سپتمبر 20, 2019

څو شیبې د مولوي سیدمحمد حقاني (رح)، د خاطراتو په چم کې

څو شیبې د مولوي سیدمحمد حقاني (رح)، د خاطراتو په چم کې

ليکوال: جرس

دادی دمرحوم مولوي سید محمد حقاني رح پر همیشنۍ جدایي کال واوخت،نوموړی دتیر(۱۴۳۷هـ)ربیع  الاول دمیاشتې په  (۲۲)نیټه رانه ناڅاپه وکوچیداوداسلامي امارت  فرهنګي هسته یې ځانته پریښوده ،اوس هم راسره په تلفون کې دده هغه له سوزه او درده ډکه  جمله ثبت ده، چې  دبستر په حالت کې یې له روغتون نه  راته تیلفوني پیغام کې ولیکل  :چې ((خدای ج دې ستاسو غم نه راکوي …په بدحالت کې یم به حال سره وکړو…..))کله چې تلفون کې دمرحوم  دا لیک وګورم ، نو دده روح  راته مجسم شي او بي اختیاره ورسره خبرې پیل کړم،نه پوهیږم ،چې ولې رانه  نه هیریږې ،دوستان او ملګرې مو ډیررانه رخصت شوي ،خو دده ویراو یادمو خاطرآرام نه پریږدي،دهغه بشاشه او له خندا ډکه څیره ،له موسکا او تبسم نه ډکې شونډي ،خوږې خبرې ،دمحبت نه ډک مجلس ،دنګه ونه ،هر وخت دتلفون له لارې تودې پوښتنې ،داخلاص اوډاډ اظهار،متدینه اوحوصله ناکه ګونه ،هغه ځانګړتیاوې وي، چې څښتن تعالی دحقاني صیب په خاورین وجود کې رانښتې   وي .

محترم مرحوم مولوي سیدمحمد حقاني رح چې داسلامي امارت یو فعال دیپلومات ،فرهنګپاله او سیاسي شخصیت وو،خو بیا یې هم ددومره مواصفاتو سربیره انکسار نفس کاوه او له یوه ټیټ روتبه طالب ملګرې نه یې هم ځان جګ نه ګاڼه ،ددې سربیره یې ژوند له تکلفاتونه لیرې و،ډیره  ساده ګې یې ژوند کې درلوده اوځان یې دیوه عالي اودلوړ شخصیت په حیثیت نه مطرح کاوه .

دجرأت یوه بیلګه  یې راته اوس هم یاده ده، چې کله له کابل میشتې ژورنالست (وحید مژده )سره دحقاني صیب تلفوني خبرې اومکالمې  میډیا ته راووتلې نو زه هم ورته هک پک حیران شوم، چې اوس به نوڅه کیږي ، حقاني صیب  به دخپل امنیت څه پلان نیسي، ترڅو ځان ته ددې پیښې له عواقبو نه نجات ورکړي ،غوښتل مې خپلې اندیښنې ورسره شریکي کړم او  پدې نا متصور کار ورته څه تسلیت ورکړم ،ده ته مې تلفون وکړ،نوموړې سمدستې  راته په ډیر متانت او جرأت سره تلفون کې وویل : چې دا مو تګلاره ( مشن) دی ،دداسې خبرو  عواقبوته به تل چمتویو ،پریږده، چې دښمن ته هم معلومه شي، چې مونږ(طالبان) هم دومره اوږدي ریښې لرو ،په همدومره لویه کچه په پلازمېنه کابل کې هم فعال یواو پخپله ژرونالستانوسره تماس کې یواو….او……

کله به چې داختر ورځې وي، نو داخترپه مبارکۍ کې به دا رانه مخکې شو او ړومبی به حقاني صیب  داختر دمبارکۍ تلفون راوکړ،که به مو څه وخت سره ونشوای کتلای، نو هم ده به مو ترهرچا ړومبی پوښتنه وکړه،خولنډه داچې په هرشئ کې رانه مخکې و، ددې سربیره چې دا دفرهنګي کمیسون مرستیال  و،او مونږ ه یې باید دده پوښتنه کړی وی، خو ده داځای هم تش پرینښوداوهغه څه یې په ژوند کې وکړل ،چې دیوه کامل انسان له ځانکړتیاوو څخه دي ،هغه کارنامې یې په راثت کې پریښودي چې نوربه یې په سختۍ سره وکړي ،سړي ته دعمرفاروق رضی الله عنه  دخلافت ددور یوه خبره رایاده شي ،تاریخونو لیکلې ،چې  کله ابوبکرصدیق رضی الله عنه وفات شو ،نودهغه د وصیت سره سم چې ام المؤمنین عایشې رضی الله عنها ته یې کړی و چې ((زما له وفات نه پس  به زما مال ټول وګورې ،کوم مال چې مادخلافت په دوره کې پیدا کړی وي، هغه ټول  مال به زماله خپل مال نه جلااو زما نه  پس به یې دمسلمانانوخلیفه ته وسپاري، تردې چې زما دبدن دا جامې اوتوره او ډال هم …. تاریخ پوهان  لیکي :چې کله عمرفاروق رض خلیفه شواو حضرت عایشې رض ورته دحضرت ابوبکرصدیق  رض  مال راوړ ،تردې چې دده  دبدن جامې ځغره ،امسااوتوره هم پکې وه، چې کله عمررض دا وکتل ،نو بي اختیاره یې له سترګو نه اوښکې روانې شوي او ویې وویل چې الله ج دې پر تاورحمیږې ،دا ځای دې هم تش پرینښود،اوپه ژوند کې دې هغه څه وکړل چې  ستانه وروسته خلفاوو ته به یې کول  سخت وي  …..

مرحوم حقاني رح ته څښتن تعالی له انسه ډک  مزاج او نرم طبیعت ورکړی و،هر وخت به یې یو خاص کیفیت درلوده ،ډیر حلیم او صابرو ،ماچیرته دده تندي باندې ګونځي ندې لیدلې او نه مې په تروه ټنډه لیدلی ،بلکې هغه مې چې ترې لیدلې ،له خندا ډکه خوله ،مهربانه ملګرتیا ،دناګوارو حالاتو په وړاندې دحوصلې غر او دکمالي عاداتو څښتن !

وایې دښو خلکو عمر کم وي ،حقاني صیب هم دکریمه خویونواو دیوه کامل انسان صفات درلودل، دادی اوس که مو منځ کې نشته، نوخاطرات یې په لسګونواو سلګونوراسره شته او دده یاد یې ژوندی ساتلی .

په لنډه به ووایو چې :  مرحوم الحاج  مولوي سید محمد حقاني رح یو بیلګه انسان ،دتواضع ،ښو اخلاقو ،مجاهدې ،اخلاص او زړه سواندۍ یوه الګو او نمونه وه ،چې داسلامي امارت په یوه جهادي خدمت کې بوخت و،چې دورپیښې ناروغۍ له امله یې  خپل روح لایزال څښتن ته پداسې حال کې وسپاره، چې دمسافرت او پردیسۍ په نهیلیوکې له کورنۍ لیرې اواسلامي امارت په خدمت کې مصروف وو، الله تعالی  ته مو دواړه لاسونه په دعا دي، چې دآخرت سفر ورته اسان او قبر یې له انوارو ډک کړي او په خپلوپریمانه رحمتون کې یې ونغاړي ! آمین

Related posts