فبروري 19, 2020

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې  د 2016م کال د دوهمې ربعې (مئ، جون او جولايي  مياشتو) راپور:

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې  د 2016م کال د دوهمې ربعې (مئ، جون او جولايي  مياشتو) راپور:

بسم الله الرحمن الرحيم

د ګران هيواد افغانستان د اشغال له پيله تراوسه، د يرغلګرو او دهغو دحاميانو لخوا اويا هم دهغې تپل شوې جګړې له امله چې يرغلګرو هيوادونو  افغانان ورته اړکړي  دي، زموږ  د ملکي هيوادوالو سراومال يوځل بيا له جدي ګواښ او خطر سره مخ دی.

تيري ګر قوتونه تل د انسانانو ژوند ته په سپکه ګوري، اهميت نه ورته لري، بلکې دخلکو د وينو په قيمت غواړي خپل اهداف ترلاسه کړي او زموږ په هيواد کې روان ناورين او غميزه د اشغالګرو قوتونو د همداسې يوې دسيسې زيګنده ده. هره ورځ زموږ ملکي او بې دفاع هيواد وال ژوند له لاسه ورکوي، سره له دې چې د جنګي اړخونو پورې اړه نلري خو بيا يې هم ژوند آرام او سوکاله نه دی، کورونه يې ويجاړيږي، زامن يي وژل کيږي، بمبارونه پرې کيږي، چاپې پرې وهل کيږي، ناتار ډزې پرې کيږي، شکنجه کيږي، ځورول کيږي، او له خورا لويو مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي.

اسلامي امارت د دې ترڅنګ چې دخپلې مقدسې عقيدې او ګرانې خاورې د دفاع لپاره يې په ځان آرام ژوند نا ارامه کړی، غړو او مجاهدينو يې ځانونه مرګ،  بند، کړولو او تکاليفوته ورکړی، خو  بيا يې هم  دخپل بې دفاع ولس په دفاع کې شپه اورځ يوه کړې ده او خپلې مقدسې دندې جهاد ته ادامه ورکوي.

د اسلامي امارت دمشرتابه لخوا د امارت په تشکيلاتوکې  د ملکي تلفاتو دمخنيوي اداره دخپلو خلکو د ژوند د ساتلو په موخه له پوره واک او صلاحيت سره جوړه شوې، دنده ور سپارل شوي چې د ملکي خلکو د سر اومال د تحفظ لپاره به ټولې هغه ممکنه لارې چارې سنجوي چې په وس او توان کې يې پوره وي.

يو له هغو ګامونو څخه چې دملکي خلکو ژوند ممکن ورسره وژغورل شي، دادی چې  په دريو مياشتو کې يوځل په هيواد کې روان حالات  وڅيړل  شي ترڅو دملکي زيانونو دقيقه  او خورا باوري شميرنه ترسره شي، د زيانونو کچه، کميت او کيفيت څرګند شي او په پوره امانت دارۍ سره يې راپور ترتيب او بيا تر دنياوالو، هيوادوالو، په جنګ کي ښکيلو اړخونو او دامارت ترمشرتابه پورې ورسول شي، ترڅو د زيانونو دکچې په کميدو کې مثمر ګام ترې جوړ شي او په نښتو کې دملکي زيانونو اصلي عاملين، مسئولين او ملامت خلک او اړخونه  په ګوته کړل شي.

په همدې موخه د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو دمخنيوي اداره غواړي ،  دسږ (2016م) کال په جريان کې ددوهم ځل لپاره د يوې بلې ربعې ( مئ، جون او جولائ) مياشتو راپور چې د مستندو شواهدو، کره معلوماتو او  له متضررينوسره دمخامخ تماس په نتيجه کې  ترتيب شوي  دی، تيار او نشر کړي .

د ملکي تلفاتو دمخنيوي اداره مکلفه ده چې د پيښو معلومات په خورا امانت دارۍ سره راټول او بيا د لاندې  راپورپه ضمن کې لوستونکوته وړاندې کړي.

