فبروري 19, 2020

 افغانستان د ( 2016 ) میلادي کال د جولای په میاشت کي

 افغانستان د ( 2016 ) میلادي کال د جولای په میاشت کي

  احمد فارسي

 ((یادونه: په دې لیکنه کي یواځي هغه پېښي او دتلفاتو خبرونه  راغونډ کړل شوي دي چي دښمن ته په وراوښتو یې دوی هم اعتراف کړی. پاته دي نه وي چي د  بهرني او داخلي دښمن  دتلفاتو او خساراتو په اړه د موثقو او لازیاتو معلوماتو لپاره د اسلامي امارت رسمي پاڼه کتلای شئ))

لکه سنګه چي لیدل کېږي د هیوادامنیتي وضعیت ورځ تربلي دخرابۍ په لوري پل وهي او دکابل قرار دادي اداره نه یواځي داچي  ورپاته څومرکزونو نه یې له لاسه دوتلو په حال کی دي د دوی ترواک لاندي ځایو کي  دناامنیو، وسله والوغلاوو او ورته لویو جرائمو لمن هم مخ په لا ډیرو پراخېدلو ده. جولاي هم لکه دنورو میاشتو په څېر له نظامي او سیاسي واقعاتو ډکه میاشت وه چي د هغوی له ډلي څخه د بیلګي په توګه څوپېښي یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوو.

اشغالګر دښمن ته او ښتي ځاني زیانونه:

د شنبې په ورځ چي د جولای له  دوومي سره برابره وه په ننګرهارکي په یو شمېر بهرنیو یرغلګرو ید وشوچي ویل کېږي زیات مړي او ټپیان یې لرل؛ مګر د اسوشیتد پریس په وینا اشغالګر دښمن یواځي داومنله چي په برید کی یې ۵تنه ټپیان شوي دي. په دې برسېره د سې شنبې په ورځ، دجولای په ۵مه  دکندهار په ژېړۍ ولسوالي کي مجاهدینو د ځای په ځای شوي ماین په مټ داشغالګرو یوه الوتکه له منځه یووړله چي خامخایې یولړمرګ ژوبله  هم له ځان سره لرله ؛ مګردښمن دخپل وړاندني عادت له مخي بیاهم چپ پاته شو او د مړيني هیڅ اعتراف یې ونه کړځکه نو په دې میاشت کي د اشغالګردښمن لخوا دنه اعتراف په وجه په افغانستان کي ددوی دمړیني معترفه شمېره پورته نه شوه.

دمزدور دښمن لیکوته اوښتي ځاني زیانونه:

په افغانستان کي د اشغالګرویو لوړپوړي افسرجنرال نیکلسن د جولای په لسمه د خبري ناستي په ترڅ کي وویل چي: دمزدوري ادارې په لیکوکي ځاني زیان لوړي کچي ته رسېدلی دی. هغه زیاته کړه چي دا تلفات دمجاهدینو له لوري  دمزدوري اردو اوپولیسو په پوستو او قرارګاووباندي د پرله پسې بریدو له امله رامنځته شوي دي او بې له شکه چي په داسي دفاعي حالاتو کي لکه اوس چي دمزدوري اردو عسکراو پولیس پکي ښکېل دي مرګ ژوبله تربل هروخت زیاتېدای شي.که څه هم نه یاد جنرال دهلته پېښي مرګ ژوبلي کره شمېره جوته کړه او نه له نورو لارو دقیقه شمېره ترلاسه شوه؛ مګرلاندنۍ پېښي په همدې میاشت کي دښمن ته اوښتی زیان په متوسط ډول په ډاګه کوي چي دایې مشت نمونه خروار دی:

دچهارشنبې په ورځ، دجولای په ۲۷مه امریکایي یرغلګرو د پروان په بګرام کي د ملي اردو یو افسر په ډزو وواژه. یوه ورځ وروسته د غزني ولایت د شپږم ماموریت قومندان په یو وسله وال برید کي ووژل شو او ورپسې د جمعې په ورځ دجولای په ۲۹مه د مزدوري اداري په پارلمان کي  دبشري منابعو رئیس په کابل کي دمقناطیسي ماین په چاودنه کي له منځه یووړل شو. دهمدې میاشتي په ۳۰ مه دکندز دعلي اباد ولسوالي د تفتیش مدیرهم دخپل عمل سزاولیده او ترده یوه ورځ وروسته دهلمند دخانشین ولسوالۍ دسرحدي لېوا درستیزوال هم ووژل شو. په همدغه ورځ  یوه برید دمزدوري ادارې په پارلمان کي له لوګره د پخوانی وکیل ژوند ته هم  دپای ټکی کېښود.

