اکتوبر 22, 2019

ننګرهار: غني خیلوکې ګډو عسکرو د چاپې په مهال ۲ ملکیان ټپيان، ۳ بندیان کړل

ننګرهار: غني خیلوکې ګډو عسکرو د چاپې په مهال  ۲ ملکیان ټپيان، ۳ بندیان کړل

د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې امریکایي اشغالګرو د داخلي ګوډاګیو عسکرو په ملتیا د ملکي خلکو په کورنووحشیانه چاپه ووهله.
چاپه تیره شپه شاوخوا ۲ بجې د یادي ولسوالۍ اړوندسیاه چوب سیمه کې ترسره شوه.
خبروایي ګډو وحشي عسکرو د خلکو د کورونو درازي په بمونو والوزولي، په کورونو کې یې تالاشۍ وکړې، شتمنۍ یې ورڅخه لوټ کړې اوخلک یې سخت ووهل.
د ترلاسه شویو معلوماتوله مخي ۲ تنه کلیوال یې په ډزو ټپیان کړل او ۳ تنه نور یې له ځان سره د بندیانو په توګه یوړل.
2017/2/22

Related posts