اکتوبر 16, 2019

جوزجان: د خم اب ولسوالۍ اړوند ټول کلي مجاهدینو فتحه کړل

جوزجان: د خم اب ولسوالۍ اړوند ټول کلي مجاهدینو فتحه کړل

له جوزجان ولایت نه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي د عزم عملیاتو د توند اوګړندي بهیر په لړکې نن سهار شاوخوا ۵ بجې د اسلامي امارت مجاهدینو د یاد ولایت خم اب ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر اخ تصفییوي عملیات پیل کړل.

خبرزیاتوي د یادو عملیاتو په جریان کې د ولسوالۍ ټول اړوند کلي د دښمن له ناپاکه شتون څخه پاک او تصفیه شول.

معلومات ښیي د ښمن په یادوسیمو کې ګڼ تلفات وزغمل چي پوره شمیره یې لا نه ده ترلاسه شوي د دغو تلفاتو په لیدلو سره ګوډاګی د ښمن شاتګ ته اړشواو له سیمي نه وتښتید.

اوس مهال مزدور دښمن یوازي د ولسوالۍ په مرکز کې د مجاهدینو تر کلکي محاصرې لاندي ده، چي د لوی څښتن په نصرت سره له تسلیمیدلو او یا وژل کیدو پرته بله لار نه لري.

دا په داسي حال کې ده چي څو ورځې وړاندي کمونست جنرال دوستم په سیمه کې له ملکي خلکو سره زیات وحشت وکړ، هغه مهال یې زیاتې غورې ووهلې او ادعا یې وکړه چي ګني مجاهدین یې په سیمه کې له منځه وړي دي.

خو داسي معلومیږي لکه د بې کفایته اداري نظامیان چي له پلاسټیکو څخه جوړ وي چي کله لږ ګرمي ورباندي راشي نوځان سره ورټول کې او ویلي شي.

2015/11/18

Related posts