له بلي خواد سې شنبې په ورځ، دجولای په ۲۶مه  دپولیسو په منځ کي یو نفوذي ملګري دکندهارپه شاولیکوټ کي لومړی دپوستې  څوپولیس ووژل اوبیا سیمي ته دمجاهدینو په رسېدوسره پاته ۵ پولیس ژوندي ونیول شول.

دښمن ته اوښتی مالي زیان:

لکه چي ویل شوي په جنګ کي حلوانه وېشله کېږي هغه رنګه دجولای په میاشت کي هم دښمن سرپه سرله درنوزیانونو سره مخ شو. که څه هم ګڼلی شمېرنه دی ترلاسه شوی مګرپه همدې میاشت کي برسېره پردې چي ګڼي ولسوالۍ اوسیمي ونیول شوې، لسګونه عرادې موټر غنېمت شول، ټانګونه اونور جنګي وسائل د مجاهدینو لاس ته ورغلل، ددوی لوی مراکزاو تم ځایونه هم وران کړل شول او دوه داني هلیکوپتریې هم دمجاهدینولخوا وغورزول شول چي له دې درکه ورته په ملیونو ډالره مالي زیان ورپه برخه شو.

لومړۍ پېښه چي دسې شنبې په ورځ، دجولای په پنځمه رامنځته شوه داوه چي دکندهارپه ژېړۍ ولسوالي کي د دښمن یو هلیکوپترد ځای په ځای شوي ماین په وسیله کاملا له منځه یووړل شو. او د دې ډول دوومه هغه یې د فراه ولایت  په پشترود ولسوالي کي هغه مهال رامنځته شوه چي  مجاهدینو د دښمن په هلیکوبتر برید وکړاو هغه یې راوغورزاوه.

عمري عملیات: 

دعمري عملیاتو په لړکي یاده میاشت ګڼ بریدونه ترسره او په پایله کي ډېري سیمي او ځایونه دمجاهدینو له خوا فتحه شول. په دې لړکي دجمعې په ورځ، د جولایي لومړۍ نېټه مجاهدین وتوانېدل چي  دفراه د شېرین تګاب ولسوالي د استانه بابا په نوم سراتېژیکه سیمه یووار بیا له دښمنه ونیسي  او بدنامي دوستمي ملېشې له یادي سیمي څخه تېښتي ته مجبوري کړي. همدارنګه بدخشان هم دیولړ پرمختګونو شاهد ووچي له هغوڅخه یوداچي د جولای په ۱۸مه مجاهدینو دخانشین ولسوالۍ مرکزته څېرمه سیمي ترخپل واک لاندي راوستلې او دولسوالۍ مرکزیې په کلکه محاصره کي واخست. همداراز په جنوب کي هم د دوشنبې په ورځ دجولای په ۱۸ مه د هلمند سنګین ولسوالي یوواربیا دمجاهدینو لاس ته ورغله. تردې  ۵ ورځي وړاندي دهمد ې ولایت په ګرمسېر ولسوالي کي هم دعامه نظم پولیسو څلورپوستې د مجاهدینو له خوا ونیول شوې. ورپسې دجولای په ۳۰ مه د خانشین په ولسوالۍ هم ترسختي جګړې وروسته د اسلامي امارت سپین بیرغ ورپول شو.  دهمدې میاشتي په ۲۰مه دهیواد په شمال کي دکندزولایت دقلعهء زال ولسوالي فتحه شوه ؛خودښمن بیاهم ادعاء کوله  چي یاده ولسوالي یې له لاسه نه ده ورکړې؛مګرد جولای په ۲۲مه هلته د مزدوري ادارې د ولایتي شورا وکیل ومنله چي قلعه زال د مجاهدینو په واک کي ده. همداراز دفتوحاتولړۍ دکندوز په ګاونډکي هم روانه وه او سیمي یوپه بل پسې دمزدوري ادارې له ولکې وتلې. د پنجشنبې په ورځ، دجولای په ۲۱مه مجاهدین وتوانېدل چي په تخارکي د خواجه غار ډېری سیمي له مزدور دښمن څخه پاکي کړي او دولسوالۍ مرکزته ځان ورسوي. د جمعې په ورځ،دیادي میاشتي په ۲۲مه فاریاب هم په دښمن باندي د مجاهدینو د درنو ګذارونو شاهد و چي په پایله کي یې د پښتونکوټ ولسوالۍ د تیلان سراتېژیکه سیمه د دښمن له ځواکه پاکه شوه.

