سپتمبر 20, 2019

د شهید مولوي احسان الله احسان  صاحب ژوند او کارنامو ته کتنه

د شهید مولوي احسان الله احسان  صاحب ژوند او کارنامو ته کتنه

عبدالرؤف حکمت

اسلامي خوځښتونو  همیشه د هر  بخش لپاره ځانګړي، ورزیده او با استعداده رجال درلودلي دي. که د خوځښت ځیني برخوال د تورې او جنګ د ډګر نومیالی وي ځینې نور بیا د سیاست، دعوت، خطابت او د خلکو د زړونو د فتحه کولو په چاره کې داسې مهارت او استعداد لري چې هره خبره او چلند یې د زرګونو مرمیو په تناسب ستره نتیجه او فتحه په لاس راوړي.

الله تعالی خپل اشرف مخلوق انسان ته  بیلابیل استعدادونه ورکړي دي چې په دې استعدادو کې یو مهم استعداد د نطق او بیان استعداد دی چې انسان له نورو مخلوقاتو څخه ممتاز ګرځوي. خو کله چې همدغه د بیان او وینا استعداد د فصاحت او بلاغت له کمال سره همغاړی شي او ورسره د اخلاص او صمیمیت مرسته هم وي نو بیا د ویناکوونکي وینا په نورو خلکو د سحر غوندې اغیز کوي، خبرې یې په زړونو کې لارې باسي  او د افکارو په توجیه او تهذیب کې ستر نقش لوبوي.

شهید مولوی احسان الله احسان صاحب د افغانستان په سطحه یو له همداسې خطباوو او ویناوالو څخه و چې د اغیزناکې وینا یادونه به یې تر ډيره د افغانانو په اذهانو او زړو کې خوندي وي. شهید احسان صاحب د هیواد د تاریخ په یوه حساس پړاو کې د سیاست میدان ته راودانګل، هغه مهال چې افغانستان د حتمي تجزیې له ګواښ سره مخ و، اولس د ذات البیني جګړو او فساد په لمبو کې کبابیدو او په هر اړخیزه توګه د فساد او هرج و مرج توپان را الوتی وو. مولوی احسان الله احسان صاحب د ګڼ شمیر نورو علماء کرامو او طالبانو په شمول د فساد د محوه کولو لپاره د جهاد میدان ته راوړاندې شول،د طالبانو اسلامي تحریک او په تعقیب یې د افغانستان اسلامي امارت تأسیس کړ، هیواد یې له فساد او ګډوډیو وژغوره او د جهاد ثمره یې د ضیاع له خطر څخه خوندی کړه.

شهید مولوي احسان الله احسان

شهید مولوي احسان الله احسان د مولوي اغا محمد زوی  د مولوي  میرزا محمد لمسی په قوم پوپلزای چې اصلي ټاټوبی یې د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ د بورې د علاقې  لوی کلي دی په  کال ۱۳۸۱ هجري قمري کي د محرم د میاشتې په پنځمه نیټه د زابل ولایت  دمیزاني ولسوالۍ د سلیم په کلي کي  په یوه متدینه علمي کورنۍ کې زیږیدلی دی. دشهید مولوي احسان الله  نیکه  مولوي  میرزامحمد صاحب دکندهار ولایت  له مشهوروجهادي  اوعلمي شخصیتونوڅخه بلل کیږي؛  نوموړي  دافغان انګلیس د دوهمي جګړې په مهال دانګریزانوخلاف په ډیرو جګړوکي فعال سهم درلود اودخپل همدغه فعال جهادي مساهمت له امله دکندهار ولایت  په سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک کي له انګلیسي پوځونوسره په مخامخ مقابله کي په پښه زخمي شوی  و چي له همدې امله دسیمي دخلګوپه منځ کي دګوډ ملا میرزامحمد په نوم مشهور و.