په تأسف سره چې د سږ  ۲۰۱۶م کال د دوهمې ربعې درۍ مياشتنی راپور بيا هم  په جګړو او نښتو کې د عامو هيوادوالو د درنې مرګ ژوبلې حکايت کوي.

په تيرو دريو مياشتو(مئ، جون او جولايئ)  کې  موږدګڼوملکي پيښو، زيانونواومرګ ژوبلې شاهدان وو..

په دغه موده کې زموږ ادارې  دکره معلوماتو په اساس  (188) ملکي پيښې ثبت کړي دي، چې په دغو کې مجموعاً‎ً (1033) شهيدان او ټپيان درلودل چې له دې جملې څخه (401) تنه بې دفاع هيوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او(632)تنه نور ټپيان شوي دي.

په دغه مجموعه پيښو کې (124) پيښې د اشغالګرو امريکايانو او د مزدورې ادارې د عساکرو ، پوليسو او شريرو اربکيانو لخوا پيښې شوي دي .

دپورته ملکي تلفاتو له جملې څخه  (26) پيښې د مجاهدينوپه بريدونو، او يا عملياتو کې هم را مينځته  شوې چې د تأسف وړ دي.

بلخوا د داعش،  نامعلومو وسلوالو او خپل منځي شخړو له کبله (38) د ملکي تلفاتو پيښې شوي دي.

که دغه پورتنيو د پيښو ارقامو ته وکتل شي  په (%66) سلنه پيښو کې اشغالګر امريکايان، د کابل د مزدورې ادارې اردو ، پوليس او  شرير اربکيان ښکيل دي. (%14) سلنه پيښې د مجاهدينو په بریدونو کې رامنځته شوي  او (%20) سلنه  نور داعش ته منسوبو  جنګياليو،  نامعلومه وسلوالو او خپل منځي شخړو له کبله پيښې شوي دي.

د وژل شوو له جملې څخه (286)تنه نارينه، (50) تنه ميرمنې او (65)تنه نور ماشومان دي.

د ټپيانو له جملې څخه (469) تنه نارينه، (49 ) تنه ميرمنې او ( 114) تنه يې ماشومان دي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې د تحقيق او څيړنو په اساس  په یادو مجموعه (401) تن شهيدانوکې  (236) کسان د اشغالګرو امريکايانو ، د کابل د مزدورې ادارې د عسکرو، پوليسو او  شرير اربکيانو  لخوا په شهادت رسیدلي دي.

(115) تنو مظلوم هيواد والو  د داعش په نامه ټوپکمارو،  نامعلومو وسلوالو او خپل منځي شخړو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او (50) تنه نورهیوادوال  د مجاهدينو په بریدونو کې د بې احتياطیو له امله  وژل شوي دي.

دغه ارقامو ته که وکتل شي. (%59) سلنه د امريکايانو. د کابل د مزدورې ادارې د اردو او پوليسو او اربکيانو لخوا عام ملکيان شهيدان شوي دي. (29%)سلنه پکې داعشيان او نامعلوم کسان ښکيل دي او (12%) سلنه پړه پر مجاهدينو اچول کيږي.

په مجموعه (632) ټپيانو کې (266) تنه د امريکايانو او دوی پورې تړلې پوليسو،  اردو او اربکيانو لخوا، (311) تنه  د داعشيانو،  نامعلومو وسلوالو او خپل منځي شخړو له کبله او  (55) تنه د مجاهدينو د بې احتياطی له کبله ټپيان شوي دي.

که د ټپيانو پورتني ارقامو ته دقت وکړو په دې کې (42%) سلنه امريکايان او ياد ملګري يې (49.30 %) سلنه داعش،  نامعلومه وسلوال او خپل منځي شخړو او دښمنيو له کبله او  (8.70%) د مجاهدينو لخوا ټپيان شوي دي.