دمجاهدینو په پیاوړتیا د دښمن اعتراف:

لکه دنظامي لړیو په شان هغه اعترافات هم په یاده میاشت کي  مخي ته راغلل چي دښمن پکي مجبور وي ومني چي دمجاهدینو په وړاندي یې زور اوبه شوی دی. دجمعې په ورځ، دجولای په لومړۍ نېټه د امریکاپه ګانګرس کي د وسلوالو ځواکونو دکمېسیون مشرجان مکین وویل چي ددوی ځواکونو ته په افغانستان کي درانه ځاني او مالي زیانونه وراوښتي دي اوښکاري داسي چي هلته روانه جګړه به د امریکاپه تباه کېدو تمامه شي. همدارازدسیګار یاد افغانستان په بیارغونه نظرساتونکې ادارې هم په خپل راپورکي چي د جولای په ۳۰ مه یې خپورکړوویل چي  مزدوري ادارې یواځي په تېره میاشت کي د هیواد ۵سلنه خاوره له لاسه ورکړې او دامهال پرې مجاهدین حاکم دي.

د دښمن له لوري ملکي تلفات او داولس ځورونه:

دهیواد بې دفاع او بې ګناه اولس په همدې میاشت کي هم داشغالګرو او مزدورو ځواکونو لخواد هغه مظلومیت له برخلیک سره مخ پاته وچي تېر۱۵کاله یې ورکي ژوندکړی. په دې کې دوی ته نه یواځي داچي دسرپه زیان وراړولو صرفه نه ده شوې بلکي د بیلابیلو تغذیبونو او مالي زیانونوپه برخه کي هم ورباندي هیڅ ډول رحم نه دی شوی. په دې وروستیوکي دګلم جمو ملېشو له دولتي واکونو څخه په استفاده دشمال په ځيني سیموکي دنسل کشي ترحده مرګونه وکړل. ددوی دبې ساري ظلم په غبرګون کي دیکشنبې  په ورځ،دجولای په ۳یمه دسرپل قومي مشرانو داعتراض په ډول وویل چي ګلم جم دهیواد په شمال کي دیو خاص قوم په ضد عملیات کوي اودمرګونو او ځوروني  په دې ټول بهیرکي یې یواځي همدایو قوم ترهدف لاندي نیولی او د دوه سرې ادارې په ګډون داسي څوک نشته چي هغوی له داډول خپل سرو جنایاتواو وحشتونو څخه راوګرزوي.د همدې میاشتي په ۳۱مه دملګروملتود بشري حقونو سازمان هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره په ډاګه کړه چي دذوستم ملېشې په شمال کي په پښتنو باندي بیساری ظلم کوي اوزیاته یې کړه چي په دوی باندي باید قیودات وضع شي.

