سپتمبر 15, 2019

میدان وردګ: جلګه او چک کې ۸ تنه عسکر مړه اوټپیان شول

میدان وردګ: جلګه او چک کې ۸ تنه عسکر مړه اوټپیان شول

نن سهار شاوخوا ۹ بجې د میدان وردګ ولایت جلګې ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ته نژدې سیمه کې په مزدورو عسکرو د اسلامي امارت مجاهدینو د ښخ شوي ماین په مټ چاودنه ترسره کړه.
خبروایي په دغه چاودنه کې ۴ تنه عسکر ووژل شول، ۲ نور ټپیان شول.
دغه راز هغه عسکر هم دمجاهدینو له کارنده بریدونو سره مخ شول، چې د وژل شویو اوټپيانو د لیږدولو په موخه سیمي ته په لار وو.
د معلوماتو په اساس په دغه برید کې هم دښمن ته مرګ ژوبله واوښته، مګر دقیق شمیر یې لانه دی روښانه شوی.
د نوموړي ولایت په چک ولسوالۍ کې د دښمن هغه عسکر د مجاهدینو له ناڅاپي برید سره مخ شول، چې پلي روان وو.
برید نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د یادي ولسوالۍ اړوند کولک سیمه کې رامنځته شو.
د خبر په اساس د برید په پایله کې ۱ تن عسکر ووژل شو، چې جسد یې تر ډیره وخته د جګړې په ډګر کې پاتي وو او ۱ بل ژوبل دی.
معلومات زیاتوي نن سهار شاوخوا ۸ بجې د یادي ولسوالۍ اړوند لنګر ډاګ سیمه کې د دښمن له لوري جوړه شوي غونډه د مجاهدینو تر بریدلاندي راغله، چې له امله یې غونډه ګډوډه شوه او دښمن ته په کې ځاني او مالي زیان ورسید، چې کره شمیر یې تردې دمه نه دی روښانه شوی.
2017/4/27

Related posts