زدکړه او تحصیل یې :

شهید مولوي احسان الله احسان  له  وړکوالي څخه دفطری نبوغ اوسرشاره علمي  ذکاوت څښتن و. نوموړی په یوه متدین علمي خاندان کې زیږیدلی و د پلار په شان یې والده شریفه هم د دیانت او زهد څښتنه وه چې ویل به یې شهید احسان ته مې همیشه په اوداسه شیدې ورکړي دي. د شهید احسان صاحب مور به د نوموړي د ذکاوت په اړه ویل چې له کوچنیوالي د نبوغ او ذکاوت څښتن و د پنځو کلونو و چې آیت الکرسي یې یاد کړې او ماته یې هم را یاد کړه. د شهید احسان  والد صاحب  له هماغه وړکتوبه څخه دده علمي اوتربیوي روزني اوپالني ته ډیره توجه کوله .لومړی  یې په خپل کورکي په هغه باندي  دابتدايي دیني  علومو زده کړه پیل کړه اوبیا وروسته یې  دشرعي علومو دتحصیل لپاره د پاکستان  لوړوشرعي مراکزواومدارسوته ولیږه .شهید مولوي احسان الله  صاحب خپل لوړشرعي تحصیلات  ددارالهجرت په بیلا بیلو دیني مدارسوکي  په ډیرزیار اوکوښښ سره حاصل کړل. د پاکستان د خیبر پښتونخوا له سوات علاقې نیولې بیا د بلوچستان تر مختلفو سیمو لکه، میزۍ اډه،پښین، کچلاغ،لور لایي او مرکز کوټه کې یې د خپل وخت له زبده عالمانو او مدرسینو لکه مولوي سعد الدین اخندزاده،مولوي عبدالغفور صاحب،مولوي شرف الدین صاحب، مولوي عنایت الله مشهور په غبرګي اخندزاده،مولوي عبید الله قندهاري، مولوي ابوالفضل معین الدین صاحب او نورو څخه یې دیني علوم او فنون حاصل کړل تر دې چې د احادیثو تر وړې او لویې دورې پورې ورسید.

وړه دوره یې د کویټې په مشهوره مدرسه جامعه اشرفیه کې له شیخ الحدیث مولوي عبدالباري او مولوي عبدالحی څخه ولوسته او لویه دوره یې په همدې مدرسه کې له شیخ الحدیث مولوي عبدالغفور صاحب څخه پیل کړه. خو د کال په اوږدوکې شیخ الحدیث مولوي عبدالغفور صاحب وفات شو، نو ځکه یې پاتې سبقونه  د کویټې د شالدرې په مدرسه کې له شیخ الحدیث حافظ عبدالواحد صاحب څخه تکمیل کړل او له دیني علومو د فراغت سند یې ترلاسه کړ.

د کمونیزم په خلاف جهاد

شهید مولوي احسان الله صاحب  لادخپلو دیني تعلیماتو دحصول په ابتدایي مرحله کي و چي په افغانستان کي کمونستانو دیوې پوځي کودتا له لاري دقدرت واګي ترلاسه  کړې چي سمدستي یې پرخلاف  مؤمنو افغانانو اسلامي جهاد پیل کړ. په دغه مقدس جهاد کې دافغانستان ټول ملت  په بیساري میړاني اوشهامت سره سهم درلود، خودهغه دقیادت او درهبرۍ مسؤلیت  دشرعي اومذهبي  مکلفیت له مخي تر ډيره دعلماوو په اوږو ورلویدلی و. شهید مولوي احسان الله صاحب هم چي دخپلي سیمي په کچه یې په یوه علمي اوجهادي کورنۍ پوري تعلق درلود  نوتربل هرچایې دروسانواوکمونستانو خلاف جهاد خپل دیني مسؤلیت باله .

