اکتوبر 16, 2019

تازه خبر: دبادغیس دجوند ولسوالۍ امنیه قومندان له یوه ساتونکي سره قتل شو

تازه خبر: دبادغیس دجوند ولسوالۍ امنیه قومندان له یوه ساتونکي سره قتل شو

دبادغیس ولایت له جوند ولسوالۍ نه د الاماره ویب پاڼي همکار دتازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : دعزم عملیاتوپه لړکې نن مازدیګر ۴ بجې دیادي ولسوالۍ مرکزي ودانۍ مخې ته دهمدي ولسوالۍ په امنیه قومندان فیض الله خان هغه مهال دمجاهدینو له لوري دځای پرځای شوي ماین په مټ قوي چاودنه ترسره شوه چې نوموړی له خپلو ساتونکوسره پلی راووت

دچاودني له امله قومندان فیض الله خان له خپل یوه ساتونکي سره ځای پرځای قتل او ۳ نورساتونکي یې ژوبل شول

قومندان فیض الله خان په سیمه کې په خورا وحشت اوظلم کې شهرت درلود تېرکال چې کله مجاهدینو دیادي ولسوالۍ مرکز فتح کړ نوموړي دولسوالۍ دمرکز بیرته نیولو لپاره په دې شرط ګوډاګۍ ادارې څخه ټیکه واخسته چې   دهمدي ولسوالۍ امنیه قومندان به یې ټاکي

2015/11/21

Related posts