اکتوبر 16, 2019

تخار: درقدکې پوسته فتحه شوه، ۲ اربکیان قتل، د ۱ ټانګ، ۱ رینجر په شمول ګڼ شمیر وسلې او مهمات په غنیمت ونیول شول

تخار: درقدکې پوسته فتحه شوه، ۲ اربکیان قتل، د ۱ ټانګ، ۱ رینجر په شمول ګڼ شمیر وسلې او مهمات په غنیمت ونیول شول

له تخار ولایت په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي تیره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د یادولایت درقد او خواجه بهاء الدین ولسوالیو تر مینځ د القناق په سیمه کې د شریرو اربکیانو پر یوه مهمه پوسته د اسلامي امارت مجاهدینو منظم بریدونه پیل کړل.

خبرزیاتوي بریدونو د سهار تر۴ بجو دوام وکړ او په لړکې یې پوسته په ټولیزه توګه فتحه، ۲ تنه شر یر اربکیان ووژل شول، پاتي نورو یې له سیمي پښې سپکې کړې او وتښتیدل.

دغه راز ۱ ټانګ، ۱ عراده رینجر، ۲ عرادې موټرسایکلان، ۱ میل دهشکه، ۱ میل پیکاماشندار، ۳ میله کلاشنکوفونه او زیاته اندازه مهمات او غذایي توکي په غنیمت ونیول شول.

په دغه نښته کې ۱ مجاهد هم د شهادت لوړ مقام ته ورسید تقبله الله.

2015/11/21

Related posts