپاره دې میکانیزم راکړي، چې سوله وشي.
غني وویل، سوله کوم خو تاسې دا ګمان ونکړئ چې سوله د زور او فشار له امله کوم. ده د خپلو خبرو په ترڅ کې یو څو نور اخطارونه هم ورکړل چې هیڅ ډول عملي او حقیقي بڼه یې نه لرله او نه يې له وړاندې په دې فکر کړی و چې آیا دا ډول لهجه کارول د سولې لپاره مناسبه وي کنه؟
غني د څه له پاسه ۲۵ هیوادونو د استازو په مینځ کې دا خبرې په ښه شاهانه انداز کولې، په داسې حال کې چې د خپل حکومت اجرائیه رئیس يې په غونډه کې موجود نه و او خارجه وزیر په شمول یو شمېر نور وزیران او لوړ پوړي چارواکي د ارګ په څو مترۍ کې په احتجاجي کیمپ کې ناست دي، چې خپل حکومت نا اهله، بې کفایته، او ناکام بولي او له غني نه د ژر تر ژره د موقت حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه کوي، چې دا یو بل ستر تاریخي شرم دی.
نو آیا په داسې یوه فضاء کې به د کابل پروسه کوم مؤثریت ولرلای شي؟ او آیا په دا ډول لهجه او عدم میکانیزم سره د سولې تصور ممکن دی؟ بالاخره، آیا رښتیا د کابل پروسې په نوم غونډه رښتیا هم د افغان غمیزې د حل او د سولې د راوستو په موخه دایره شوې وه؟ نه هیڅکله نه.

Related posts