اکتوبر 20, 2019

لغمان: علیشنګ کې په جلاجلا بریدونوکي ۴ عسکر قتل، ۷ تنه نور ژوبل شول

لغمان: علیشنګ کې په جلاجلا بریدونوکي ۴ عسکر قتل، ۷ تنه نور ژوبل شول

له سیمي نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي نن سهار شاوخو ۸ بجې د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند د ګلوته په سیمه کې پر ګوډاګیو عسکرو د مجاهدینو له لوري ناڅاپي برید ترسره شو

د خبر په حواله په دغه برید کې ۲ عسکرووژل شول، ۳ نور ژوبل شول.

وروسته سیمي ته د کومک په موخه نور عسکرراغلل، چي د مجاهدینو له لوري له سخت غبرګون سره مخامخ شول.

معلومات ښيي دغه برید چي د مازدیګر تر ۴ بجو یې دوام وکړ په لړ کې یې ۲ تنه نور عسکر قتل شول چي جسدونه یې لاهم د جګړي په ډګر پاته دي او ۳ تنه مرګوني ټپیان شول.

دغه راز نن سهار شاوخوا ۷ بجې د یادي ولسوالۍ اړوند د جبون ډاګ په سیمه کې هم د شریرو اربکیانو پر پوسته د مجاهدینو له لوري برید ترسره شو.

خبروایي په دغه برید کې چي د درازکوف په مټ ترسره شو ۱ تن شریر اربکی سخت ژوبل شو.

له همدي ولایت نه په یوه بل خبر کې ویل شوي نن سهار شاوخوا ۷ بجې د بادیخ ولسوالۍ اړوند د نیازي جوره سیمه کې د مزدورو پولیسو پر پوسته مجاهدینو تعرضي برید ترسره کړ.

د معلوماتو له مخې په دغه برید کې دښمن ته تلفات اوښتي، چي د شمیر په اړه یې لاتراوسه څه نه دي ویل شوي.

2015/11/19

Related posts