نوموړي دهمدغه دیني مسؤلیت له مخي  لومړی دزابل ولایت  دمیزاني ولسوالۍ دشهید مقیم ترمشرۍ لاندي دیرغلګرو روسانوپه ضد جهاد پیل کړ.له هغه وروسته  هلمند ولایت ته ولاړ  اوهلته  یې دوه کاله  دهماغه  ولایت په مختلفوجبهاتو کي دکمونستانوخلاف جهاد وکړ.په هلمند ولایت کي د بېلابیلو جهادي  اوپوځي تکتیکونوترلاسه کولو وروسته بیرته  زابل ولایت ته راغی اودلته  یې دمولوي عبد الظاهرپه ملګرتیا ددې ولایت دمیزاني ولسوالۍ په ارغسو غره کي دیوې فعالي جهادي جبهې بنسټ کښېښود.شهید مولوي احسان الله به  دخپلي نوي تأسیس شوي  جبهې مجاهدینوته  دپوځي اوعسکري زده کړي ترڅنګ  د دعوت په حلقوکي دفکري پوهني  اواسلامي ثقافت  درسونه هم ورکول اوهغوی به یې  دپوځي زده کړي ترڅنګ په علمي اوفکري  لحاظ هم  دالحاد اوبیدینۍ په خلاف جهاد اومبارزې ته چمتو کول .

نوموړي وروسته ډیره توجه ددیني زدکړو تکمیل ته واړوله خو بیا یي هم د خپل توان او فرصت په اندازه په جهادي فریضه کې ونډه اخیسته او د جهادي داعیې یو مخکښ داعي او عملي مجاهد و.

د طالبانو په اسلامي تحریک کې شمولیت

د ۱۴۱۵ هجري قمری کال د محرم الحرام په میاشت   کي چي  په هیواد کي  دجهادي نیمګړو آرمانونو دتحقق لپاره  داسلامي امارت دمشرتابه له لوري  دطالبانو  اسلامي  تحریک تاسیس شو نوشهید مولوي احسان الله صاحب یوله  هغو لومړنیوکسانوڅخه و چي  په خورا اخلاص اوصداقت دتحریک دمؤسس ترڅنګ ودرید  اوپه  خپلونه ستړي کیدونکو هلوځلویې دهغه  ملاتړ وکړ.دتحریک دتأسیس په هماغو اوائلوکي چې لا د طالبانو تحریک د میوند او ډنډ ولسوالۍ له حدودو نه  و تېر شوی مولوي احسان الله صاحب نه یوازې عملا د اسلامي تحریک غړی شو بلکې دخپلي سیمي ټول جهادي قومندانان اوعام ولسي خلګ  یې دې ته وهڅول چي  په سوله ییزه توګه له تحریک سره یوځای  اوله خپلو وسلوسره  دطالبانو په لیکوکي په هیواد کي دیوه سوچه شرعي نظام  دحاکمیت لپاره  قربانۍ ورکړي.هماغه ؤ چي  دشهید احسان صاحب  ددغو حکیمانه هلوځلو له برکته  دسیمي ډېر پخواني جهادي قومندانان او عام خلګ دې ته تیارشول چي له تحریک سره یوځاي شي . مولوي احسان صاحب د علماء کرامو د هغې شورا غړیتوب هم درلود چې د مرحوم شیخ مولوي عبدالعلي دیوبندي صاحب په مشرۍ یې به بولدک کې ټوپکي قومندانانو ته  دعوت ورکړ تر څو له  پاټکمارۍ او ظلم زیاتي لاس واخلي او د طالبانو د تحریک داعیه ومني خو دا چې هغو ټوپکیانو له ډیرو دعوتونو سره سره هم  خپل ناروا حاکمیت ته دوام ورکاوو نو ځکه طالبانو د شهید ملا محمد اخند په مشرۍ د هغو په ضد عملیات وکړل او د بولدک ساحه یې ترې تصفیه کړه.

د مولوي احسان الله صاحب ستره کارنامه

د کندهار له فتحي وروسته د ۱۳۷۳ هـ ش کال د جدي د میاشتې په ورستیو کې د طالبانو لښکر له کندهار څخه د زابل په خوا حرکت پیل کړ. مولوي احسان الله احسان صاحب هم د امارت د نورو مشرانو تر څنګ ددې لښکر برخوال و، د زابل په ولایت کې موجوده مجاهدینو او طالبانو د دوی هرکلی وکړ او واک یې په بشپړه توګه وروسپاره. له زابل وروسته همدغه لښکر غزني ولایت ته ورسید. د غزني مرکز، ولایت، فرقه او نور مهم مراکز په غزني کې یو شمیر خیرخواه قومندانانو  طالبانو ته وسپارل، خو د غزني په یونټ او روضه سیمو کې د حزب اسلامي او حزب وحدت له ډلو سره جنګ وشو چې وروسته هغوی تیښتې ته اړ او  سیمه مکمله د طالبانو تر واک لاندې راغله.

