جولای 24, 2019

په هېواد کې د تل پاتي سولي په هکله د اسلامي امارت عادلانه موقف

په هېواد کې د تل پاتي سولي په هکله د اسلامي امارت عادلانه موقف

د اونۍ تبصره /

ټولو ته څرګنده ده چې په (۲۳ – ۲۴ جنوري ۲۰۱۶ز) نیټه د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې د پګواش نړیوال بنسټ له لوري زمونږ د ګران هېواد د ستونزو د اواري په موخه دوه ورځنۍ څیړنیزه غونډه وشوه، د اسلامي امارت اړوند د سیاسي دفتر د لوړ رتبه هیئت لخوا په نوموړې غونډه کې د اسلامي امارت دریځ په ۱۴ پاڼو کې وړاندي شو.
د اسلامي امارت په بیانیه کې لانديني ټکي د پام وړ دي:
د هېواد نېږدې څلوېښتو کلونو ناخوالو اساسي لامل بهرنۍ لاسوهنې او یرغلونه دي او جګړه پر مونږ تپل شوې ده.  ستونزې د زور او جګړو له لارې نشي هوارېدی – د اشغال خاتمه او د خپلواک اسلامي نظام قیام د اسلامي امارت ستر هدف دی – داسلامي امارت لپاره رسمي آدرس، تور او جایزه لیستونه ختمول، بندیان آزادول، او له زهرجنو تبلیغاتو لاس په سر کېدل، د سولې مقدماتي اړتیاوې دي – اسلامي امارت د تعصب پرته د ولس خدمت خپله ایماني او وجداني دنده بولي – د اسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې مدني فعالیتونو، د بیان آزادۍ، او د ښځو حقوقو ته ځان ژمن بولي – د ولس د بچیانو لپاره د تعلیم زمینه برابرول، او دملي تاسیساتو او عام المنفعه اثاثو ساتل او جوړول خپل مسولیت ګڼي – د ټاپي پروژې په شمول د ټولو هغو عام المنفعه پروژو ملاتړ کوي چې د هېواد پرمختګ، او د ولس  نیکمرغي او هوسايي پکې نغښې وي – د متقابل احترام پر اساس د ګاونډیو هېوادونو په شمول د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښي اړیکي غواړي.
د غونډي وروستني پریکړه لیک – چې د پګواش بنسټ د مسئولینو لخوا وړاندې شوی دی- د اسلامي امارت زړور او معقول دریځ نه یوازي تایید کړی دی، بلکې د اسلامي امارت غوښتنې یې د رېښتینې سولې لپاره اړینې بللې دي، د بېلګې په ډول په پریکړه لیک کې داسې راغلي دي:
لومړۍ فقره: سوله د افغانانو بېړنۍ اړتيا ده، د څو لسيزو جګړې پر افغانانو تپل شوي… دوهمه فقره: … د افغانستان خپلواکي، امنيت او سوله بايد د خبرو اترو له لارې ترلاسه شي او بهرني پوځيان بايد په کلي توګه له افغانستانه ووځي. څلورمه فقره: بهرني جهتونه بايد د سولې په چارو او پروسه کې هېڅ ډول مداخله و نه کړي. پنځمه فقره: … تور ليست بايد له منځه ولاړ شي او د طالب مشرانو په سفرونه دې لګېدلي بنديزونه لرې شي… ټولو دا ومنله، چې طالبان بايد يو ځانګړی ادرس او دفتر ولري. اتمه فقره: د ولسي خلکو ژوند ژغورنه او د مرګ ژوبلې مخنيوی د ټولو ګډونوالو شريکه هيله ده … نهمه فقره: … د افغانستان حکومت بايد اسلامي وي، اوسنۍ اساسي قانون بدلون او تعديل ته اړتيا لري، د واک انحصار بايد نه وي، د مذهب په نوم او شخصی شاليد په اړه بايد له خلکو سره ناوړه چلند ونه شي. څوارلمه فقره: ښوونځي، روغتونونه، د هېواد زېربناوې او نورې ورته ملي بنسټونه بايد په ګډه وژغورل شي او کوم خلک، چې د دغو موسسو پر ضد جنايت تر سره کوي، بايد محاکمه شي. اوولسمه فقره: ټولو ګډونوالو بهرنۍ نړۍ سره د اړيکو په غځولو ټينګار وکړ، نړيوالې ټولنې سره يې د دوه اړخيزو اړيکو هر کلی وکړ، په دې شرط، چې په متقابل احترام ولاړ وي …
په غونډه کې چې مهمو افغاني شخصیتونو، سیاسي څېرو او د مختلفو هېوادونو استازو ګډون درلود په هېواد کې د تل پاتي سولي په هکله د اسلامي امارت له لوري وړاندي شوی عادلانه موقف او زړور دریځ وستایل شو او د افغانستان د څو لسیزو د معضلې د حل په لوري د مهم ګام په توګه ارزیابي شو.
اوس نو تر نړیوالو په ځانګړي ډول مقابل لوري پور ې تړاو لري چې تر کومه  د سولې لپاره رېښتینې اراده لري، او د نوموړې نړیوالې ټولنې او ګډونوالو نظر او غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی شي.

Related posts