 لاندې  دبیلګې په ډول څو  هغه د ملکي تلفاتو پيښې  را نقلوو  چې په یوځای ګڼ کسان په کې تلف شوي دي

لومړی

میدان ورګ: په (  13/ 2016/5) تاريخ، د نرخ ولسوالۍ  په ده حیات سیمه کې  دکابل ادرې د عسکرو لخوا په عامو کلیودھاوانونو ډزې وشوې چې په پایله کې درۍ ماشومان په شهادت ورسیدل او4 نورټپیان شول.

شهیدان:

۱- دعتیق الله زوی دخسرو کلي اوسیدونکی.

۲- دشیرعلی زوی دخانجان خیلو اوسیدونکی.

۳- دحکیم زوی د خانجان خیلو اوسیدونکی.

ټپیان:

۱-  دشیرعلی بل زوی.

۲- دحکیم بل زوی.

۳- د وریښمین ۲ زامن د خانجان خیلو اوسیدونکي.

دوهم

کندهار: په  (2016/07/15) تاریخ د میوند ولسوالۍ اړوند د ریګ د شهیدانو په سیمه کې د امریکایانو B52 ډوله او ډرون الوتکو د ملکي خلکو په هغه څلور لنډکروزر موټرو بمبار وکړ چې د هلمند بهرامچې او نورو سیمو ته یې تجارتي توکي او مسافر لیږدول، په پیښه کې څلور واړه موټر ویجاړ او پکې سپاره ۲۰ تنه عام وګړي ځای پر ځای په شهادت ورسیدل.

دریم

فراه: په (2016/06/13) تاریخ دفرارود ولسوالۍ اړوند دتودنک سیمه کې امریکایانو  دجنازې په مراسیمو هوایې بمبار وکړ، په پیښه کې دښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه شهیدان او۱۰ تنه نور ټپیان شول.

شهیدان:

۱ــ دحاجې عبدالاحد او حاجې عبدالصمدخور

۲ــ دعبدالکریم قصاب میرمن

۳ــ دحاجې امیر میرمن

۴ــ عبدالکریم

۵ــ یوماشوم د عصمت الله زوی

څلورم

فاریاب: په (2016/6/28) تاريخ د دولت آباد ولسوالۍ شیش فرو سیمه کې د دوستمي ملیشو په بریدونو کې ۷ تنه ملکیان شهیدان ۱۱ تنه ټپیان او ۶۲ تنه نور ملکي کلیوال یې بنديان کړي دي، د ځاني زیانونو سربیره یې ۱۰ کورونو ته هم اور اچولی چې په مکمل ډول سوزیدلي دې، او حتی د ځینو کورونو په ناموس او عزت یې هم تجاوز کړی.

پنځم

دایکندي: په (2016/07/17) تاریخ د اجرستان ولسوالۍ په مرکز کې دښمن د عامو خلکو کورونه بمبار کړل او ۸ تنوته یې مرګ ژوبله ورسوله.

۱ــ د عباس خیلو د سیمې د اوسیدونکي دین محمد د کورکې ۱ میرمن شهیده او ۳ تنه ماشومان ټپیان.

۲ــ د محمدخیلو د سیمې د اوسیدونکي فضل محمدآکا د کورکې ۲ تنه میرمنې شهیدانې او ۲ تنه نورې ټپیانې.

شپږم

رزګان: په (( 2016/06/17 تاریخ په چهارچینو ولسوالۍ  غوچک سیمه کې د کابل ادارې اردو عسکرو د عامو خلکو کورونه په هوان وویشتل چې د سیمې د اوسیدونکو عبدالعلیم او حیات الله په کورونو کې مرمۍ ولګیدې، دعبدالعلیم ۲ تنه ماشومان شهیدان، او دحیات الله ۱میرمن او ۳تنه ماشومان شهیدان شول.

اووم

کندهار: په (2016/7/06)  تاریخ د خاکریز ولسوالۍ اړوند باغکي سیمه کې (د کوچني اختر په لمړۍ شپه) امریکایانو د ملکي خلکوپه کورونو سخته بمباري وکړه چې له امله یې ۲ میرمنې او ۵ تنه کلیوال او هغه مزدوران چې له فراه ولایت څخه یادې سیمې ته دمزدوري لپاره راغلي ووشهیدان او ۴ تنه نوریې ټپیان کړل.