همدارنګه په نورو سیموکي هم دمزدوري ادارې د جنایتکارانوله خواپه مظلومو اوبې وسه هیواد والو باندي د ظلم لړۍ روانه ده چي دلته دبېلګي په ډول څو پېښي ستاسومخي ته ږدم:

د چهارشنبې په ورځ، دجولای په ۶مه چي د عیدله لومړۍ ورځي سره برابره وه اجیري اردو دخوست په نادرشاکوټ ولسوالي کي یوه مېرمن په شهادت ورسوله اودهغې ځوان زوی یې ټپي کړ. ورپسې د جمعې په ورځ دجولای په۲۰ مه دکندهارپه میوند ولسوالي کي داشغالګرولخوابې رحمانه بمونه و ورول شول چي له امله یې ۲۰ تنه ملکیان شهیدان شول.تردې یواځي دوه ورځي وروسته په پروان کي امریکامزدورو ځواکونو دسیدخیلو په ولسوالي کي دجنازي لمانځه ته په راټولو شوو ملکیانو حمله وکړه او په لسګونو خلک یې مړه او ټپیان کړل او ترڅنګ یې دامنیت ترنامه لاندي صلیب ته چوپړوهونکو تر۲۰۰ زیات علماءاو ددیني علم زده کونکي په جنازه کي دګډون په جرم زندانونو ته واچول.

دجولای په ۲۴مه د تخارپه درقد ولسوالي کي دیوې کورنۍ ۵غړي دمزدوري اردو د هاوان په برید کي شهیدان او دوه نورټپیان شول.په دې اړه لازیات معلومات داسلامي امارت په انترنیتي پاڼه الاماره کي کتلای اولوستلای شئ.

داسلامي امارت اختریزپیغام:

دشنبې په ورځ، دجولای په ۲مه دافغانستان اسلامي امارت د واړه اختردرارسېدو په مناسبت دامیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده (حفظه الله) پیغام خپورکړچي پکي له نظامي اوسیاسي لارو درواني مبارزې د دوام خبره شوې وه. په دې برسېره هغه د اسلامي امارت دمخکنیو رهبرانو دمنهج په پیروي کولو ټینګارکړی او ژمنه یې کړې ده چي په راتلونکي کي به هم دخپلومشرانو تګلاره نه پرېږدي. په دغه پیغام کي  دسیاسي اونظامي مسائلو او له بهرنیو هیوادونو سره دروابطو په اړه داسلامي امارت د موقف څرګندولو ترڅنګ مجاهدینو ته دمبارزې، دعوت او د هیواد له کړېدلي اولس سره دنیک او لوړ اخلاقي چلند توصیه شوې ده.

اسلامي امارت او دمطبوعاتو ازادي:

د هیواد له اشغال سره سم  نزدې ټول خبریالان د اشغالګرو لخواواخستل شول او نه یواځي دا چي ددوی په خدمت مصروف شول  بلکي هریوه یې په خپل قلم او یا درسنۍ له لاري د مجاهدینو په وړاندي مطبوعاتي مورچل ونیو او د زهرجنو تبلیغاتو ترڅنګ یې داسلام او اخلاقو دحد ترماتولو پوري  لاخپله ناروا مزدوري وپالل ه  او دخپل اولس اوخاوري پرضد دپردو چوپړ ته یې دوام ورکړ. له دې هرڅه سره- سره  اسلامي امارت بیاهم له حوصلې څخه په کاراخستو همېشه د شریعت په چوکاټ کي دننه د رسنیوپه  ازادۍ باندي ټینګارکوي او  دخبریالانو دځان اومال ساتنه  لکه دنورو هیواد والو د حفاظت په څېر دځان وجیبه ګڼي. په دې وروستیوکي راپورونه خپاره شول چي دمزدوري ادارې چارواکي خبریالان ډبوي او دحقیقتونو له خپرولویې راګرزوي. سره له دې چي مجاهدین په خپلوسیموکي دوی ته بغیرله کوم تهدیده د معلوماتو راغونډولو زمینه برابروي؛ خوبیاهم ځيني مزدورو او مغرضورسنیو دبدنامۍ په موخه په دې خوله ډکه کړې چي ګواکي طالبان خبریالان وژني. د دې په غبرګون کي دسې شنبې په ورځ، دجولای په ۱۲مه د اسلامي امارت ویاند وویل چي دوی له هغو خبریالانوسره چي رښتیاهم غواړي دجورنالیزم په چوکاټ کي دننه کارته دوام ورکړي هیڅ ډول ستونزه نه لري او کولای شي په پوره ډاډ هغوسیموته ورشي چي د اسلامي امارت ترواک لاندي دي. داپه داسي حال کي ده چي په دې وروستیوکي ترلاسه شوو شواهدو او اسنادو ښوولې ده چي ځیني خبریالان اورسنۍ د دښمن داستخباراتي ګړیولپاره په کاربوخت دي او په منظم ډول له یادو بنسټونوڅخه پیسې ترلاسه کوي.