که څه هم د طالبانو د همدې لښکر  لویه برخه د میدان وردګو په خوا لاړل او تر میدان ښار، لوګر او چهاراسیاب پورې ورسیدل خو د همدې کال د دلوې د میاشتې په ۲۷ نیټه د طالبانو یوه لویه ډله د مولوي احسان الله احسان صاحب په مشرۍ د له غزني د پکتیکا په خوا لاړه . د پکتیکا ولایت ځایي علماء او مشرانو ورته د ولایت واک په بشپړ ډول وسپاره. له همدې ځایه مولوي احسان الله احسان صاحب د لویې پکتیا له جهادي قومندانانو او مطرحو مشرانو  لکه ستر مجاهد مولوي جلال الدین حقاني،ملا عبداللطیف منصور، مولوي فرید الدین محمود او نورو  مجاهدینو سره خبرې پیل کړې تردې چې دمولوي احسان  صاحب د مدبرانه تګلارې، قوي استدلال او قانع کوونکو وضاحتونو په نتیجه کې د لویې پکتیا یعني پکتیا، پکتیکا او خوست ولایاتو ټول مجاهدین د اسلامي امارت  په واکمنۍ قانع او په پوره اخلاص یې خپل تشکیلات د اطالبانو د اسلامي تحریک په صفوفو کې مدغم کړل. چې په دې توګه نه یوازې دغه دری مهم ولایات  په مکمل ډول د اسلامي واکمنۍ برخه وګرځیدل بلکه د ځایي مجاهدینو، طالبانو او د له هغوی سره د موجودو امکاناتو او وسلو او عام اولسي ملاتړ په  مټ اسلامي تحریک نور هم قوي شو چې ددغې پروسې په کامیابۍ کې ډیر رول د مولوي احسان الله احسان صاحب  و چې په خپل فصیح او بلیغ استدلال سره یې اسلامي تحریک خلکو ته د یوه واقعي اسلامي او افغاني تحریک په حیث ورمعرفي کړ او  د هغوی بشپړ قناعت او ملاتړ یي حاصل کړ.

په اسلامي تحریک مسؤلیتونه

مولوي احسان الله احسان صاحب چې د اسلامي تحریک په اوائلو کې یې د جنوب ختیځ  زون په ولایاتو کې د طالبانو سرپرستي او مشري په غاړه درلوده د هرات ولایت له فتحې څه موده وروسته د عالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله په امر د هرات ولایت د والي په حیث وټاکل شو هغه مهال چې هرات ولایت په پوځي لحاظ فتحه شوی و مګر په ذهني لحاظ لا هم ډیر خلک د طالبانو په اړه شکمن و او له همدې امله ډیر خطرات موجود و او همیشه به په ښار او اطرافو کې د طالبانو په خلافت مزاحمت او بریدونه کیدل. مولوي احسان الله احسان صاحب په خپلو عالمانه قانع کوونکو ویناوو او مدبرانه برخورد سره په دې وتوانید چې ددې ولایت د خلکو باور او زړونه را خپل او په دې توګه په هرات کې د اسلامي امارت په خلاف موجود مشکلات او مخالفتونه له ريښې ختم شی.

د ۱۳۷۵ هـ ش کال د حمل په میاشت کې کله چې په کندهار کې د اسلامي امارت د تأسیس غونډه دائره او د طالبانو تحریک د افغانستان په اسلامي امارت سره تبدیل شو. د علماء کرامو په دې عظیم الشانه غونډه کې چې شاوخوا یونیم زر تنه علماء کرامو په کې ګډون کړی و مولوي احسان الله احسان صاحب په کې کلیدي رول درلود د غونډې په جریان کې مولوي احسان الله صاحب دغې شوری ته  د ملا محمد عمر مجاهد لپاره د امیرالمؤمنین لقب عرض کړ چې د شوری لخوا د رأیو په اتفاق سره تصویب او له کلونو وروسته یو ځل بیا دغه نوم د اسلامي سیاست په قاموس کې راژوندی شو.

