اکتوبر 20, 2019

بدخشان: د یمګان ولسوالۍ وشنګان دره ټوله فتحه شوه، ۵ پوليس ژوندي ونیول شول

بدخشان: د یمګان ولسوالۍ وشنګان دره ټوله فتحه شوه، ۵ پوليس ژوندي ونیول شول

له بدخشان ولایت نه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي تیره ورځ شاوخوا ۱۰ بجې دیاد ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند د وشنګان دره چې په یاده ولسوالۍ کې خورا استراتيژيکه سیمه وه او د یمګان ولسوالۍ له مرکز څخه تښتېدلی عسکرو هم همدلته فنا اخيستې وه، په ټوليزه توګه فتحه شوه.

دغه پراخ تصفوي عملیات د اسلامي امارت مجاهدینو د ګوډاګي دښمن د پاتي شونو د له منځه وړلو په موخه پیل کړل وو.

خبرزیاتوي عملیاتو د مازدیګر تر ۴ بجو پوري دوام وکړ، او په لړکې یې یاده دره، د لوړو غرونو سرونه او ټوله سیمه په بشپړه توګه د دښمن له ناپاکه شتون څخه پاکه او تصفیه شوه.

د کره معلوماتو پر اساس د عملیاتو په جریان کې د تش په نوم عامه نظم، ۳ تنه پولیس قتل، ۵ نور یې ژوندي ونیول شول.

دغه راز ۳ عرادې رینجرموټر، ۱ میل دهشکه له ډيرو مهماتوسره په غنیمت ونیول شول.

د ښمن د نوموړي درې په غرونو کې ګڼ شمیر عسکر د چورلکو په مټ ښکته کړي و چي د مجاهدینو له لوري سخت وځپل شول، یو شمیر یې ووژل شول او ځني نور یې بیا له سیمه نه په شرمیدلي ډول وتښتیدل.

د دغوبریالیو عملیاتو په پایله کې د نوموړي ولسوالۍ ټولې اړونده سیمي هم د اسلامي امارت د مجاهدینو په کنټرول کې شوي.

په یادو نښتو کې مجاهدینو ته د لوی څښتن په فضل سره کوم زیانه دی رسیدلی.

2015/11/22

 

Related posts