اکتوبر 16, 2019

ننګرهار: خوګیاڼو کې مجاهدینو د خاصو عملیاتو په لړ کې۱ تن ډاکټر د سړي تښتونکو له منګولو نه وژغوره او تښتونکي یي ژوندي ونیول

ننګرهار: خوګیاڼو کې مجاهدینو د خاصو عملیاتو په لړ کې۱ تن ډاکټر د سړي تښتونکو له منګولو نه وژغوره او تښتونکي یي ژوندي ونیول

له ننګرهارولایت نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي څو ورځې وړاندي د یاد ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوندد چمتلي سیمي نه ۵ تنو سړي تښتونکو غلو ۱ تن ډاکټر ( شیراغا دګل اغازوی ) د پیسو اخیستلو په بدل کې ونامعلوم لور ته وتښتاو.

خبرزیاتوي د نوموړي ډاکټر د موندلو په موخه په سیمه کې د اسلامي امارت مجاهدینو د کشفي او استخباراتي معلوماتود راټولولو په لړ کې د یاد ډاکټر د ساتل کیدو ځای ځایګی د یادي ولسوالۍ د منګي په سیمه کې کشف کړ.

د کره معلوماتو پر اساس مجاهدینو په دغه سیمه کې خاص عملیات ترسره کړل او په جریان کې یې ټول ۵ تنه سړي تښتونکي ونیول شول او ډاکټریې له منګولونه وژغورل شو.

مجاهدینو خوشي شوی ډاکټر خپلوخپلوانو ته وسپاره او دسیمي خلکوته یې ډاډ ورکړ، چي دغه مجرمین به د اسلامي شریعت په رڼاکې په خپلو سزاګانو رسوي.

په سړي تښتونکو کې محمدالله د سورګل زوی،نور اغا دسیدشاه زوی، رحیم الله د سورګل زوی، محمد دمولي جان زوی اوحاجي لعل ګل دمدو زوی شامل دي.

د یادولو وړده په سیمه کې مجاهدینود خپلو ګړندیو او قوي استخباراتي فعالیتونو په دوام کې څو څو ځلي غله او سړي تښتونکي نیولي، یرغمل شوي کسان یې له منګولو نه ژغورلي اومجرمین یې د سپیڅلي شریعت محاکمو ته سپارلي.دي.

2015/11/22

Related posts