د سولې په وړاندې د ارګ نوی دريځ…!!

د سولې په وړاندې د ارګ نوی دريځ…!!

تېره ورځ په دوحه کې د پګواش اجتماع پر مهال د طالبانو واضح او معقول موقف ټولو نړیوالو او هیوادوالو واورید، چې اسلامي امارت د سولي مخالف نه بلکي د تحقق لپاره یې کلک عزم لري؛ مګر ترمخکي یې باید هغه اړین کارونه ترسره شي چې د سولي په وړاندي خنډ دي.
د طالبانو له دغه دریځه ټولو بادرده او با بصیرته هیوادوالو ننګه وکړه، هغه یې وستایه، شونی او معقول یې وباله، خصوصاً په خواله رسنیو کې په یو مخیز ډول په میلیونونو افغانانو د هغه ملاتړ وکړ.
ولي د کابل اداره چې لومړی یې د نمایندګانو له لیږلو نه په دې وجه انکار کاوه، چې په دې غونډه کې به د دوی حیثیت د اسلامي امارت په وړاندي ډېر کمزوری وي، نو یې په غیر رسمي ډول خپل استازي د اشرفغني له یوه پیغام سره ور ولیږل چې طالبان د سیاسي مخالفینو په توګه مني او ورسره مفاهمې ته تیار دي.
مګر نن یې په کابل کې رسنیو ته نوري بابولالي ویل پیل کړې: لومړی د یوه رئیس عبدالله عبدالله لخوا وویل شول چې نه شرطونه مني او نه دا ډول غونډي، ورپسې د بل رئیس اشرفغني دفتردارانو وویل: موږ سوله په څلور اړخیزو غونډو کې لټوو چې اول په اسلام آباد کې، بیا کابل کې وشوه او بیا په اسلام آباد کې کیدونکي ده.
که څه هم دغه څلور اړخیزي غونډي د نورو هیوادونو ابتکار دی، اهداف یې نور دي، د سولي په اړه هیڅ برنامه پکي نشته او نه له هغي لاري سوله ممکنه ده؛ مګر د کابل ادارې خلک بیا هم وایی چې موږ په هغو غونډو کې سوله پیدا کوو.
نو له دې نه اوس ډېره ښه څرګندیږي چې د کابل بلواکه اداره د سولي په اړه څومره سنجیده ده؟ هیوادوالو ته څومره میډیایي دروغ وایی؟
پخوا به خلګو ګمان کاوه چې طالبان د کابل ادارې ته دومره سخت شرایط ږدي چې د هغوی له وسه بهر وي؛ لکه د خارجي قواوو سمدستي ایستل، دا ځل خو طالبانو دا هم واضحه کړه چې هغه مسائل چې له بهرنیانو سره اړه لري، هغه موږ له بهرنیانو سره ورباندي خبري کوو، او هغه چې د هیوادنیو مسائلو پوري تړاولري، افغانان یې پخپله باید حل کړي.
تاسو فکر وکړئ، چې څوک رسمي ادرس ونلري، پر سفر یې بندیز وي، خلک یې په زندانونو کې پراته وي، پر خلاف یې مزدوره میډیا شپه او ورځ زهرجن تبلیغات کوي؛ نو آیا دا ستونزي حل کول تر سولي وړاندي اړیني او مقدماتي نه دي؟!
او که دا ستونزي حل کول هم د کابل ادارې له وسه پوره نه وي، نو بیا دوی خبري د څه لپاره کوي، ځان ته د حکومت خطاب ولي کوي؟ بیا خو همغه د مجاهدینو خبره سل فیصده ثابته شوه چې دا بلواکه اداره ده، دا خپله د هیڅ شي صلاحیت نلري.
اسلامي امارت همیشه ویلي، چې د کابل اداره هیڅکله د سولي نیت نلري او نه په سوله کې دوی د ځان خیر ویني، مګر د سولي لپاره ناري سوري یې تش د ولس د تېر ایستلو لپاره دي، په حقیقت کې د خپلو خارجی بادارانو په لارښوونو روان دي.
پای ……………..!
سشنبه 2016-1-26

Related posts