اکتوبر 16, 2019

فاریاب : بندر کې قومندان له خپلو ۱۱ ملګرو په شمول مجاهدینو سره یوځای شو

فاریاب : بندر کې قومندان له خپلو ۱۱ ملګرو په شمول مجاهدینو سره یوځای شو

د فاریاب ولایت له بندر ولسوالۍ نه په را رسیدلي تازه خبر کې ویل شوي چې  نن سهار د یادې ولسوالۍ اړوند د لغرای په سیمه کې د همدې سیمي   د یوه قومندان په شمول  ۱۱  تنه د حقایقو په درک کولو او د سیمه ایزو مجاهدینو په هلوځلو له اسلامي امارت سره یوځای شول
خبر زیاتوي  : ابراهیم   ولد عبدالرزاق ، ایوب ولد عبدالرزاق ، محمد ولد اسماعیل ، احمد ولد اسماعیل ، بلال ولد اسماعیل ، داود ولد اسماعیل ، ضیاء ولد اسماعیل، عیسی ولد مراد ، موسی ولد مراد، عثمان ولد حیدر   له مجاهدینو سره یوځای شول او کلک هوډ یې څرګند کړ چې نور به د ژوند تر پایه د اسلامي امارت مجاهدینو همکارۍ ته دوام ورکوي
د یادوني وړ ده چې د روانې میاشتې په ٢٠١٥-١١-١٤ نيټه د همدې ولایت په پشتون کوټ  ولسوالۍ کې لس تنه قومندانان له خپلو ۱۵۰ مسلحو ملګرو سره او په همدې ورځ د بندر ولسوالۍ په مربوطاتوکې ۲ قومندانان له خپلو ۱۸ ملګروسره له اسلامي امارت سره یوځای شوي .
2015/11/21

Related posts