د همدې کال د میزان په میاشت کې چې طالبانو د کابل د فتحې عملیات پیل کړل د افغانستان د ختیځ د فتوحاتو په سلسله کې مولوي احسان الله احسان صاحب لومړی د ننګرهار ولایت د والي په حیث وټاکل شو خو څو وروسته چې کابل فتحه شو نوموړی د اسلامي امارت د لومړنۍ کابینې د تعین په مهال د افغانستان بانک د لوی رئیس په حیث وټاکل شو.

د ۱۳۷۶هـ ش کال د جوزا د میاشتې په لومړیو کې چې طالبانو په شمال ولایاتو کې له جنرال مالک سره ناکامه موافقه وکړه چې په لړ کې یې د لنډو ورځو لپاره د فاریاب،جوزجان سرپل او بلخ ولایاتو ته طالبان ور داخل شول مولوي احسان الله احسان صاحب د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په امر له څو تنو نورو امارتي مشرانو سره مزار شریف ته لاړ  تر څو هلته  د وضعیت په برقرارۍ کې همکاري وکړي. خو له موافقې دوه ورځې بعد جنرال مالک اړخ بدل کړ او له حزب وحدت سره د شریکې دسیسې په پایله کې یې د طالبانو په خلاف غدارانه اقدام وکړ چې په نتیجه کې یې په زرګونو په پاک نیت ورغلي طالبان په شهادت ورسیدل چې له دې جملې د امارت څو تنه زبده مشران من جمله مولوي احسان الله احسان صاحب هم و.

د شهید مولوي احسان الله احسان صاحب د شهادت واقعه

دلته به د شهید مولوي احسان الله احسان صاحب د شهادت واقعه د نوموړي د ورور مولوي عبدالغني احسان صاحب له قوله درسره شریکه کړو چې ددې پیښې عیني شاهد پاته شوی دی. نوموړی وایي: د ۱۳۷۶ هجري شمسي کال د جوزا په پیل کې زه کابل ته د مولوي احسان الله صاحب د لیدلو لپاره لاړم. خو هلته مې دی ونه لید ځکه پاکستان ته یې سفر کړ تر څو د مزار له سقوط وروسته پاکستان هیواد د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو ته وهڅوي چې په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د هغه وخت د سفیر مولوي شهاب الدین دلاور صاحب په خبره پاکستان هیواد بالاخره همدې ته تیار هم شو او د د جوزا د میاشتې په څلورمه نیټه یعني د مزار له تحول سمدستي وروسته یې اسلامي امارت د افغانستان د رسمي حکومت په حیث په رسمیت وپيژاند چې په تعقیب یې سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو هم اسلامي امارت په رسمیت وپیژاند.

مولوي عبدالغني صاحب زیاتوي: زه بیا کندهار ته راغلم او مولوي احسان صاحب هم له پاکستان څخه کندهار ته او له هغه ځایه  د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر ملا محمد غوث او څو نورو مشرانو په ملګرتیا مزار ته لاړل. زه هم ددوی په تعقیب په الوتکه کې شبرغان او له هغه ځایه مزار شریف ته لاړم، په مزار کې د ښار د امنیت لپاره د طالبانو او جنرال مالک تر منځ ګډ پلان جوړ شو چې شپږ اعضاء یې درلودل. د طالبانو لخوا  د فاریاب والي سیدجانان اغا، دهرات امنیه قومندان ملا عبدالحق او زه و او د جنبش لخوا  شیرعرب،جنرال مجید روزي  او مولوي عثمان وو.