خو دیوعیني شاهد له قوله په یاده پیښه کې ۵ تنه د فراه مسافر ۴ تنه کوچیان او ۱ میرمن شهیدان شوي او ۲ تنه نور ټپیان دي.

اتم

ھلمند: په (2016/5/4) تاریخ  دناوی ولسوالی اړوند دحاجي حیدر د آډې په سیمه کې سھار ۸ بجې اربکیانو دکلي ملا امام،  یو بل سپن ږیری او یوہ سپن سرې ښځه په ډیر وحشت سره شھیدان کړل.

نهم

بغلان: په (2016/05/19 ) تاریخ  د پلخمري ولسوالۍ اړوندعمرخیلوسیمه کې خارجي اوداخلې عسکرو دعاموخلکوپه کورونوچاپه وهلې چې۱سفین ږیری او۱میرمن ټپیان او۵ تنه نوریې په شهادت ورسول.

شهیدان:

-۱صفت الله دحاجي لالاګل زوی.

درئیس ظاهرخان دکورنۍ

-۲ نارج، -۳سالم -۴اومیرویس د اسلم زامن

-۵نجیب دنورخان زوی.

لسم

پروان: په (2016/07/22) تاریخ  د سیدخیلو ولسوالۍ اړوند انچو سیمه کې د کابل ادارې عسکرو دیوې جنازې په مراسمو کې په عامو خلکو وحشیانه ډزې وکړې چې له امله یې ۶ تنه شهیدان او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.

یولسم

تخار: په (2016/07/23) تاریخ د درقد ولسوالۍ اړوند نوروز خیلو سیمه کې د کابل ادارې عسکرو لخوا توغول شوې توغندي دملکي خلکو پر کورونو لګیدلې دي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه شهیدان او ۳ تنه نور ټپیان دي او د پیښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دې.

 دولسم
کندوز: په (2016/07/25 ) تاریخ دشت ارچې ولسوالۍ اړوند قرلقو سیمه کې دکابل ادارې هلیکوبترو د عامو خلکو پر کورونو بمبار وکړ، چې له امله یې ۴ تنه ښځې او ۲تنه ماشومان شهیدان او ۶ تنه نورې ښځې ټپیانې شوي.

د بريدونو په مهال د اسلامي امارت دمجاهدينو داحتياط کچه الحمدلله ډيره لوړه شوي ده، ددې خبرې ښه ثبوت په کابل کې دوه لوی بريدونه وو چې يوه پيښه د کابل په قصبه  سيمه کې د  پوليسوپه يولويې کاروان  رامنځته شوه او بله پيښه د نارټ کيټ په بهرني ميلمستون بريد وو،  سره له دې چې له خورا ډيرو درنو چاوديدونکوموادو څخه پکې کار واخيستل شو او دښمن ته يې خورا ستر د سراومال زيانونه واړول؛ خو دملکي زيان کچه يې صفر وه او هيڅ ملکي هيواد وال په کې متضرر نشو.

د ملکي تلفاتود مخنيوي اداره دخپل شرعي اوهيوادني  مکلفيت له مخې په جګړه کې له ښکيلو ټولو اړخونو څخه غوښتنه کوي چې د جنګ په مهال د عامو هيوادوالو له ژوند سره جدي پاملرنه  وکړي،دخلکوژوندته اهميت ورکړي او په دې اړه اسلامي او انساني ارزښتونه تر پښو لاندې نه کړي.   والسلام

د افغانستان اسلامي امارت، د نظامي چارو کميسيون، د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداره

ګڼه:  ۲۱   :   نيټـــه /  ۲۴ / ۱۱ / ۱۴۳۷هـ ق

ايمل ادرس:molkietalafat_m@yahoo.com

 ۲۴/۱۱/۱۴۳۷هـ ق

۶/۶/۱۳۹۵هـ ش ــ 2016/8/27م

Related posts