سولي ته درسیدو سیده لاره

سولي ته درسیدو سیده لاره

د پګواش په نړیوال کنفرانس کي داسلامي امارت استازي پلاوي  په ډاګه کړه چي مجاهدین سولي ته ژمن دي، سوله د خپل مظلوم ولس ستره هیله او اړتیا ګڼي او همدغه  روانه مبارزه یې د سولي لپاره ایجاد اوجاري ساتلې ده.

پر افغانستان د امریکایې یرغل څخه وړاندي دلته یوه مثالي سوله حاکمه وه،اشغال همدغه سوله دافغان ولس څخه د بمونو او وژنو په زور وتروړله او په عوض کي یې اوسنۍ انارشي او د ګډوله رژیم فساد او ټوپکسالارۍ ته لاره هواره کړه.هغسي ټوپکسالاري، ګډوډي او ناامني چي په نویمه لسیزه کي یې افغان ولس ترپوزي رسولی ؤ او اسلامي امارت د خپل ولس دهوسایې او سولي په موخه د ملوک الطوایفیو پرضد دامن سپین بیرغ او چت کړ.

هغه سپین توغ چي ولس یې تر سیوري لاندي د ورځي او شپې له یوه سمت څخه بل سمت او ولایت ته ازاد تګ راتګ کاوه،مالونه، اجناس اونغدي افغانۍ یې په ډاډه زړه محفوظي تر خپل منزل پوري رسولې،هماغه سپین بیرغ چي  تر اشغال وروسته هم په ګران  هیواد کي کوز شوی نه دی، لکه چي رپاندؤ،رپاند دی او ورځ تربلي د هیواد پر ډیرو سیمو خپل دامن او شریعت سیوري غوړوي.

اسلامي امارت د پګواش غونډه کي د واقعي سولي لپاره داسي لار نقشه وړاندي کړه چي د ټولو ګډونوالو توجه یې جلب کړه، ځینو برخوالو په واضحو ټکو اعتراف وکړ چي طالبان رښتني سوله غواړي او سولي ته متعهد دي.

امارت د سولي په لار نقشه کي روښانه کړې چي اشغال د ناامنۍ ستر علت دی ترڅو چي همدغه علت وي، سوله به راستنه نشي،ځکه چي علت موجود وي ممکن نه ده چي معلول معدوم شي، نو ترهرڅه وړاندي باید اشغال پای ومومي.

د کابل ادارې اوسنی اساسي قانون چي داشغال په سیوري کي جوړ شوی افغان ولس ته د منلو وړ ځکه نه دی چي دافغانستان او افغانانو اړتیا وي نشي حل کولای، تیره لسیزه د همدې قانون په شتون کي ولس دداسي ناخوالو او مشکلاتو سره مخ شو چي اټکل یې نه کیده،مثلا:

دولتي او شخصي ملکیتونه غصب شول،

غلاوي زیاتي شوې،

تعصب پیاوړی شو،

اداري فساد اوج ته ورسید،

وژني،لوټمارۍ او نا امنۍ زیاتي شوې

او….. په داسي حال کي چي موجود اساسي قانون  د یادووشوو پیښو ټول عاملین نه یوازي داچي مجازات نه کړل،بلکي تر چتر لاندي یې عیش ونوش کوي ا وپرمظلوم ولس خپله واکمني او زبردستي کوي.

همدا راز امارت سولي ته د رسیدو د سیده  لاري په توګه وړاندیز کړی چي:

تور لیستونه دي لغوه شي،

سیاسي دفتر دي په رسمیت وپیژندل شي،

بندیان دي ازاد شي،

او د مجاهدینو پرضد پروپاګنډه دي ختمه شي.

پورته ذکر شوې موارد سولي ته د رسیدو هغه واقعي او طبعي لاري دي ښایې چي هیڅ سوله خوښي انسان ترې انکار ونه کړي او په پلي کولو کي یې هاند وهڅي وکړي.

 

Related posts