اکتوبر 16, 2019

وروستي جزئیات : دکندهارپه ارغنداب کې فدایي بریدونو دښمن ته دسراومال دروند زیان اړولی

وروستي جزئیات : دکندهارپه ارغنداب کې فدایي بریدونو دښمن ته دسراومال دروند زیان اړولی

دکندهارولایت له   ارغنداب ولسوالۍ نه   د الاماره ویب پاڼي همکار دتازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار وختي ۶ بجې دیادي ولسوالۍ   دامنیه قومندانۍ او دمزدوري اردو مهمي قرارګاه باندي   داسلامي امارت داستشهادي کنډک یوتن قهرمان فدايي مجاهد( فتح الله زابلي ) له لوري   د مازدا موټر په مټ چې په زیاته پیمانه قوي منفجره مواد پکې ځای پرځای شوي ؤ زوروره چاودنه ترسره شوه

له چاودني سره سم   ددښمن امنیتي ګواښ دقرارګاه دفاعي برج او ورڅیرمه میلمستون په ټولیزه توګه له منځه لاړل

دموانعو په لیري کیدلوسره  څلورتنه نور فدایي مجاهدین ( اخترمحمد، محمد سلیم ، دین محمد او محمد عمر دکندهار اوسیدونکي ) چې په سپکو اودرنو وسلو اولاسي بمونو سنبال ؤ دفلډر موټر په مټ یې په ډېره بیړه سره دننه  ځانونه ورسول ا و هلته په میشتو ګوډاګیانو یې دټوپکو شپیلۍ راواړولي اوګڼ شمېر ګوډاګیانوته یې مرګ ژوبله واړوله

فدایي مجاهدینو دتلفون پرلیکه ویل چې ګڼ شمېر ګوډاګیان مومخې ته وژل شوي پراته دي او په دننه کې هیڅوک ژوندی نه دی پاتي

وروسته سیمي ته نور کومکي عسکر راورسیدل چې مجاهدینو له هغوی سره په ډیره میړانه جګړه وکړه چې   تر ۸ بجوپوري یې دوام وکړ

په مخامخ جګړه کې هم دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتي

دجګړې په پایله کې څلور واړه   مجاهدین هم دشهادت لوړمقام ته ورسیدل ، تقبلهم الله تعالی

2015/11/19

Related posts