سپتمبر 15, 2019

کاپیسا: نجراب کې پوسته فتحه، د قومندان په ګډون ګڼ عسکر قتل، وسلې یې غنیمت شوې

کاپیسا: نجراب کې پوسته فتحه، د قومندان په ګډون ګڼ عسکر قتل، وسلې یې غنیمت شوې

د تازه پیل شویو منصوري مبارکو عملیاتو د ځپونکي جریان په ترڅ کې نن سهار ۵ بجې د یادو عملیاتو له اعلان سره سم د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ کې د دښمن په ګڼو مرکزونو بریدونه پیل شول.
د ترلاسه شویومعلوماتوله مخي د بریدونو په جریان کې د دښمن ۱ مهمه پوسته، چې د یادي ولسوالۍ اړوندافغانیه درې د لمر۳ په نوم یاديږي، په بشپړه توګه فتحه شوه.
په دغه پوسته کې د پوستې د قومندان(سردار) په ګډون ګڼ عسکر ووژل شول، یو شمیر نور ژوبل دي.
دغه راز له دښمن څخه ۱ میل دهشکه، ۱ قبضه راکیټ، ۱ میل پیکاماشیندار، ۱ میل کلاشینکوف او ګڼ شمیر مهمات په غنیمت ونیول شول.
په یاده جګړه کې د الله تعالی په فضل سره مجاهدینو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
2017/4/28

Related posts