د سیاست په ډګرکي :

څرنګه چي د امیرالمؤمنین(حفظه الله تعالی) په اختریز پیغام کي هم ویل شوي وو چي اسلامي امارت به خپلي سیاسي اونظامي مبارزه د پخواپشان  مخته وړي او وروستیو تحولاتویې په  موقف هیڅ اغیزنه دی کړی؛ دیکشنبې په ورځ،د جولای په ۳۱مه رسنیو دچین هیواد ته د اسلامي امارت دسیاسي استازو دورتلوخبرخپورکړ .ویل کېږي چي د چین په بلنه دترسره شوي دغه سفرهدف له دغه هیوادسره دروابطو پراخول او دمهمو سیمئیزو قضایاو په ځانګړي ډول په افغانستان کي داشغالګرو ځواکونو دپاته کېدلوپه اړه داسلامي امارت درسمي موقف واضح کول و.

داشغالګروجنګي تعهد اود نورو عسکرو رالیږل: 

اشغالګرکه څه هم ظاهرا دجګړې دپای ته رسولو اویا جګړه بین الافغاني بللو خبري کوي مګرجګړې ته تعهد او دوام اراده یې اوس هم په خپل ځای پاته ده. دهمدې لپاره دشنبې په ورځ، دجولای په ۹مه دناټوجنایت کارسازمان غړیتوب لرونکوصلیبي هیوادونو ژمنه وکړه چي تر۲۰۲۰کال پوري به په افغانستان کي دجګرې جاري ساتلولپاره خپلومزدورانو ته یوملیاردډالرمرسته  ورکوي. دهمدې جنګي تعهداتو په لړکي د چهارشنبې په ورځ، دجولای په ۲۷مه اشغالګري امریکا افغانستان ته د ۸۰۰تازه دمو عسکرو دلیږلو خبره وکړه. دغه ژمني په داسي حال کي دي چي اشغالګرو په افغانستان کي ښکاره ماته خوړلې او ه دې خبرو او ژمنوسره غواړي  دپلورل شوو ګوډاګیانومرال اوچت او ددوی  په وسیله دخپلوشومو مقاصدو ترلاسته راوړلو پوري جګړه او دافغانانو وینه تویول وغزوي.

داشغالګرو له شتون سره مخالفتونه: 

که له یوې خواد جګړې اوږدولو لپاره صلیبیان خپلومزدورانو ته دمالي مرستوژمني ورکوي نوله بلي خواځیني  بنسټونه په افغانستان کي داشغالګروله پاته کېدو سره په کلکه مخالفت څرګندوي. دوی دچهارشنبې په ورځ، دجولای په ۱۳مه اعلان وکړچي په هیواد کي د اشغالګروشتون هیڅکله نشي کولای سوله او أرامي راولي. په همدې حال کي واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د همدې میاشتي په ۱۵م د امریکایي عسکرو دلیږلو د پرېکړي په غبرګون کي ولیکل چي له دې جګړې څخه افغانستان او امریکادواړه ته یوډول  زیان رسېږي . همدارنګه باستین ګلوب هم په یومطلب کي لیکلي چي:امریکاغواړي چي په افغانستان کي په مېشتو عسکروبرسېره لسګونه نور عسکر ددې هیواد په یوګاونډي هیواد کي ځای پرځای کړي ترڅو د اړتیاپروخت ترې کارواخلي، البتة د ګاونډي هیواد نوم پکي ندی اخستل شوی.

Related posts