جولای 24, 2019

د (پګواش) ناستې ته د اسلامي امارت څرګند او معقول ټکي

د (پګواش) ناستې ته د اسلامي امارت څرګند او معقول ټکي

په دې ورستیو کې د سولي او مذاکراتو په نامه د کابل ګوډاګي رژیم د سیمي او نړۍ په کچه سختي هلې ځلې پیل او نارې سورې شروع کړي، چې ګواکي دوی سوله او روغه غواړي او په اصطلاح د مزاحمت هغه لوري دي تشخیص کړل شي، چې څوک سوله او څوک جګړه غواړي، په دې اړه یې څو جانبه غونډې هم تر سره او په ترڅ کې یې سخت زیار وکيښ چې ځان ولس او نړۍ ته د سولي او سیاسي حل لوی مدافع او ارمانجن جهت وښيي!!

هر څوک پوهیږي او لکه لمر څرګنده ده چې اسلامي امارت د امریکا په شمول د نړۍ او ګاونډ په سطحه د هیڅ یو هیواد لپاره د یرغل او مداخلې تګلاره نه درلوده او نه یې لري، په کراتو مراتو یې دنیا ته دا خبره رسولې چې نه چاته له خپلې خاوري د ضرر رسولو سوچ لري او نه بل چا ته د ګران هیواد افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلي او لاسوهني حق ورکوي.

خو دا ناترسه او ښکیلاکګره امریکا وه چې ټول نړیوال او بشري موازین یې تر پښو لاندي کړل، په افغانستان یې یرغل راووړ، د خپل ناولي او ناروا تجاوز لپاره یې په وچ زور یو شمیر هیوادونه له ځان سره ملګري کړل، له خپلو هوټلونو او کلپونو څخه یې افغان نما څیرې راټولي او د افغانستان د چارو واګي یې د هغو په لاس غاړي ته ورواچاوه.

د حیرانتیا وړ خبره دا ده چې له یوې نه بلې ورځې ته امریکایان په افغانستان کې د اور او باروتو لوبې ګرموي، نور پوځیان راغواړي، د داعش په نامه قاتلو ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي، خو تر څنګ یې د خپلو ګوډاګیانو په ژبه د سولي او مذاکراتو ډرامي هم خاموشه نه پریږدي.

خو د پګواش په تازه ناسته کې چې د قطر پلازمېنه دوحې کې پرون پیل شوه د اسلامي امارت  د سیاسي استازو او ګڼو افغان سیاستوالو، مدني فعالانو، لیکوالو او ژورنالیستانو په ګډون چې  د کابل ادارې په استاځیتوب هم ځینو کړیو برخه اخیستی وه، په قطرکې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر محترم شیرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د روانې جګړې د پای او حل په اړه نوموړې ناستې ته څرګند او معقول ټکي وړاندې کړل.

ستانکزي وویل: که  امریکا او نوره نړۍ په رښتیا د افغانستان د رواني معضلي حل غواړي، نو له هر ډول قید او شرط پرته دې له افغانستان څخه بهرنی قواوي ووځي او د ړومبنیو ګامونو په توګه دې تور لیست ختم، اسیران ازاد او د سیاسي دفتر د خلاصولو په وړاندې دي پراته خنډونه پوره کړي .

د اسلامي  امارت د سیاسي دفتر مشر یادي ناستې ته وویل: هغه ستونزې چې بهرنیو ځواکونو پورې تړاو لري له امریکایانو سره به مخامخ وڅېړل شي او کومې برخې چې له افغان لوري سره تړاو لري «افغانان په خپلو کې د هغو د حل لپاره تیاری او توان لري.

ښاغلي ستانکزي ټینګار وکړ چې «له ځواکمنو تضمینوونکو جهتونو او ټولنو پرته» سوله نه شي راتلی.

اوس که په رښتیا هم امریکا، د کابل اداره، ګاونډیان او نور جهتونه غواړي په افغانستان کې سوله راشي او نتیجه خیزو مذاکراتو ته زمینه سازي وشي؛ نو د اسلامي امارت په پورته یادو ټکو دې غور وکړي او د هغو په رڼا کې دې رامخې ته شي.

که چیرې د سولي په نامه خبري هسي نمایشي او شعاري شکل ولري او امریکا ترینه صرف خپله بهره داري او ځاني ګټي ترلاسه کول غواړي او په ترڅ کې د خپل اشغال لپاره موده اوږدوي؛ نو بیا امریکا او ګوډاګیان پوه شه او مردودي کړنې یې، خو انجام به یې هیڅکله د دوی لپاره مثبت او ښه عواقب ونلري.

Related posts