سپتمبر 15, 2019

بدخشان: زیباک کې ۲ پوستې فتحه، دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته، جګړه دوام لري

بدخشان: زیباک کې ۲ پوستې فتحه، دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته، جګړه دوام لري

د نویو پيل شویو منصوري عملیاتو په لړکې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ اړوند ګل خانه سیمه کې د مزدور دښمن په مرکزونو او پوستو داسلامي امارت مجاهدینو کارنده تعرضي بریدنه پیل کړل.
د ترلاسه شوي خبر په اساس د نښتي په جریان کې تردې مهاله د دښمن ۲ مهمې پوستې په بشپړه توګه فتحه شوې.
دغه راز دښمن ته درانه ځاني اومالي تلفات واوښتل.
په خبرکې ویل شوي، جګړه لاهم په شدت سره جریان لري او دښمن د تیښتي په حال کې دمجاهدینو ترتعقیبي بریدونو لاندي دی.
2017/4/28

Related posts