فبروري 24, 2020

 کندوز،بغلان او تخار کې د وروستیو فتوحاتو په اړه د کندوز له جهادي مسؤل ملا عبدالسلام اخند سره تفصیلي مرکه

 کندوز،بغلان او تخار کې د وروستیو فتوحاتو په اړه د کندوز له جهادي مسؤل ملا عبدالسلام اخند سره تفصیلي مرکه

له تیرې یوې میاشتې راهیسي د هیواد شمالي ولایتونه کندوز، بغلان او تخار د شدیدو جګړو شاهدان دي،په یادو ولایتونو کې د عمري عملیاتو د توندو او پریکنده عملیاتو په بهیر کې دښمن په ټولو ساحو کې مرګوني ګوزارونه وخوړل او د سر او مال درانه زیانونه یې ولیدل، ډیرې هغه سیمې چې د دښمن د قوت او زور نقطې بلل کیدې ددښمن له لاسه ووتلې، د قلعه زال،دهنه غوري، خان اباد او خواجه غار مهمې او ستراتیژیکې ولسوالۍ د مجاهدینو په لاس فتحه شوې.

له دې سترو بریاوو وروسته، ددښمن پوځي او امنیتي‌ چارواکو د خپل همیشني‌عادت لمخې د غرب د مرتزقه رسنیو په مټ دا تبلیغوي چې په کندز، بغلان او تخار کې یې مجاهدینو ته دسر دروند زیان اړولی، د مجاهدینو د پرمختګ مخه یې ډب کړې او هغه سیمې چې مجادینو نیولي‌ بیرته یې ترلاسه کړي‌دي.

دښمن په دې موخه چې د کندوز مرکز ته د مجاهدینو ګړندی پرمختک ټکنی کړي،دالچین پل یې په ځان پسې ونړاوه او هم مهال یې ورسره اوازه خپره کړه چې مجاهدینو د الچین مهم پل په بمونو والوزاوه، د مرکز او یو شمیر ولسوالیو عمومي لار یې قطع کړه.

داچې په کندوز،بغلان او تخار کې ریښتیا څه تیریږي؟ او ددښمن وروستۍ ادعاوې تر کومه حده حقیقت لري؟ ددې ټول جریان د سپیناوي لپاره مو د کندز ولایت له جهادي‌مسول او والي صاحب محترم ملا عبدالسلام اخند سره مرکه کړې .

د لاندي‌ورکړل شوي‌لینک له لارې کولای شي مرکه کښته او ډاونلوډ کړئ

د مرکې د اوریدلو لپاره دلته کلیک وکړئ

Related posts