یوه ورځ چې تیره شوه په ښار کې جنګ شروع شو. سره له دچې جنګ جنرال مالک شروع کړی و خو موږ ته یې ویل چې دا د حزب وحدت کسانو شروع کړی دی.مازدیګر جنګ شروع شو تر سهار پورې  د سهار په وخت کې ډیر طالبان څوک د شبرغان خواته او څوک د سیلو خواته له مزار ښار نه ووتل. په همدې ورځ سهار اته بجې چې د ۱۳۷۶ لمریز کال د جوزا د میاشتې ۷ مه نیټه وه زه د روضې شریفې له مسجد سره ولاړ وم چې په جیپ موټر کې څو طالبان راغلل او راته ویي ویل چې مولوي احسان الله صاحب او نور ملګري د مخابراتو  په ریاست کي دي ما په ډیر تکلیف ځان ورورساوو. هلته مولوي احسان الله صاحب،ملا محمد غوث اخنداو په کندهار کې د امارت د خارجه چارو رئیس حاجي فضل محمد موجود و بیا له دې ځایه په له نورو طالبانو سره یوځای په موټرو کې سپاره شو د سیلو سره نږدې یې د ملا محمد غوث اخند موټر وویشت بیا مو هغه په بل موټر کې سپور کړ او په مخ مو حرکت وکړ. د تنګي شادیان په نوم سیمې ته چې ورسیدوپه مخکې د چارکنت د ولسوالۍ د هزاره ګانو د مشر سید اسد نفر ولاړ وو. هغوی زموږ لاره بنده کړه او زموږ د خلع سلاح کولو لپاره یې لاس واچاوو. بالاخره همدلته  له هغوی خبره تر جنګ ورسیده او ټکان شروع شول. دغه وخت به د ورځې تقریبا لس بجې وې همدلته په جنګ کې مولوي احسان الله صاحب ولګېد او وغورځېد موږ د غره په خوا حرکات وکړ، همدا شپه موپه غره کې شوه سهار د لوږې او تندې څخه د هلاکیدو له امله بیرته کلي ته راکوز شو هزارګانو له ټولو څخه پیسې، ساعتونه او قیمتي شیان واخیستل او موږ یې بندیان کړو. بیا یي بندیان څو ځایه سره جلا کړو زه چې د کومو بندیانو په ډله کې وم شپیته کسان و موږ یې مزار شریف ته یووړو څلورو ورځې بعد یې بیرته همدلته  په تنګي شادیان کې د حزب وحدت یوې قرارګاه ته راوړو پنځه ورځې بعد یي موږ لس کسان را وایستو  تر څو هغه شهیدان راباندې راټول کړي چې همدلته دوی شهیدان کړي وو.

په دې ورځ موږ پنځه څلویښت شهیدان چې تراوسه په لاره شاوخوا پراته وو او څو ورځې ورباندې تیرې شوې راټول او دفن مو کړل په دوی کې مې خپل ورور مولوي احسان الله احسان صاحب وپيژاند او له نورو شهیدانو مې جلا دفن کړ. بیا چې کله مزار شریف او ټول سمت شمال دوهم وار فتحه شو د مولوي احسان الله صاحب جسد له هماغه قبر څخه کندهار ته را انتقال او د کندهار ښار په لویه ویاله کې د طالبانو په هدیره کې دفن شو چې په دغه هدیره کې د مشرانو د قبرونو له جملې د مشرق لخوا لومړی قبر د شهید ملامحمد اخند، ورپسې شهید ملا بورجان اخند، ورپسې شهید مولوي احسان الله احسان صاحب، ورپسې شهید ملا یار محمد اخند او د سر خواته یې د رئیس الوزار مرحوم ملا محمد رباني صاحب قبر دی. رحمهم الله تعالی

باید ووایو چې د شمال په همدې ستره غمیزه کې د مولوي احسان الله احسان صاحب یو بل ورور مولوي ولی الله صاحب هم شهید شو نوموړی چې د میمنې لخوا له طالبانو سره راغلی و د جنرال مالک کسانو د زرګونو نورو طالبانو په شان له نیولو وروسته د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ په دشت لیلي کې په ژورو څاګانو کې په شهادت رسولی وو. انا لله و انا الیه راجعون

Related posts